د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د لوږې ستونزه - پلانيزه اقتصاد که ازاد بازار ؟

پوهنمل حاجی محمد نوزادی 01.06.2008 00:31
د ډله ايزو رسنيو څخه نژدی هره ورځ دنړۍ په کچه دخوراکی توکو د کمښت او د لوږی دپراخيدو خبرونه ترلاسه کيږی . داپرابلم په ځانګړې توګه په وروسته پاتو او د ودی په حال کښي هيوادونو په اړه ډير دپام وړ او دهری ورځی په تيريدوسره زړه بوګنونکۍ ښکاری . هغه هيوادونه چی جنګ ځپلې او دمافياوی اقتصاد په منګولو کی راګير دی ، پدی اړوند ئی دپرګنو ستونزی چټک پام اړولو ته اړتياری . په تيره بيا داسی هيوادونه لکه افغانستان چی هم وروسته پاته هيواد وو او هم نژدی ٢٥ کلن جنګ وځپې او هم طبعی ناخوالو لکه وچکالۍ او نورو افتونو بيرحمانه يرغلونه پری وکړه ، په نړيواله کچه دخوراکی توکو کمښت به ورته يوه بله دردونکې غميزه نابللې ميلمنه کړی . ددی خبری دثبوت ښه بيلګه اخيرنۍ خبر وو چی ديوی کورنې مور اوپلار دخپلو اتو تنو بچيانو دژوندی پاته کيدو په خاطر ځانونه دومره وږي ساتلې وه څوپه اخير کی دوی دواړوله لوږی ساه ورکړه او نيم ژوندی پاته شوی بچيان ئی ګاونډيانوکليوالو په خپلو کی سره وويشل او ديوی بلې کورنۍ دوه تنه چی مور اوپلار ئی دخوراکی توکو د رانيولو توان ندرلود ، دلوږی نه مړه شول . داحالت نه يوازی د اوسنې چارواکو بلکه دټول اقتصادي - سياسی نظام او ان دهغی نړيوالې متمدنې ټولنې دپاره دستر شرم خبره ده ، کوم چی همدا اوس اوس ئی په افغانستان کښی د ٣٧ پرمختللو هيوادونوڅخه په لس ګونوزره تر غاښو وسله وال کسان په ميليارډونو ډالره داقتصادي - ټولنيزی بيارغونې او دسولې دټنګښت پنامه لګوی ، خو په واقعيت کښی هره ورځ په ټنو بمونه غورځوی ، دهيواد په جنوب ، لوديز او ختيز کی بشپړ کلې دخپل اقتصادی سيسټم سره يو ځای لکه کاريزونه ،  ويالې ، باغونه ، هټۍ ، استوګن ځايونه او نور دخاورو سره خاوری او په زرګونو انسانان دوينو په رود کښی لاهو کوی . البته هغه مرګ ژوبله چی دځانمرګو بريدونو اونورو تروريستې کړنو لامله ترسره کيږی ، ښکاره علت دهمدغوهيوادونو  دوسلوالو ټولګيو شتون  دی چی  پخپله دستونزو په حل کي نه درمل دی نه طبيب .
       البته داخبره اوس هم نړيوالو اوهم هيوادوالو منلې ده چی دبيارغاونې دپاره په هيوادکښی دجنګ مخنيوۍ او دسولې ټينګښت ترنورو ټولو چارو په لومړيتوبونو کی راځی . ددغه خيرغوښتونکې موخی پخاطر بيا دملګرو ملتونو دپريکړی له مخی نړيوالو سوله راوړونکو وسلوالو ټولګيوته اړتيا هم دمنلو وړ ده . ددغه کارګټه به هغه وخت اغيزمنه وی چی داقتصادی - ټولنيزې ستراتيژۍ اړخونه ټاکل دافغانی ټولنې دعينې واقيعتونو سره په پوره انډول کی په پام کی ونيول شی .
       له بده مرغه داخيری درو ناوړو لسيزو تجربه ښئی چی د ټولنې د داخلې شرايطو وڅرنګوالې ته پدغسی چارو کښی هيڅ پاملرنه نه کيږی او يوازی دچارواکو احساسات پدی هکله ټاکونکۍ رول لوبوی . دبيلګی په توګه د١٣٥٧ کال دثورد اومی نيټی وروسته دهيوادپه اقتصادی ستراتيژۍ کی دغيرپانګوالې لاری داقتصادی سيسټم پر مخ بيولو باندی ټينګار وشو . پداسي حال کی چی پخپله پانګوالې ( کپتاليستې اقتصادی - سياسی سيسټم ) د ټولنې دتکامل يو ډير مهم اوپرمختللی پړاو دی ، له هغه نه مخ اړول اوپه نيغه د وروسته پاته فيوډاليزم څخه سوسيالستې اقتصادی پړاو ته ټوپ وهل ملا ماتونکې پايلې درلودلای شی . د١٣٥٨ کال دجدی په تورماښام دسره اردو له يرغل او دهيواد داشغال وروسته چارواکو داسی فکر کاوه چی نور نو ګوايا د سوسياليزم فاز ( پړاو ) هم په تيريدو دی او ډير ژر به يوبل ته دکمونيزم د برياليتوب مبارکی ووايی .
        د ډاکتر نجيب الله د واکمنې تر نسکوريدو وروسته خو نه اداره پاته شوه ، نه ئی اقتصادی چلند . دی مرحلی ته د ټولنې دتکامل په پړاوونو کی کوم علمی منل شوی نوم ورکول اسانه کار ندی . دا يوازی د زور واکانو يو پاټک سالار انارشيزم وو چی په پای کی ديوه غښتلې فوندامينتاليزم په مټ را وپرزول شو .
         د امريکا په مشری دنړيوال ائتلاف په زوردطالبانو تر سقوط وروسته په لنډ مهال او انتقالې پړاو کی د چارو واګی تاريکو دودپالو ( محافظه کارانو ) او يو کم شمير تکنوکراتانو ته وسپارلې شوی . محافظه  کاران ئی چی په واقيعت کی يوه بنسټپاله ډله وه ، نه په اداره پوهيدل او نه ئی هم په اقتصادی چلند . لکه ليوه چی له خدايه باد او باران غواړی ، دوی هم پدغو نامناسبو شرايطو کښی  چی نه د کلاوی سر چاته معلوم وو نه ئی پای ، يوازی د خپلو جيبونو وپړسولو ته پام اړولې وو او پدی کار کی ئی تر لويه بريده دپام وړ برياليتوبونه هم ترلاسه کړه . تکنوکراتانو بيا ددی دپاره چی دخپل دوهم پاسپورت هيوادونه خوښ وساتی ، د ( ازاد بازار ) پرګوتو ئی هيوادوالو ته کشمير جوړ کړ او دائی د سوسياليزم نه ترهيدلو پرګنو ته دنجات يوه پخه او باوری  لاری په توګه وستايل اوهڅه ئی وکړه څو پر دی دنيا ورته ددغی لاری نه دجنت دروازه پرانيزي .
        پدی کی هيڅ شک نشته چی هم ازاد بازار او هم د دولتی پياوړی سکتور په غيږه کښی پلانيزه اقتصاد په مختلفو هيوادونو کی ديوی سالمې اداری په مټ ټاکلی دپام وړبرياليتوبونه ترلاسه کړيدی . خو اصلې ستونزه زما په اند ددغو دوو چلندونو پرڅرنګوالې نه ، بلکه د اداری دروغتيا او سلامتې پرشاوخوا راګرځی . لدی نه پرته بيا تر ټولو ستونزمنه مسئله پدغو دوو سيټمونو کښی يو بل ته د اوښتلو پر وخت منځته راځی . هر يو سيسټم ئی دځان دپاره اداری ځانګړتياوو ته اړتيا لری . مثلاً د پلانيزه اقتصاد د ځانګړتياوو سره جوړه شوی اداره په چټک او فوری اوښتون سره د ازاد بازار د رهبری کولو او تنظيمولو وړتيا نلری او برعکس ئی همدارنګه حالت دی . له همدی کبله ضرور ده چی دا ډول اوښتون بايد په تدريجی توګه ترسره شی . کنه نو پداسی حال کی د يوه سيستم چټک دپښو اچول چی پر ځای ئی بل سيستم لاپوره پرپښو نه وی دريدلې ، ډيری ناخوالې منځته راوړي ځکه چی دقانونمند بهير پرمختګ ترپښو لاندی او پدغسی باد او باران کښی د ليوه غوا لنګيږی :
چه خوش ګفته  فردوسي  طوسی
به مرګ خربود سګ راعروسی
        د ازاد بازار د پياوړتيا او د پرګنو په ګټه دهغه دپرمختګ دپاره په اړونده ټولنه کښی لاندی ځانګړتياوی حتمی شرايط ګڼل شويدی :
١ - د هيواد په قلمرو کښی پوره سرترسری امنيت .
٢ - سالمه او دفساده پاکه اداره ترڅو د خصوصی سکتور څخه دولتی ماليات ترلاسه کړای شی .
٣ - د قانون بشپړه واکمنې اودخصوصی سکتور پرټولو فعاليتونو باندی دهغه يو شان تطبيق .
٤ - خپلواک قضايی سيسټم چی دقانون دتطبيق توان او وړتيا ولری .
٥ - دازاد بازار په چارو کی د روزل شوو مسلکی کادرونو شتون .
٦- دقيق محاسبوی سيسټم چی په خصوصی سکتورکي دهرډول اقتصادی فعاليتونو د راکړی ورکړی دبيلانس جاج واخيستلای شی .
٧ - د ټولو راکړو ورکړو دګټې او زيان دثبت دپاره دپرمختللوتکنالوژيکې اسانتياوو او پياوړو متودونو د کارولو امکانات .
٨ - پياوړی ګمرک او دمحصول اخيستلو موثری او دقيقی چاری .
٩ - پر خپل وخت دمالياتو دترلاسه کولو په موخه د اړينو جبری متودونو نافذول او پکار اچول .
١٠ - ٠٠٠٠٠٠٠٠ او داسی نوری اړوندی چاری .
        لکه څنګه چی وينو دلوړو اړينو شرايطو څخه يو هم په بشپړ شکل په افغانستان کی وجود نلری ، نوبيا څرنګه کيدلای شی د ازاد بازارڅخه دپرګنو په ګټه نتيجه پلاس را شی . پدغسی حالاتو کښی لکه څنګه تجربی ښودلې ، داقتصاد مافياوی شکل وده مومی او په پايله کي دټولنې منځنۍ قشر پر دوو برخو ويشل کيږی . يوه ډيره وړه برخه ئی چی چانس ياری ورسره وکړی ، د زور واکانو تر سيوری لاندی ځای پيداکوی په شتمنه طبقه ورګډيږی اوپاته ستره برخه ئی د بيوزلو لښکر ورپراخوی . ددی کارپايله داده چی ديوه وړوکی شمير چلبازانو او غدارانو بلډينګونه اسمان ته خيژی او ميليونې پرګنې په کوډلو او کيږديو کښی دلوږی او ناروغيو دښامار په خوله کی دمرګ سره لاس او ګريوان وی . پدي ډول د اداری فساد ريښی اوبه اخلی ، اقتصادی مافيا او زورواکان پياوړی کيږی ، د وسلو او نشه ای توکو قاچاق پراختيا مومی او بد امنی سيورۍ غوړوی .
         دلوړو خبرو په پام کی نيولوسره پکارده د دولتی سکتور ټول اړخونه لکه تصدی ګانی او خدماتی ارګانونه ديوی ټاکلې مودې دپاره لانور هم وساتل شی ترڅو د ارزاقو د ادارې او تعاونی څانګو دلاری دخوراکی او استهلاکی لومړنی موادو پر ويش او خرڅلاو باندی دولت دسبسايډی لګولو توان ولری . ددی کار سره جوخت کيدلای شی د اداري سلامتيا او نورو اړينو شرايطو دپوره کيدو او پياوړتيا په پام کی نيولوسره دازاد بازار پياوړتيا ته هم پاملرنه وشی او په تدريجی ډول هغه ته د اوښتلو لاره خلاصه شی . پای