د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د مصر پاڅون، يوولسمه ورځ: د مبارک د کوچ ورځ

الهام الحق یاسیني 04.02.2011 14:58

افغان ژورناليست الهام الحق ياسيني د مصر له پلازمينې قاهرې څخه د مصر د خلکو د پاڅون په اړه د سترګو ليدلی حال د ټول افغان لوستونکو ته وړاندې کوي.

People demonstrate in Tahrir Square, Cairo, Egypt, ...

نن د مصر د پلازمېنې په زړه قاهره کې د یو ملیون څخه زیات لاریون کوونکي د جمهور رئیس حسنې مبارک د نظام په خلاف راټول شوې و او د حسني مبارک د شړلو شعارونه او وطني تراني یې په لوډسپیکرونو کې اورولې.

د ازادۍ په میدان کې نن کابو له دوه مليونونو ډېرو مسلمانانو د جمعې منځ وکړ او زرګونو مسیحیانو هم خپل لمونځونه ادا کړل او په ګډه یې دعا وکړه چې د مصر ولس د حسنې مبارک څخه خلاص کړي، د جمعې په خطبه کې امام د مصر د خلکو غوښتنې چارواکو ته وړاندې کړې، لومړۍ غوښته یې د جمهور ریس حسنې مبارک له دندې لرې کول، ټول د مصر ملت ته ازادي ورکول، د عدالت غوښتنه او د بې ګناه خلکو د زندانونو څخه خلاصول و.

همدارنګه د جمعې په خطبه کې د اساسي قانون  بیړني قانونه (چې له مخې یې مدنی قوانين نه پلي کېږي او د خلکو په ربړولو کې د منيتي چارواکو لاس خلاص پرېږيدي) د مصر په تاریخ کې توری ټکی وبال شول او دې  لاریونونو ته یې رسما د ځوانانو د انقلاب( ثورة الشباب) نوم ورکړ.

د مصر زیاتو مخورو، پوهانو او علما هم  نن د ازادۍ میدان ته راغلي و او د لاریونکونکو سره یې په لاریون کې برخه واخستله، د مخورو او مشرانو د ډلې څخه نن عربي هیوادونو د ټولنې مشر عمر موسی و چې خپل اند یې څو ورځې مخکې د دې لاریونونو په اړه څرګند کړی و چې باید جمهور رئیس حسنې مبارک د مصر ولس ته قانعې کوونکې ځوابونه ووايي او څه چې غواړي همغسې وکړي، همدارنګه ښاغلي عمر موسی د خبریالانو پوښتنو په ځواب کې دا هم وویل چې زه په هر ډګر کې د مصر د ولس خدمت ته تیار یم او هر وخت چې څه امر کوي زه ورته تیار یم.

همدارنګه په دې لاریونونو کې د مصر زیاتو سیاسي ګوندونو مشرانو هم برخه اخستي او د ملینونو لاریونکونکو سره د جمهور رئیس حسنې مبارک د لرې کولو غوښتنه کوله او د ځوانانو انقلاب  یې د مصر په تاریخ کې نیک ګام وباله.

نن د ازادۍ په میدان کې د لاریون تنظیم کوونکو ځوانانو هم خپل اندونه رسنیو سره خبرې وکړې چې مهم ټکي په لاندې ډول دي:

د مصر ځوانان وايي چې په هیڅ شکل وروسته نشو تلای موږ کفونونه د ازادۍ میدان ته له ځان سره راوړي خپلو بچو، لمسو او راتلونکي نسلونه ته تاریخ جوړو او همدارنګه ټینګار کوي چې زموږ پاڅون به زموږ راتلونکي چارواکو ته د تاریخ لوی درس وي، هر څوک چې چارواکی کیږي په یاد به ساتي چې په ملت کې څوک شته موږ څاري، څوک شته چې چې د باطل مخه نیولی شي او په یاد به ساتي چې د مصر ځوانان هر وخت د خپل ولس لپاره قرباني ورکولای شي.

نن د مصر په ټولو ولایتونو کې د حسنې مبارک په خلاف لاریونونو کې په ملینونو مصریان راوتلي و او په ټولو ښارونو کې د نن ورځې لاریونونه د حسنې مبارک د شړلو لاریونونو په نوم پېل کړي و، لاریونکونوکو دا هم ویل چې تر هغه به لاریونونه دوام لري تر څو حسني مبارک له خپلې دندې استعفا وکړي.

نن غټ لاریونونه د پلازمېنې په زړه ازادۍ میدان کې و چې تر دوه میلیونو  لاریونکونکي پکې ګډون کړی وی، همدارنګه د الاسکندري په ښار کې غټ لاریون د جمهور رئيس حسنې مبارک د لرې کولو په خلاف وشو چې د ۵ لکو او یو ملیون  لاریونکونکو پکې برخه اخستې و، سویس، طنطا، زقازیق، دمنهور، اسماعیلیه او نورو ولایتونو کې په ملینونو مصریانو لاریونونو ته راوتلي و چې په هر ولایت کې د یو لک څخه تر پنځه لکو پورې لاریونکونکو برخه اخستې و.

داسې راپورنه هم شته چې ځینې لارې د جمهور رئيس حسنې مبارک د زرو څخه تر درې زرو پورې لارو ته راوتلي او د ازداۍ میدان ځینې لارې یې تړلي او نه پریږدي چې مبارک ضد لاریونکونکي د تحریر میدان ته پریږدي.

 لا تر اوسه پوره معلومات نشته چې جمهور رئیس حسنې مبارک به څه پرېکړه کوي خو لاریونکونکي وايي تر هغه به لاریونونو ته دوام ورکوي تر څو جمهور رئیس حسنې مبارک له خپلې دندې لاس په سر شي.