کرکټ: د ويزې د نه لرلو له وجې محمد نبي د کوېټ له سياليو پاتې شوی
31.03.2010 10:07محمد نبي د کوېت په لوبو کې نشته او په نړيوال جام کې برخه اخيستنه یې په شک کې ده.
نن افغانستان په کوېت کې د آسيايي شورا د ايليټ جام په ترڅ کې لومړۍ لوبه د بوتان سره کوي.
په ننۍ لوبه کې آل راونډر محمد نبي عيسی خېل نشته. نوموړی د ويزې د نه لرلو له کبله لا تر اوسه په کابل کې دی. د يو شمېر نورو لوبډلو لوبغاړي هم د ويزې د نه لرلو له کبله پاتې شوي دي چې د نيپال مرستيال کپتان ګينندرا مالا او د هانګ کانګ نجيب عامر په کې شامل دي. دا ويره هم شته چې د ويزې د نه لرلو له وجې محمد نبي له نړيوال جام څخه هم پاتې شي.
د ننۍ لوبې حال د کرکټ په څانګه کې ولولئ.
د ويزيو د مشکل په وجه د سيالۍ په مهال ويش کې بدلون راوستل شوی دی. مخکې په مهال ويش کې داسې پتيل شوې وه چې نن به افغانستان د بحرين سره لوبه کوي. خو دا چې د بحرين ټول لوبغاړي لا کوېت ته نه دي رسېدلي نو ځکه د بوتان او افغانستان لوبه رامخکې کړای شوه.
جالبه دا ده چې د دې سياليو د دريو پياوړو لوبډلو پياوړي لوبغاړو ويزې لاسته نه دي راوړي او له سيالۍ پاتې دي.
د لوبډلې د مدير بشير ستانکزی وايي چې د افغانستان یواځې محمد نبي عيسی خېل ته ويزه نه ده ورکړل شوې او له لوبډلې په کابل کې پاتې دی. پاتې نور ټول لوبغاړي کوېت ته رسېدلي دي. ستانکزی زياتوي چې په کوېت کې د کورنيو چارو وزارت نوې لايحه جوړه کړې ده چې له مخې یې افغانانو او پاکستانيانو ته ويزې ورکول سخت کړي دي. بله دا چې په کوېت کې اوس د بهرني لومړی نوم په سيستم کې ګوري او که په هغه نامه چا جرم کړی وي نو بيا ډېره زياته پلټنه کوي چې دا پروسه وخت نيسي.
کوېت ته محمد نبي تلل ځکه ډېر مهم دي چې د نړيوال جام لپاره لوبډله د لندن له لارې ويسټ انډيز ته سفر کوي او بايد د برتانيا ويزې واخلي. افغان کرکټ بورډ په اسلام اباد کې د برتانيا د ويزو د اخيستو کوښښ وکړ خو د وخت د کم والي له وجې یې پرېکړه وکړه چې په کوېت کې د برتانيا ويزو ته عريضه وکړي. که محمد نبي په وخت کوېت ته ونه رسېږي، د دې ويره شته چې د برتانيا ويزه هم وانه خيستلی شي او له نړيوال جام څخه پاتې شي.
ستانکزی وايي چې پرون ماښام کوېت ته ورسېدل نو د آسيايي شورا د کرکټ یو چارواکي بنډولا ورڅخه وغوښتل چې د بحرين سره لوبه وروسته کړي او د نورو لوبو ترمنځ یې وکړي ځکه چې د بحرين اته لوبغاړي کوېت ته رسېدلي دي او پاتې لوبغاړي يې د ويزې د ستونزې له کبله پاتې شوي دي. خو دا ګرمي ده نو افغان کرکټ بورډ ونه غوښتل چې د ارام په ورځ لوبه وکړي نو ځکه يې غوښتنه وکړه چې نن ورته د بوتان سره لوبه ورکړي.
ډېر کم افغانان په کوېت کې خبر دي چې افغان لوبډله کوېت ته وررسېدلې ده. د افغانستان د سفارت مقاماتو ټول افغان ته وويل چې دوی د لوبډلې له ورتګ څخه خبر نه دي. د افغانستان کرکټ بورډ دا مسوليت لري چې یو هېواد ته له تګ څخه مخکې هلته د افغانستان سفارت خبر کړي. خو د کرکټ بورډ دومره بې نظمه دی چې تر دې ډېر نور مهم کارونه هم ترې پاتې دي.
د آسيايي شورا ويبپاڼه د نيپال او هانګ کانګ د لوبو حال په ژوندۍ بڼه په دې پته خپروي:
له بدلون څخه وروسته د لوبو مهال ويش اوس په لاندې ډول دی:
March 31 | Kuwait v Singapore at KEC Afghanistan v Bhutan at Hubara Hong Kong v Nepal at Unity |
April 1 | Bahrain v Malaysia at KEC Oman v Singapore at Hubara Bhutan v UAE at Unity |
April 2 | Afghanistan v UAE at KEC Hong Kong v Kuwait at Hubara Nepal v Oman at Unity |
April 3 | Nepal v Singapore at KEC Afghanistan v Malaysia at Hubara Bahrain v Bhutan at Unity |
April 4 | Bhutan v Malaysia at KEC Bahrain v UAE at Hubara Kuwait v Oman at Unity Hong Kong v Singapore at Sulaibiya |
April 6 | Hong Kong v Oman at KEC Nepal v Kuwait at Hubara Malaysia v UAE at Unity Afghanistan v Bahrain at Sulaibiya |
April 7 | 7th/8th Place Playoff (A4 v B4) at KEC SF1 (A1 v B2) at Hubara TBC SF2 (A2 v B1) at Unity TBC |
April 8 | 9th/10th Place Playoff (A5 v B5) at KEC 5th/6th Place Playoff (A3 v B3) at Unity |
April 9 | FINAL at Hubara 3rd/4th Place Playoff (Losers SF1 v SF2) at Unity |