د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

امارات مېشتو افغانانو د کرکټ ملي لوبډلې سره په ځانګړې نمانځغونډه کې خدای په اماني وکړه

الهام الحق یاسیني 24.02.2010 17:55

نن په متحده عربي اماراتو کې د کرکټ ملي لوبډلي ته د خدای په امانۍ او نمانځنې په موخه امارات مېشتو افغانانو غونډه وکړه.

غونډه د نسیم الصحراء  د شركت د مشر حاجي محمد نسيم له خوا ترتيب شوې وه چې یو شمېر نورو افغان سوداګرو هم په کې لوبډلې ته ډالۍ ورکړې. په غونډه کې چې په سلګونو افغانانو برخه اخيستي وه لوبډله په اتڼونو ونمانځل شوه.

غونډې ته د هېواد نامتو عالم مولانا ‍‍‍‍‍‍ذاكرالله ذاکري د اسلام له نظره د ورزش اهمیت وروپیژاند. مولانا ذاکري وويل چې د حضرت محمد (ص) په وخت کې بدني روزنې ته ډیر پام کیده او اصحابو کرامو به د غشو ویشتل او د اس ځغاسته کوله. نوموړي هغه احاديث حاضرينو ته بيان کړل چې په کې د پيغمبر (ص) او بي بي عايشې تر منځ د منډې وهلو د سياليو يادونه شوې وه.

مولانا ذاکري د کرکټ لوبغاړي وهڅول چې خپلو هڅو ته دوام ورکړي او ویې ويل چې کرکټ هغه افغانستان ته چې په هڅو یې د هندوستان نيمه وچه په اسلام مشرف شوې ده تاريخي او نه هېرودونکي برياوې راوړي دي. ذاکري وويل چې دا بریاوې سلطان محمود غزنوي، ميرويس نيکه، او احمدشاه بابا د هڅو او سرخندنو امتداد دی او دوام ورکول یې لازمي دي.ذاکري له لوبغاړو وغوښتل چې لوبو سره د مينې لپاره نور هېوادوال وهڅوي ځکه چې پېغمبر (ص) ويلي دي چې ((پياوړی مسلمان له کمزوري مسلمان څخه بهتره او الله (چ) ته نږدې دی.))

غونډې ته د نسیم الصحرا توريستي شرکت مشر حاجي نسیم همدرد ساپي هرکلی ووایه او ميلمنو یې مننه وکړه چې په مينه یې د نوموړي بلنه ومنله او د ملي لوبډلې د بري نمانځنې ته حاضرشول. همدرد ټولو حاضرينو او افغان ملت ته د شل اورونو نړيوال جام ته د بري مبارکي وويله او ویې ويل چې دا به د نوموړي اخري هڅه نه وي چې دا لوبډله ونازوي، بلکه ((دا د دې هڅو پيل دی او نور سوداګر او هېوادوال هم ملي لوبډله تشويق کړي)).

د شمشاد تلویزیون مؤسس حاجي فضل کریم فضل د افغانانو ناخوالو او په سختو شرايطو کې د لوبغاړو ژوند، هڅو او برياو تته اشاره وکړه او ویي ویل چې د کرکټ ملي لوبډلې د افغانستان نوم سر په داسې حال کې لوړ کړ چې مشران او سياستوال په کې پاتې راغلي دي. ښاغلي فضل د سويلي اسیا اتلولي ياده کړه او په وياړ یې وويل چې افغانانو پکې ۳۲ مډالونه ګټلي دي.

په اماراتو کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت کلتوري مستشار فضل من الله ممتاز د کرکټ ملي لوبډله د سولې سفیران وبلل. ممتاز د ملي سوداګرو د دغسې کلتوري غونډو رواجېدل وستايل او له افغانانو څخه يي وغوښتل چې د کرکټ ملي لوبډلي ټول لوبغاړي ونازوي. ممتاز په خبرو کې هغه افغان لوبغاړی (جواد جعفر) ته اشاره وکړه چې څو ورځې وړاندې یې د افغانستان خلاف د کاناډا په لوبډله کې لوبه کوله او د نوموړي ۲۵ منډې د دې لامل شوې چې افغانستان لوبه وبايلي. نوموړي وويل چې که چېرته افغانان خپل لوبغاړي ونمانځي، قدر یې وکړي او په هېواد کې ورته د لوبو کولو شرايط برابر کړي نو د جواد په برخليک به نه اخته کېږي. نوموړي وويل چې جواد د هېواد سختو شرايطو او د ورزش د اسانتياوې نه شتون مجبور کړی دی چې کاناډا ته مهاجر شي او نن داسې حالت ته راغی چې د خپل هېواد خلاف یې لوبه وکړه او ماته یې ورکړه. ممتاز له سوداګرو او چارواکو وغوښتل چې د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړي ونازوي تر څو په ورته برخليک اخته نه شي او خدای مه کړه یوه ورځ د خپل هېواد خلاف لوبه ونه کړي. ممتاز هغه افغاني رسنۍ او په ځانګړي ډول تلويزيونونه وستايل چې د کرکټ د ملي لوبډلې احوال یې هېوادوالو ته رساوه او زياته یې کړه چې په داسې حال کې چې یو شمېر تلويزيونونه او رسنۍ د فساد په خپرولو مصروفې وې، د ننګرهار ملي راديو تلويزيون، شمشاد تلويزيون، سلام وطندار او یو شمېر نورې راديو ګانو هېوادوالو ته افغاني وياړونه وړاندې کول او د افغانستان د ورزش د تاريخ زرينې پاڼې یې ثبتولې.

غونډې ته په اماراتو کې د افغانانو مشر حاجي محمد طیب او په دې هېواد کې د افغاني سوداګرو د ټولنې مشر عبیدالله صدرخیل هم ويناوې وکړې. صدرخېل د کرکټ ملي ډلې سره په خپله ژمنه تاکید وکړ او ويي ویل((  په کابل کې به ورته  د مارچ د میاشتې په دریمه یا څلورمه پرتمینه غونډه نیسم، او څه چې ما ورسره وعده کړې هغه به ورته په کابل کې سپارم او دوی ته زه ژمن یم چې همیشه به يي تر شا ودریږم)). د کرکټ د بورډ سرچينو ټول افغان ته ويلي دي چې صدرخېل ژمنه کړې وه چې افغان لوبډلې سره به یو لک ډالر مرسته کوي. د صدرخېل سکرتر مخکې د ټول افغان خبريال ته ويلي و چې د افغاني سوداګرو ټولنه هوډ لري چې هر لوبغاړي ته درې زره ډالر، یوه کامره او یو موبايل ټيلي فون په انعام کې ورکړي. په دې موخه دې ټولنې د یوې نمانځغونډې تابيا هم کړې وه چې په اخري ورځ دا پروګرام بدل شو او ټولنې په کابل کې د دې غونډې د کولو ژمنه وکړه. صدرخېل وويل چې د مرستو په اړه یې افغان سوداګرو سره اړيکي نيولي دي.

د کرکټ د بورډ مرستیال مشر او د جمهور ریس سلاکار وزیر شهزاده مسعود د ټول ملت او په ځانګړې ډول امارات مېشتو افغانانو څخه مننه وکړه چې تل يي د دوی ملا تړلې ده، او د ټولو ولایتونو والیانو څخه يي وغوښتل چې د ګل اغا شیرزی په څېر په هر ولایت کې د ملي لوبغاړو لپاره د هرکلي غونډې جوړي کړي چې تر اوسه یي نه دي کړي.شهزاده مسعود د نړیوال شل اوریز جام ته د وتلو په سیالیو کې د امریکا،سکاټلینډ او ایریلینډ څخه ګټل یو معجزه وګڼله. مسعود وايي چې کله مې د امریکا د کرکټ لوبډله ولیده ډار مې ترې وشو ځکه ډیرغټ غټ او د ویسټ انډیز لوبغاړي یې راوستي وو. مسعود وويل چې د دومره سترې تکنالوژﺉ سره سره مو له امریکا څخه وګټله.

د کرکټ د بورډ له خوا هغه امارات مېشتو افغانانو ته چې په دې هېواد کې د کرکټ د ملي لوبډلې خدمت کړی و ستاينليکونه هم ورکړل شول. په دې لړ کې د افغاني رسنيو ونډه وستايل شوه او له ټول افغان برسېره د ننګرهار ملي راديو تلويزيون، سلام وطندار راديو، او شمشاد تلويزيون ته ستاينليکونه ورکړل شول.

د غونډې پای ته د افغان هنرمند عبدالله مقري ترانو یوه ځانګړې ښکلا وبښله چې د کرکټ د ملي لوبډلې برسېره ورته نورو افغانانو اتڼونه وکړل.

د يادونې ده چې له دې مخکې هم امارات مېشتو افغانانو د العين په ښار کې د ملي لوبډلې نمانځنه کړې وه.

له بله پلوه په دوبۍ کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت کونسل راشد الدين محمدي د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ته لس زره امريکايي ډالر جايزه ورکړه. نوموړې د دې جايزې اعلان تېره اونې هغه مهال کړې وه چې افغان ملي لوبډلې نړيوال جام ته لاره وموندله. د افغانستان د کرکټ بورډ د محمدي د دې جايزې ستاينه وکړه او له دوبۍ مېشتو افغانانو څخه یې مننه وکړه چې د لوبډلې پالنه یې وکړه.

د غونډې انځوريز رپوټ:

غونډه د نسيم الصحرا شرکت له خوا ترتيب شوې او چارې یې افغان مشر او روښانفکر الله نور سيلاب پر مخ بيولې. سيلاب ته د نوموړي د هڅو او کرکټ د خدمت له کبله د کرکټ بورډ له خوا ستاينليک هم ورکړل شو.

مولوي ذاکرالله ذاکري غونډې ته داسې خبرې وکړې چې نبوي لارښونو او کيسو ته یې ډېرو حاضرينو اوښکې وبهولې.
                                                   غونډې ته امارات مېشتو افغان مشرانو، د رسنيو او کرکټ استازو خبرې وکړې.
غونډې ته په سلګونو افغانان بلل شوي وو. چې ټولو په ډېره جذبه ملي لوبډله ونمانځله او خدای په اماني یې ورسره وکړه.

غونډه هغه وخت نوره هم خوندوره شوه چې روزونکي کبيرخان، ايمل شينواري، تاج ملوک، بشير ستانکزي، کپتان نوروز منګل، ډاکتر نورالله او سيدشاه امينزي د غونډې حاضرينو ته د لوبډلې په راتلونکي پلانونو، فټنس، او نورو تخنيکي مسايلو د مرکې په شکل کې خبرې وکړې.

بيا ملي لوبډلې ته ډالې ورکړل شوې. کبيرخان خپله ډالۍ د شمشاد تلويزيون موسس فضل کريم فضل څخه اخلي.

تاج ملوک او لوبغاړي له دوبۍ خوښ ولاړل.

نورو لوبغاړو ته ډالۍ د حاجي نسيم په شمول نورو سوداګرو او مشرانو ورکړې.

د نسيم الصحرا شرکت لوبډلې ته مبارکې یو کپ هم تيار کړی و چې کپتان نوروز منګل د لوبډلې په استازيتوب واخيست.

د کرکټ بورډ د کرکټ خدمتګارانو ته ستاينليکونه ورکړل.

بيا عبدالله مقري ملي ترانو او ...

... د لوبغاړو په شمول افغانانو اتڼونو ته کش ورکړ.

د هوټل کارکونکو هم د افغان اتلانو سره انځورونه اخيستل.

نن په یوه جلا کتنه کې په دوبۍ کې افغان کونسل راشدالدين محمدي افغان لوبډلې ته ۳۷ زره درهمه جايزه ورکړه.