د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پان عربيزم ،دبعث ګوند اوصدام حسين ( وروستۍ ۴ ـ برخه )

پوهنمل حاجی محمد نوزادی 26.02.2007 03:00

په دريمه برخه کې د ( په عراق کې دبعث ګوند دسياسی واک ټنګښت اوزوال ) تر سرليک لاندی يادونو ادامه :
صدام حسين پدی خاطر چې بغداد دعباسيانو په دوره کې دعربی نړۍ سياسې ، فرهنګی او اقتصادی مرکز وو او د عربو په تاريخ کې يې ټاکونکې رول لوبولې دی ، ځکه يې نو ددی هيواد پروطنپالنې ټينګار کاوه او د هم هغه برم
يواربياراژوندۍ کول يې خپله اخلاقی او تاريخې دنده ګڼل ٠
البته پدی کې شک نشته چې ماورالنهر د بشری تمدن دزانګو په حيث په تاريخ کې د پام وړ ځای لری چې داسلام نه پخوا يې ستر مدنيتونه روزلې دی ٠ له همدی کبله صدام حسين دلرغون پيژندنې په چارو کې زياتی پيسې و
لګولې ٠ دی پدی لټه کې وو چې دپان عربيزم دترکيب او دعراق په مشرتوب ديوې متحدې عربی نړۍ اثا ر او لاسوندونه راوسپړې اوپدی توګه دعراق ملتپالنې اورهبری کونکې رول ته تاريخې بنسټونه پيدا کړې ٠
د صدام خارجې سياست پر دی خبره تکيه وو چې عراق بايد په منځنۍ اسياکې يو ټاکونکۍ رول ولرې ٠ امريکا او لويديزه نړۍ دصدام حسين په پان عربيستې خيالونو ښه خبر وه او عثمانې امپراتوری هم نوره موجوده نه وه چې
پان عربيزم يې پرضد کارول سوې وای ٠ لدې نه چې تيرسو دپان عربيزم خطراوس ترټولو زيات اسرائيلو ته متوجه  وو اوهلته دامريکااولويديز انډيوالانو جيوپوليتيکی اونظامې ګټې پرتې وی ، ځکه نو داهيوادونه دصدام د
نوموړو غوښتنو سره نه يواځې همږغې نه شوه بلکه په غاښ چيچلو يې لاس پوری کړ ٠
داوخت لانړۍ دوه قطبه درلوده نو ددی پخاطر چې عراق خپل ناراضی توب څرګندکړی ، په ١٩٧٥ کال يې دشوروی اتحاد سره د دوستۍ او سوداګرې راکړی ورکړی تړون لاسليک چې له مخې يې زياته وسله او په زرګونو سلاکاران عراق ته وليږل شوه ٠ پدی کارسره امريکا لانورهم ورته غاښونه تيره کړل او استخبارات يې په کار واچول٠
هغه وو چې صدام يې دعراق دکمونيستی ګوند پرضدډير ژر راوپاروه او په ١٩٧٨ کال يې يوتعداد کمونيستان چې  دعراق اوشوروی اتحاد ددوستۍتر ټړون وروسته يې جرئت پيداکړې وواوغوښته يې دخپلې توشکی نه پښې
اوږدی وغزوی ، اعدام اوزندانی کړل ٠ پدی وخت ددی دپاره چې ديوی خوا لويديز يو څه راضې کړی اوله بلې خوا شوروی ته وښئی چې کرملين يوازنۍ الترناتيف ندې ، دلويديزو هيوادو سره يې راکړه ورکړه پيل اولدی لاری
يې ورسره اړيکی په ټينګيدو کړې ٠ دی کاربيا په خپل وار دشوروی سره پر اړيکو باندی سيورۍ واچاوه اوکه څه  هم په ښکاره خو دوستۍ دپخوا پشان دوام درلود مګرکرملين هم دفرصت په انتظار کښيناست ٠
عراق دلوديز سره دراکړی ورکړی په لړ کې دبرقی انرژۍ دزياتوالې پخاطر په اتيايمه لسيزه کې ديوه اټمی رياکتور دجوړولو په هيله دفرانسې په مرسته ديورانيمو دغنې کولو پروګرام ترلاس لاندی ونيو اوپرلومړنې اټمې رياکتور باندی يې د ( اوسيراک ) نوم کښيښود چې په لرغونې مصر کې دمرګ خدای وو٠ اسرائيلولدی ډاره چې عراق به پدی ډول داټمې وسلې په جوړولو لاس پوری کړی ، دا دستګاه يې چې لاپوره بشپړه سوی هم نه وه ، دهوائي بمبارډ پواسطه دړې وړې او له منځه يوړه ٠ داسې ويل کيده چې اسرائيلو دامريکا په اشاره داکار کړېدی ، ځکه نو عراق که څه هم دغچ اخيستنې لوړه يې وکړه مګر عملې غبرګون يې ونښود٠ البته عراق پدی وخت دايران سره
دجګړې په پايله کې دعملې غبرګون توان هم دلاسه ورکړې وو چې امريکا اواسرئيلو نه داخبره پټه نه وه ٠
په ١٩٧٥ کال عراق دايران سره يوه معاهده لاسليک کړه چې له مخې يې دعراق دولت دسرحدی سيمو له ادعا څخه لاس اخيست او ايران بيا دعراقی مخالفو کردانو دپارولو او ورسره دمرستې کولو نه لاس په سر کيدې ٠
دنوموړې معاهدي سره سم دايران پاچا دعراقی کردانو دملاتړ نه لاس واخيست او ددی فرصت نه په استفاده صدام دهغوی دبيلتون غوښتنې سره مقابلې ته پښې لوڅې کړی چې ان پدی ترڅ کې دايران په قلمرو کې هم دکردانوکلې
بمبارد شول ٠ ددی کار لامله دايران اوعراق ترمنځ اړيکې خړی پړې شوی ٠ دی خړپړتوب دمنل سوې معاهدی اساسې ټکی تر پوښنتې لاندی راوستلې چې په پای کې يې يوبل يې ددمعاهدی په ما تولو تورن کړل اوخبره
ترپګنيو ته ورسيده ٠ پايله يې داشوه چې په ١٩٨٠ کال دايران اوعراق ترمنځ جګړه ونښته چې اته کاله يې دواړه  ګاونډيان داورپه لمبوکی وسوزيدل ٠
زما په اند سپينې ماڼۍ او کرملين دواړو پدی جنګ کې دخپلو ټاکلو ګټو پخاطر پر دی اور غوړې تويول :

دکرملين ګټې غالبا پدی کې وی :

-- په اړونده اراضې کې دخپلو نوو وسلو ازمويل ، کومې چې پخوا يې لاپرعراق پلورلې وې ٠
-- عراق دنورو زياتو وسلو ورانيولو اړ ايستل ٠
-- صدام پر دی قانع کول چې دعراق کمونيستی ګوندددوی ملاتړۍ ځواک دی اوپکا رده چې خيال يې وساتل سې ٠
-- دايران درژيم غوږونه بايد تاؤ شوې وای کوم چې شوروې پلوه د تودې ګوند وځپلو ته يې ملاتړلې وه ٠
سپينې ماڼۍ بيا دی ټکيوته سترګې نيولې وی :
-- دايران اخوندی رژيم چې امريکا يې شيطانې قدرت باله او دټول سفارت پرسونل يې دقبول شوو نورمونو په خلاف يرغمل نيولې وو، بايد پرمخ يې څاپيړې خوړلې وای ٠
-- صدام چې واک ته رسيدو نه وړاندی ، امريکا تل پرشا ډباوه او تر قدرت اخيستلو وروسته يې دپان عربيزم ترنامه لاندی سرکښۍ ته ملاتړلې اودشوروی سره يې ددوستې جال غوړولې وو ، بايد پدی جنګ کې زبون
سوې واې ترڅو دځای ناستې دپاره يې لاره پرانيسل شوې وای ٠
--اسرائيل بايد په منطقه کې دبالفعل سيال نه ژغورل شوې وای ٠
اته کاله وروسته جنګ پای ته ورسيد او دواړوهيوادونو سخت مالې اوبشرې تلفات وګالل ٠هرهيواددهغو پيسو ډيره برخه چې بايد دخلګو دسوکالې دپاره يې لګولې واې ، دخپلو لښکرو دبيا سنبال اواکمال دپاره جداکړې ٠
عراق په جنګ کې لويه تجريبه پلاس راوړه اردو يې ښه اکمال کړ ، خو ډير ژريعنی په ١٩٩١ کال صدام دکويټ  اشغال ته ور ټيل وهل سو او دښاغلې بوش په وينا په دام کې ولويد ٠ شوروی که پدی وخت کې دخپلې امپراتوری دتجزيي په درشل کې وه , خو امريکا زما په نظر دکويټ داشغال په  خاطر دصدام په تشويقولوکښی دری لويي ګټې په پام کې نيولې وې :
-- غوښته يې عربې هيوادونه دپان عربيزم نه وډاروی او داکار يواځې دصدام ترمشرۍ لاندی دعراق يو هژمونيستې عمل وښئ ٠
-- غوښته يې دکويټ څخه دعراق دبيرته شړلو په وخت ځان عربو ته دصدام دتهديد څخه ،ددوی ژغورونکې اونجات ورکوونکې وښئ ٠
-- صدام په داسې حالت کې راګير وساتی چې نه يې عرب له ډاره بيخې خلاص وی ، نه د خپل اردو دبياپياوړې کولو مالې توان ورته پاته او نه هم اسرائيلو ته نوردتهديد جوګه وی ٠
دادری واړه هدفونه خوترډيره حده پلاس راغله ٠ پر عراق هراړخيز نړيوال بنديزونه ولګيدل اواولس دسختو تنګدستيو سره مخامخ شو ٠
که څه هم تر٢٠٠٣ کال پوری صدام حسين دراز راز کورنې او دباندنې چلنجونو سره لاس او ګريوان وو،  خو هغه بيا هم وکړای سوه دخپل اردو غم تريوه حده وخوری ٠ پدی ټوله موده کې امريکا ورته سنګر نيولی او د
بهانې په لټه کې ناست وو ٠ په پای کې پدی پلمه چې عراق دډله ايزو وژنکو لکه اټمی ، کيمياوی اوبيولوژيکی وسلو په جوړولو اوغونډولو لګيا دی ، ځکه نو بايد بريد ورباندی وشی ٠ دامريکا لومړۍ غوښته داوه چې دملګرو په تجويز يې له پښو واچوی او کله چې يې داهيله ترسره نه شوه نوئي دټولونړيوالو نورمونو څخه مخ واړاوه ،  دنړۍ ديوقطبی نظام نه يې ګټه پورته اوپرعراق يې حمله وکړه ٠ دعراق دولت يې راوپرځاوه ، دهرډول هلو ځلو
سره سره يې دنوموړو وسلوهيڅ ډول اثار هم ترلاسه نکړه اوبوش مجبور سو دخپلو استخباراتی معلوماتو پر ناسموالې باندی په رسمې توګه اعتراف وکړی ٠ دلږ وخت په تيريدو سره يې صدام هم ژوندۍ ونيوی اوترپوښتنو
ګرويږنو وروسته يې تر اشغال لاندی جوړې شوې محکمې ته وسپارې ٠ ددغې محکمې په پريکړه يې د٢٠٠٦ کال د ډيسمبر په ٣٠ نيټه هم هغه پنډه رسۍ چې داشغال سوې عراق رسمې تلويزيون وښوده ، غاړی ته ولويده ٠
دوی ورځی وروسته می هغه غيررسمې ويدويي عکسونه هم وليده چې کوم چا په پټه دموبايل تليفون پواسطه اخيستې او رسنيو ته يې سپارلې وه ٠ ددی عکسوليدل اوده ته دسپکوسپورو ارويدل دهر متمدن انسان پرسر
ويښتان شخ درول ٠ پدی وخت کې می دعراق د زورور اردو په مخ کې دصدام برم اوقوت را يادشو چې بيله اختياره يې درحمان بابا دابيت راته پرشونډو راخپور کړ :
چې الله درسره مل نه وی رحما نه
که لښکرې درسره وی يک تنهائي
دا وه پرسترو قدرتوباندی دباورکولو ديوه ناکام سياست پايله چې ګران هيواد افغانستان يې هم د١٩٧٩ کال دډيسمبر په ٢٧ ماښام ښکا ر سو اوترهمدااوسه پوری لا پر هم هغو سکروټو باندی ورتيږې ٠ پای
ومن الله توفيق ٠

ددی ليکنی اخځ ځايونه :
١ -- په ازاده انسايکلوپيديا ، ويکيپيديا کې دعراق په هکله :
الف - د روسی څيړونکو ليکنی ٠
ب - دانګليسی ژبو څيړونکو ليکنی ٠
ج - دايرانی څيړونکو ليکنی ٠
٢ -- دډنمارکی ورځپاڼو اومجلو څخه ياداښتونه ٠
٣ -- د بی بی سی اونورو رسنيو څخه ياداښتونه ٠
٤ -- افشاګری زکی يمانی درباره ارتباط صدام وامريکا٠ ( داريايي سايت اخبار ، ١٣ ٠١ ٠ ٢٠٠٧)
٥ -- افغانستان درمسير تاريخ ، جلد اول ٠ ميرغلام محمدغبار