د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

حامد کرزي د هیواد مشرۍ لوړه وکړه

الهام الحق یاسیني 19.11.2009 08:55

هېوادمشر حامد کرزي او مرستیالانو يي  نن سهار لوړه وکړه.

د سوګند سره سم چې د سترې محکمې مشر عبدالسلام عظيمي هېوادمشر حامد کرزي ته په دري ولوست حامد کرزي لوړه وکړه چې چې د ملت خدمت به کوي او خپلې دندې به سمې پر مخ بیايي.

هېوادمشر ورپسې خپلو دوه مرستيالانو هر يو محمد قسيم فهيم او کريم خليلي ته سوګندونه په پښتو ورکړل.

د حامد کرزي دا دويم ځل دی چې هېوادمشر ټاکل کېږي. نوموړی په دويمه دوره کې د یو شمېر ننګونو او فشارونو سره مخ دی. نړيواله ټولنه ترې د فساد ورکول او افغان ولس ترې د سر او مال ساتنه او ارامي غواړي. د دولت د وسلوالو سره د سولې په موخه خبرې یوه بله ننګونه ده چې له دې پرته د نوموړي راتلونکي پنځه کاله واکمني نارامه ښکاري.

سره د دې چې هېوادمشر کرزي د فساد د ورکولو ژمنه وکړه خو په نوموړي نيوکه کېږي چې له پيله یې په فساد کې ککړ کسان له ځانه سره یو ځای کړي دي چې د نوموړي دوه مرستيالان د مفسدو چارواکو په سر کې راځي.

د يادونې ده چې په لوړه کې د د ټاکنو په مهال د کرزي یو شمېر سيالان وو خو یو شمېر مخالفين یې چې په دولت کې چارواکي هم دي نه تر سترګو کېدل.

د لوړې په مراسمو کې ډاکتر اشرف غني احمدزی او ميرويس ياسيني چې په تېرو ټاکنو کې نوماندان و ناست او کرزي ته یې مبارکي وويله، خو د کرزي مخکښ سيال عبدالله عبدالله بيا په مراسمو کې برخه نه وه اخيستي. پر نوموړي برسېره د جمعيت اسلامي مشر برهان الدين رباني، د ولسي جرګې مشر محمد یونس قانوني، د ملي دفاع وزارت لوی درستيز بسم الله خان، د ملي امنيت ريس امرالله صالح او د نظار د شورا سره یو شمېر نور تړلي کسان نه وو.

مخکینی راپور:

څو شیبې وروسته حامد کرزی د افغانستان د دویم ځل هیواد مشرۍ لپاره لوړه کوي د ۴۵ هیوادونه د بهرنیو چارو وزیران په مراسمو کې د ګډون لپاره کابل ته رسیدلي دي.

د لوړې مراسم پېل شوي د پاکستان د هیواد مشر اصف علي زرداري، د فرانسې، روسیي، انګلستان او امریکا د بهرنیو چاورو وزیران کابل ته رسیدلي چې د څوګند مراسم ترسره کړي.

د نړیوالو لخوا د حامد کرزي تیره کابینه د ترینګلو تورونو لاندې ده چې غټ تور يي اداري فساد دی.

تر اوسه پورې لا معلومه نه ده چې د حامد کرزي نوې کابینه به  په ټولو ادارو کې د سرطان په شان د خپور شوي فساد علاج  څنګه کوي  خو د پخوا په شان ورته د فساد ضد د مبارزي ادره جوړه شوي ده.

نن ورځ په کابل کې رخصتي اعلان شوي او امنیتي تدابیر د چارواکو په وینا ټینګ  نیول شوي دي.