د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کوه نورالماس له کومه راغی او چيرته ولاړ ؟ وروستۍ برخه

پوهنمل حاجی محمد نوزادی 28.11.2008 21:32

     متمد ن برتانيوی پړاو او د کوه نور بيا  حلالول : 
په ١٨٤٩ کال دبرتانيی بيرغ په رسمی توګه د لاهور پر سر ورپيدې او ددی سره سم د افغانې دامپراتوری له بدنه دازاد شوی پنجاب سيمه هم په برتانيوی امپراتوری ورګډه شوه . پدی کار سره انګريزانو د کوه نور سره يو ځای د لاهور پر ټولو جواهراتو او شتمنيو قبضه وکړه او دشرق الهند کمپنۍ خزانه يی لا نوره پری وپړسول . دپنجاب ترتسليميدو وروسته د کوه نور په اړه د ( لاهور معاهدی  Treaty of Lahore  ) پنامه  دمغلوب او غالب ترمنځ په يوه لاسليک شوی سند داسی راغلې دی : ٫٫ کوه نور نومۍ الماسی غمۍ چی مهاراجا رنجيت سينګ د شاه شجاع الملک څخه اخيستې وو ٫ بايد د لاهور دمهاراجا لخوا دانګلستان وملکې ته تقديم شی ،، . په برتانوی هند کی انګريزی ګورنر جنرال Lord Dalhousie دمعاهدی دلوړی مادی دعملې کولو په خاطر کارونه داسی تظيم کړه چی له مخی يی د رنجيت سينګ ځوان ځای ناستۍ ځوی ١٣ کلن هلک دوليپ سينګ Duleep Singh   انګلستان ته وليږل شو چی په خپل لاس کوه نور دسوغات په توګه ملکې ويکتوريا ته وړاندی کړی . داکار دجنګی غنيمت په ډول د کوه نور د لاس پرلاس کيدو په اوږده تاريخ کی اخيرنۍ وو او ښايی دپای ټکۍ به وی .
       کوه نور په ١٨٥١ کال د لندن په Hyde Park کی ديوه نندارتون په ترڅ کی دانګريزی اولس دتماشا کولو دپاره کښيښودل شو چی دهغه وخت رسنيو دا غمۍ دنندارتون دزمرۍ په توګه ياد کړ . د وخت حکومت غوښته پدی کار سره دبيوزلو اولسونو په لوټولو کی دخپل اردو برياوی خلګو ته وښيی . تردغه وخته لا کوه نور د ځانه سره خپل تاريخی ارزښت چی لرغونۍ هندی حکاکی شوی شکل وو ٫ درلود او پدی سره يی دبرټانيی خلګو ته دهغو لرغونو هندی ماهرانو د پياوړو لاسونو هنری توان وښود .
       ترڅو چی ملکه ويکتوريا ژوندۍ وه ٫ د کوه نورنه يي ديوه زيوری توکی په ډول کار اخيست مګر دهغی تر مړنې وروسته غمۍ دبرتانوی دربار دجواهراتو خزانې ته وسپارل شو او دشاهی تاج په خولۍ کی يی نصب کړ . 
  په ١٨٦٢ کال غمۍ د جان پانانت پنامه د برتانيوی دربار ديوه منرالوجست تر نظر لاندی دسره يوار بيا حکاکی او په اصطلاح دوهم ځل حلال شوچی دا ځل يی دپخوا په نسبت لږ هوار شکل دټاکلو څنډو سره پلاس راوړ . څرګنده ده چی هره ډبره په حکاکۍ کی خپل يوه برخه وزن او لويوالۍ له لاسه ورکوی ٫ غمې هم تر حلاليدو او پوستولو وروسته دخپل بدن ډيره غوښه و بايلل او د ١٩١ قراطو نه و خپل نننې ١٠٨٫٩ قراطو ته را وړوکۍ او سپک شو . داکار خو ظاهرا پدی خاطر تر سره سو چی غمې ګويا په نوی تخنيک سره عصری شکل ته اړتيا درلوده مګر ډيرۍ ماهران پدی کارسره خورا خواشينې شول ځکه چی تاريخی کوه نور نه يوازی خپل وزن او لويوالۍ و بايلۍ بلکه خپله معنوی سلامتې هم ټوله له لاسه ورکړه چی هغه دده تاريخی ارزښت وو . په خپل پخوانې شکل کی ده دپيړيو پيړيو قصی او اولسی افسانې کرلې وی ، ده دملې قهرمانانو دګوتو نښانې راوړی وی او دخيانتونو ٫ دسيسو ٫ توطيو او جفاګانو انبتاهی حکايتونه  يي پری ليکلې وه . دده په مخ کی د جلال الدين اکبر او شاه جهان غوندی فرهنګپالو پلاس دعلم او پوهی مشالونه ځليدلې او په وينو سره د اورنګزيب لاسونه يی پخپلو سترګو ليدلې وه .

         ديوه معد نپوه په توګه زماپه اند د انګريزی شکيلاکګرانودا کار دومره مسلکی بنسټ ندرلود لکه سياسی موخه چی ور پکښی نغښتۍ وه . فکر کوم دا ددوی دهغو کړنو يوه برخه وه چی دوی به تل دنړۍ پربيوزلو هيوادونو او اولسونو باندی يرغل کاوه او په ښکاره به يی داسی ښودله چی ګوياغواړی هغوی له وحشت نه راوباسی ٫ مدنې يی کړی او دنوی عصر په برياوو يی پوه او اشنا کړی . دوی خپل دا په ظاهره خير غوښتونکی کار دنوموړو اولسونو دپاره ستر خدمت ګاڼه چی له کبله يی بايد اشغال سوی اولسونه منندوی اوسی . خو په واقعيت کی لکه څنګه چی د کوه نور بيلګی وښوده ٫ داستعارچيانو اصلې موخه د اولسونو دمادی او معنوی شتمنيو لوټول او دارزانی بشری قوی سره د اومو موادو ترلاسه کول دی لکه شاعر چی وايی :
جوړ کړې زوروروهميشه په خپله ګټه
مرکز د لوټونې او سنګر له دی نړۍ
                 ( وهاب سرتير - سوې ډاګ )
داسنادو د لاسليک څخه ددوی هدف دا وو چی دانګلستان په پارالمان کی اپوزيسيون ٫ ليبرالو انګريزانو او همدارنګه نړيوالو ته وښيی چی دوی اشغالګر نه بلکه اړوند حکومتونه په خپله خوښه او رغبت ددوی په امپراتورۍ ور ګډيږی .  کنه نو ديوه مغلوب واکمن سره د داډول يوی معاهدی لاسليک اصلا هيڅ حقوقی ارزښت نلری او دبل طرف نه د يوه ١٣کلن ماشوم په ليږلو کی ولندن ته انګريزانو څو موخی په پام کی نيولې وی :

١ - د راتلونکی حقوقی دعوا وو دمخنيوی په هيله داسنادو داسی ښودنه چی ګويا کوه نور په قانونی ډول ملکې ته  يو وړاندی شوی سوغات وو ٫ نه د جنګی غنيمت يو توکۍ .
٢- دپنجاب خلګو ته يی داسی څرګندول چی ګويا د ستری امپراتورۍ ملکی ويکتوريا دی اولس ته د بيشانې درناوی ښودلو په توګه ددوی دزړه سر دوليپ سينګ لندن ته ديوه درانده او خا ص ميلمه په مقام کی دعوت کړيدی ځکه نو د دود سره سم ٫ نوموړی ميلمه داغمۍ ديوی معمولې تحفی په ډول دځانه سره لندن ته د ملکی دپاره يووړ او پدی سره يی خپل يو دوديز دين ادا کړ.
٣ - ځکه نو دپنجاب خلګو ته پکار ده دسترې امپراتوری د ملکې لخوا خپل حضورته ددوی داستازی د بللو نه او همدارنګه دهغی لخوا د يوه عادی سوغات له قبلولو څخه بايد دژوند تر پايه منندوی و اوسی .

        د څلور سی ( C 4 ) پر معيارونو برسيره دکوه نور دارزښت يو لوی فاکتور پدی کی نغښتې وو چی هغه د ډيرو پخوانيو زمانو ( ښايی لرغونو پيړيو ) دکلتوری او هنری مهارت اسرار دځانه سره ساتلې وه چی لدی کبله يی معنوی او تاريخی ارزښت دعرضی او تقاضا په بازار کی تر ارزښت څو برابره زيات وو . برتانيوی درباريانو په نوی تخنيک سره دعصری کولو په پلمه دا ارزښت دخاورو سره خاوری او تر پښو لاندی کړ . ددوی داکار بيا دهغو اوږدو موخو يوه برخه وه چی د اولسونو د تاريخ او معنوی وياړونو د له منځه وړلو سره سم يی دهغوی د ملې هويت فسخ کول په پام کی نيولې وه . 

        کوه نور دچا حق دی ؟
         دی ښکلې او ځلانده غمې د يوی بيوفا پيمخې معشوقی پشان ډيرو بوالهوسو مينانو ته سترګک وهلې دی . که هيچا ورته دملنګۍ کچکول پغاړه کړی ندی ٫ خو ډيرو شاهانوپری زړه بايللې او د ډيرو شاهزاده ګانو نازکی وينې پر تويی شوی دی . دی غمې د خپل خونړې تاريخ په اوږدو کی د ډيرو زورورو هيوادونو په پسته غيږه کی د ناز خوبونه کړی او کله چی يی بيا دوی بی وسه ليدلې دی نو يی ځای پرځای مخ تری اړولې او د بل زورور هيواد په غيږه کی يی ارام موندلې دې . داچی د راز راز زور واکانو تر منځ لاس پلاس شويدې ٫ اصلې څښتن يی ورک او ميراث خوران يی اوس بايد عريضه پلاس دقاضی دروازی ور و ټکوی . له همدی کبله يی هر هيواد اوس که يی شرعی نکاح ورسره تړلۍ وی او يا دايران پشان يی څو شپې په صيغه ورسره تيری کړی وی ٫ دڅښتنوالۍ دعوی لری . پدی لړ کی پاکستان لومړۍ مدعی وو چی په ١٩٧٦ کال دهغه هيواد مشر ذوالفقارعلی بوټو د خپل برتانيوی سيال Jim Collaghan  نه د کوه نور دبيرته ورکولو غوښتنه وکړه ٫ هغه په ډيره نرمه ژبه د ( نه ) ځواب ورکړاو وروسته يی په اړوندو هيوادونو کی خپلو ديپلوماتانو ته امر وکړ چی پدی اړه لازمی ديپلوماتيکی هلې ځلې  تر سره کړی چی نور کسان دا ډول ورته خيال له سره وباسی . داچی بوتو دنور ټينګار توان په ځان کی نه ليده ٫ چوپ پاته شو . لدی نه وروسته دهند دولت ٫ په افغانستان کی دطالبانو اسلامی امارت او دايران اخوندی حکومت هم د انګلستان نه دکوه نور د بيرته ستنولو غوښتنه وکړه . مګر کوه نور خو لاتر اوسه تر همدغه ګړيه پوری په Tower of London کی پروت او د رنګونو لوبې کوی .
         ترهغو پوری څو داسی يوه بی پرې محکمه منځته راځی چی ددی ښکلې ناوی اصلی خاوند په ګوته کړی ٫ ډير وخت پاته دی . خو زما په اند اوس دهغی محکمې پريکړه واکمنه او نافذه ده چی له مخی يی زور حق دی ٫ زور پوله نلری او د زورورو اوبه پرلوړه ځی .

         دا وو د کوه نور په اړه هغه يولړ تاريخی ٫ سياسی او اقتصادی معلومات چی ما ورته لاس رسۍ درلود ٫ اودخپلو ليکنو دمينه والو لوستونکو سره می شيريک کړ . دټولو هغو درنو لوستونکو څخه چی ددغه غمې په اړوند داسی نور کره معلومات ولری چی پدی ليکنه کی  يادو شوو تاريخی - سياسی څرګندونو ته د بدلون ورکولو پخاطر اړين ښکاری ٫ هيله کوم چی په اړوندو انترنيټی سايټونو او يا نورو رسنيو کی يی خپور کړی .
البته دالماس په اړه ديوه منرال يا لکه کاربن ديوه کيمياوی عنصر په توګه دلا ډيرو مسلکی معلوماتو وړاندی کول زما ددغی ليکنې موخه نه وه ٫ خو که مسلکې لوستونکې پدی اړه دڅه ليکلو توان يا ارزولری ٫ زه به يی ليکنې په خوښۍ سره ولولم خو په لوړه ليکنه کی يی دزياتولو اړتيا نه وينم .
په مينه او مننه .