افغانستان بوتان ته په ۳۹۳ منډو ماته ورکړه. بشپړ سکور کارډ
31.03.2010 10:13د بوتان ټول لوبغاړي په ۷۸ منډو وسوځېدل. په ننۍ لوبه کې حميد حسن ۶ ويکټې واخيستې چې هيټرک يا سر په سر په درې توپونو درې ويکټې هم په کې شامل و.
شاهپور ځدراڼ ۱، سميع الله شينواري ۱، کريم صادق ۱، او نصرت الله نصرت ۱ ويکټه واخيسته.
د لوبې غوره لوبغاړی اصغر ستانکزی شو چې ۱۵۱ منډې يې جوړې کړې وې.
د نورې لوبې حال لاندې لوستلای شئ.
د کويت له حباره لوبغالي څخه حاجي راز محمد منګل احوال راکوي:
لوبډله | منډې | اورونه | سوځېدلي |
بوتان | ۷۸ | ۳۳ | ۱۰ |
افغانستان | ۴۷۱ | ۵۰ | ۴ |
د ننۍ لوبې لوبډله: نوروز منګل - کپتان، کريم خان صادق، ريس احمدزی، اصغر ستانکزی، محمد شهزاد، نور علي، دولت احمدزی، شاپور ځدراڼ، سميع الله شينواری، حميد حسن، نصرت الله نصرت په لوبه کې محمد نبي عيسی خېل، ميرويس اشرف، او شبير نوري نن نه لوبېږي. |
د پوره لوبې سکور کارډ:
Venue | : | Kuwait |
Dates | : | 31st March - 9th April 2010 |
Scorecard
AFGHANISTAN v BHUTAN at Hubara |
Bhutan won the toss and elected to field
AFGHANISTAN | R | B | 4s | 6s | ||
Karim Sadiq | c T. Tashi b D. Gurung | 130 | 92 | 22 | 0 | |
Noor Ali Noori | lbw P. Wangdi | 108 | 88 | 12 | 0 | |
Muhammad Asghar | c L. Kami b S. Tobgay | 151 | 83 | 8 | 9 | |
Nowroz Mangal | c T. Tashi b P. Wangdi | 40 | 22 | 6 | 0 | |
Muhammad Shahzad | lbw T. Wangchuk | 14 | 9 | 1 | 1 | |
Raees Ahmadzai | not out | 14 | 10 | 1 | 0 | |
Samiullah Shinwari | DNB | |||||
Hamid Hassan | DNB | |||||
Shahpoor Zadran | DNB | |||||
Dawlat Ahmadzai | DNB | |||||
Nasratullah Nasrat | DNB | |||||
Extras: nb 4, w 9, lb 1 | 14 | |||||
Total | 471 for 5 off 50 overs |
Fall of wickets:
1-218 (25.1 overs), 2-288 (35.6 overs), 3-371 (43.1 overs), 4-395 (44.6 overs), 5-471 (49.6 overs)
BHUTAN | O | M | R | W |
Lakshmi Kami | 6 | 0 | 65 | 0 |
Tandin Wangchuk | 7 | 0 | 66 | 1 |
Dampo Dorji | 8 | 0 | 82 | 0 |
Phuntsho Wangdi | 9 | 0 | 78 | 2 |
Damber Gurung | 10 | 0 | 83 | 1 |
Sonam Tobgay | 10 | 0 | 96 | 1 |
BHUTAN | R | B | 4s | 6s | ||
Kumar Subba | b K. Sadiq | 41 | 103 | 3 | 0 | |
Dorji Loday | b S. Zadran | 3 | 5 | 0 | 0 | |
Tshering Dorji | lbw N. Nasrat | 8 | 44 | 0 | 0 | |
Tshering Tashi | c N. Mangal b S. Shinwari | 5 | 13 | 1 | 0 | |
Sonam Tobgay | b H. Hassan | 0 | 11 | 0 | 0 | |
Damber Gurung | lbw H. Hassan | 2 | 7 | 0 | 0 | |
Kencho Norbu | b H. Hassan | 1 | 5 | 0 | 0 | |
Dampo Dorji | not out | 1 | 9 | 0 | 0 | |
Tandin Wangchuk | b H. Hassan | 0 | 3 | 0 | 0 | |
Phuntsho Wangdi | b H. Hassan | 0 | 1 | 0 | 0 | |
Lakshmi Kami | lbw H. Hassan | 0 | 1 | 0 | 0 | |
Extras: nb 5, w 9, lb 3 | 17 | |||||
Total | 78 all out off 32.5 overs |
Fall of wickets:
1-15 (3.4 overs), 2-47 (16.6 overs), 3-61 (21.5 overs), 4-61 (24.5 overs), 5-67 (26.3 overs), 6-72 (28.6 overs), 7-75 (31.4 overs), 8-78 (32.3 overs), 9-78 (32.4 overs), 10-78 (32.5 overs)
AFGHANISTAN | O | M | R | W |
Dawlat Ahmadzai | 5 | 1 | 16 | 0 |
Shahpoor Zadran | 5 | 0 | 11 | 1 |
Nasratullah Nasrat | 4 | 0 | 10 | 1 |
Samiullah Shinwari | 7 | 3 | 17 | 1 |
Hamid Hassan | 7.5 | 2 | 18 | 6 |
Karim Sadiq | 4 | 3 | 3 | 1 |
AFGHANISTAN WON BY 393 RUNS
Man of the Match: Muhammad Asghar (Afghanistan)
Umpires: John Saloman(Kuwait), R. Srinivasan (Oman)
Match Referee: K. Muralidharan (Kuwait)
Scorers: Shahnawaz Somro (Pakistan), Naveed Mehboob (Pakistan)
Groundsman: Wazir Nabi (Pakistan)
د بوتان د بيټنګ حال:
- د بوتان ټول لوبغاړي وسوځېدل. او افغانستان د دې سيالۍ لومړۍ لوبه په ډېره اسانۍ وګټله.
- د هانګ کانګ او نيپال په لوبه کې - چې په A ګروپ کې ترسره کېږي - نيپال هانګ کانګ ته درنه ماته ورکړه. نيپال په ۱۱۸ منډو وګټله. په A ګروپ کې افغانستان او امارات او په B ګروپ کې نيپال او هانګ کانګ پياوړې لوبډلې بلل کېږي.
- په تېرو دوه ويکټو کې یوه بله هم حميد حسن واخيسته. حميد تر اوسه درې ويکټې اخيستي دي.
- سهار د ګوتو په شمار افغانان د لوبې سيل ته راغلي وو. په کوېت کې حاجي راز محمد منګل وايي چې دا مهال د لوبې سيل ته ۵۰ افغانان ناست دي خو وايي چې د جمعې په ورځ لوبه کې به ډېر خلک وي.
- حميد حسن څلورمه ويکټه وويشتله. بوتان په تېرو درې اورونو کې یوه منډه اخيستي ده.
- یو بل خبر دا دی چې د افغانستان کرکټ بورډ د لومړي ځل لپاره خپله ويبپاڼه په ليکه کړې ده. دا ښه ګام دی او خدای ج دې توفيق ورکړي چې ښه یې کړي او د کرکټ د مينه والو مينه پرې ماته کړي. دا مهال لا ويبپاڼه په ډېر ابتدايي او د ازموينې په حالت کې ده. دا څو ورځې وشوې چې هيڅ کار پرې نه دی شوی.
د ويبپاڼې ادرس دا دی: www.afghancricket.af
د ټول افغان تخنيکي ملګرو افغان کرکټ بورډ ته وړانديز کړی و چې ټول افغان تيار دی د کرکټ بورډ لپاره ويبپاڼه جوړه کړي. خو اوس ښه کار وشو چې په خپلو هڅو یې جوړه کړه.
- په کوېت کې افغانان ورو په ورو خبرېږي چې افغان ملي لوبډله کوېت ته ورغلې ده او ورو په ورو لوبغالي شاوخوا افغانان ډېرېږي. او د افغانستان زنده باد، نوروز منګل زنده باد نعرې زياتېږي.
- دريمه ويکټه د حميد حسن په توپ نوروز منګل کيج ونيو.
- د بوتان دويمه ويکټه هم وغورځېده.
- بوتان د ۴م او ۸م اور تر منځ په څلورو اورونو کې ۵ منډې واخيستې.
- د بوتان لومړۍ ويکټه شاهپور ځدراڼ وغورزوله.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د افغانستان د بيټنګ حال:
- د ننۍ لوبې منډې جوړونکي:
اصغر ستانکزی ۱۵۱ (تر پايه ولاړ)
کريم صادق ۱۳۰
نور علي ۱۰۸
نوروز منګل ۴۰
شهزاد ۱۴
ریس احمدزی ۱۳ (تر پايه ولاړ)
اضافه منډې ۱۵
- د افغانستان بيټنګ پای ته ورسېد او د ۴۷۱ منډو په کولو یې بوتان ته د ۴۷۲ منډو هدف وټاکه. په ننۍ لوبه کې کريم صادق، نور علي او اصغر ستانکزي سليزې ووهلې.
- ۴۹م اور روان دی او د افغانستان منډې ۴۳۳ ته ورسېدې.
- ۴۷م اور روان دی او د اصغر ستانکزي سره ريس احمدزی بيټنګ کوي.
- نوروز وسوځېد او ورپسې شهزاد له یوې شپږيزې او يوې څلوريزې وروسته وسوځېد.
- نوروز خپلې منډې ۴۳ ته ورسولې.
- اصغر ستانکزي نيمه سليزه (فيفټي) پوره کړه.
- نوروز منګل بيټنګ ته راووت.
- نور علي ځدراڼ سليزه ووهله او په ۱۰۸ منډو وسوځېد.
- د اوبو وقفه شوه.
- د محمد نبي پر ځای نن نصرت الله نصرت لوبه کوي.
- کريم صادق له ۱۳۰ منډو جوړولو وروسته وسوځېد.
- کريم صادق وسوځېد او اصغر ستانکزی بيټنک ته راووت.
- ۲۴م اور کريم ۱۱۲ او نور علي ۷۶ منډې وکړې. کريم سليزه پوره کړه.
-۱۶م اور کريم ۷۵ نور علي ۴۶ منډې کړي دي.
- د کابل په وخت ۱۱:۴۵ بجې: کريم په ۱۴م اور کې درې څلوريزې ووهلې او نيمه سليزه یې پوره کړه.
- په ډېر کم شمېر افغانان د ننۍ لوبې سيل ته راغلي دي. ډېر کم افغانان په کوېت کې خبر دي چې افغان لوبډله کوېت ته وررسېدلې ده. د افغانستان د سفارت مقاماتو ټول افغان ته وويل چې دوی د لوبډلې له ورتګ څخه خبر نه دي. د افغانستان کرکټ بورډ دا مسوليت لري چې یو هېواد ته له تګ څخه مخکې هلته د افغانستان سفارت خبر کړي. خو د کرکټ بورډ دومره بې نظمه دی چې تر دې ډېر نور مهم کارونه هم ترې پاتې دي.
- د کابل په وخت ۱۱:۱۵ بجې: کريم تر اوسه ۴۶ او نور علي ۲۵ منډې کړي دي.
- کريم او نورعلي ولاړ دي.
- د لوبډلې د مدير بشير ستانکزي سره مو لږ مخکې مرکه وکړه. نوموړی وايي چې د افغانستان یواځې محمد نبي عيسی خېل ته ويزه نه ده ورکړل شوې او له لوبډلې په کابل کې پاتې دی. پاتې نور ټول لوبغاړي کوېت ته رسېدلي دي. ستانکزی زياتوي چې په کوېت کې د کورنيو چارو وزارت نوې لايحه جوړه کړې ده چې له مخې یې افغانانو او پاکستانيانو ته ويزې ورکول سخت کړي دي. بله دا چې په کوېت کې اوس د بهرني لومړی نوم په سيستم کې ګوري او که په هغه نامه چا جرم کړی وي نو بيا ډېره زياته پلټنه کوي چې دا پروسه وخت نيسي.
کوېت ته محمد نبي تلل ځکه ډېر مهم دي چې د نړيوال جام لپاره لوبډله د لندن له لارې ويسټ انډيز ته سفر کوي او بايد د برتانيا ويزې واخلي. افغان کرکټ بورډ په اسلام اباد کې د برتانيا د ويزو د اخيستو کوښښ وکړ خو د وخت د کم والي له وجې یې پرېکړه وکړه چې په کوېت کې د برتانيا ويزو ته عريضه وکړي. که محمد نبي په وخت کوېت ته ونه رسېږي، د دې ويره شته چې د برتانيا ويزه هم وانه خيستلی شي او له نړيوال جام څخه پاتې شي.
ستانکزی وايي چې پرون ماښام کوېت ته ورسېدل نو د آسيايي شورا د کرکټ یو چارواکي بنډولا ورڅخه وغوښتل چې د بحرين سره لوبه وروسته کړي او د نورو لوبو ترمنځ یې وکړي ځکه چې د بحرين اته لوبغاړي کوېت ته رسېدلي دي او پاتې لوبغاړي يې د ويزې د ستونزې له کبله پاتې شوي دي. خو دا ګرمي ده نو افغان کرکټ بورډ ونه غوښتل چې د ارام په ورځ لوبه وکړي نو ځکه يې غوښتنه وکړه چې نن ورته د بوتان سره لوبه ورکړي.
- په ۶ اورونو کې افغانستان ۵۲ منډې کړي دي.
- په پنځه اورونو کې ۴۵ منډې وشوې. د افغانستان کريم صادق او نور علي ولاړ دي.
- د ويزيو د مشکل په وجه د سيالۍ په مهال ويش کې بدلون راوستل شوی دی. مخکې په مهال ويش کې داسې پتيل شوې وه چې نن به افغانستان د بحرين سره لوبه کوي. خو دا چې د بحرين لوبغاړي لا کوېت ته نه دي رسېدلي نو ځکه د بوتان او افغانستان لوبه رامخکې کړای شوه.
کوېت د سهار ۱۰ بجې: افغانستان په درې اورونو کې ۲۴ منډې کړي دي.
کوېت د سهار ۹ بجې: پچه بوتان وګټله او افغانستان یې بيټنګ کولو ته وبللو.
نن افغانستان په کوېت کې د آسيايي شورا د ايليټ جام په ترڅ کې لومړۍ لوبه د بوتان سره کوي.
په ننۍ لوبه کې آل راونډر محمد نبي عيسی خېل نشته. نوموړی د ويزې د نه لرلو له کبله لا تر اوسه په کابل کې دی. د يو شمېر نورو لوبډلو لوبغاړي هم د ويزې د نه لرلو له کبله پاتې شوي دي چې د نيپال مرستيال کپتان ګينندرا مالا او د هانګ کانګ نجيب عامر په کې شامل دي.
جالبه دا ده چې د دې سياليو د دريو پياوړو لوبډلو پياوړي لوبغاړو ويزې لاسته نه دي راوړي او له سيالۍ پاتې دي.
د آسيايي شورا ويبپاڼه د نيپال او هانګ کانګ د لوبو حال په ژوندۍ بڼه په دې پته خپروي:
له بدلون څخه وروسته د لوبو مهال ويش اوس په لاندې ډول دی:
March 31 | Kuwait v Singapore at KEC Afghanistan v Bhutan at Hubara Hong Kong v Nepal at Unity |
April 1 | Bahrain v Malaysia at KEC Oman v Singapore at Hubara Bhutan v UAE at Unity |
April 2 | Afghanistan v UAE at KEC Hong Kong v Kuwait at Hubara Nepal v Oman at Unity |
April 3 | Nepal v Singapore at KEC Afghanistan v Malaysia at Hubara Bahrain v Bhutan at Unity |
April 4 | Bhutan v Malaysia at KEC Bahrain v UAE at Hubara Kuwait v Oman at Unity Hong Kong v Singapore at Sulaibiya |
April 6 | Hong Kong v Oman at KEC Nepal v Kuwait at Hubara Malaysia v UAE at Unity Afghanistan v Bahrain at Sulaibiya |
April 7 | 7th/8th Place Playoff (A4 v B4) at KEC SF1 (A1 v B2) at Hubara TBC SF2 (A2 v B1) at Unity TBC |
April 8 | 9th/10th Place Playoff (A5 v B5) at KEC 5th/6th Place Playoff (A3 v B3) at Unity |
April 9 | FINAL at Hubara 3rd/4th Place Playoff (Losers SF1 v SF2) at Unity |