د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ماشوم د جګړې مجرم نه شي کیدای

الهام الحق یاسیني 17.07.2008 14:00

نړۍ هر وخت د ماشومانو یا کوچنیانو د حقوقو د دفاع جنډې پورته نیولي دي. دا ښه خبره ده. ماشوم ځانګړې پاملرنې ته اړتیا لري. په ځانګړې توګه په هغه هېوادونو کې چېرته چې د جګړې د ډهل غږ سهار، غرمه او ماښام نه ودرېږي. خو همدا نړۍ بیا خپل ارونه د پښو لاندې کوي. ښه نمونه یې یو کاناډاې مسلمان عمر خضر دی چې امریکا د  کوبا د ګوانتانامو د ټاپو په زندان کې د ۲۰۰۲ م کال راهیسي د زندان د تمبو شاته اچولی دی.

په دې اونۍ کې د عمر وکیلانو یو ویدیوي کیسټ خپور کړی دی چې د عمر سره د کاناډایي څېړونکو زورونکی چلند روښانه کوي. د څېړنې په دوران کې عمر کاناډایي څېړونکي ته وایي چې د بند په مهال یې یوه سترګه، لاس او پښه له لاسه ورکړي دي خو کاناډایي څېړونکی ورته هېڅ پام نه کوي بلکه په ځواب کې ورته وايي چې پښه اوس هم درپوري زوړنده ده او سترګه او لاس دې هم روغ دي.

دا انځورونه کم تر کمه دا روښانه کوي چې د دې کوچني حقوق تر پښو لاندې شوي دي. او د حقوقو د دعوه ګېرو له خوا زورول شوی دی.

 عمر د پنځلس کلن ؤ چه امریکایي ځواکونو د افغانستان د خوست په ولایت کې پدې تور نیولی ؤ چه یو امریکایې پوځې یې وژلي او نورو ته ته یې په سړکونو ماینونه ښښ کړېدي.

د امریکا پوځي محکمه د عمر په ضد تورونو ته په خپلو اسنادو کې  داسي ګورې:  ( د افغانستان د خوست په ولایت کې تورن عمر بم وغورځاوه چې امریکایې سرتېری کرستوفر اسپیر یې وواژه او په هغه لارو کې یې د ماینونه په اېښودلو کې ګډون کړی په کومو چې  امریکایي ځواکونه تېریدل). په یو بل سند کې وایې چې: ( زموږ  د الوتکو د هوایې بمبارۍ څخه وروسته زمونږ پوځ د القاعده په مرکز ورننوت او د توپنچي د ډزو او د بم د برید سره مخ شول چه په نتیجه کې یې اسپیر مړ شو).

د بلې خوا د رویتر خبرې اژانس د امریکا د پوځ د یو مسئول له خولې وايي چې  ( د پیښي په ځاي کې دوه تنه ټپیان شول او اوس هم په داخل کې ژوند کوي، او پدې وخت کې عمر په ځمکه ناست ؤ).

په ۲۰۰۸-۲-۴ ز نېټه د امریکا د سمندري ځواک ضابط ولیام کوپلر چې د عمر مدافع وکیل دی، د امریکا دپوځي محکمې د هیأت څخه وغوښتل چې او سمهال د شل کلن عمر څخه تورونه لرې کړي، ځکه چه په نړیوال قانون کې د هغه ماشومانو چې د جګړې په میدان کې نیول شوي وي او د وسلوالو سره پخپله خوښه نه وي  یوځاي شوی جواز  نلری. "عمر د القاعدې په تنظیم کې مسئول نه ؤ، د القاعدې قرباني دی،عمر د پنځلس کلنۍ څخه مخکې د القاعدي ځواکونو د ځان سره نیولي ؤ. په پنځلس کلنۍ کې ماشوم پوره تجربه نلري چې د چا سره یوځاي شي".

همدارنګه کوپلر وایې که چېرته پوځې قاضي کولونیل جیش پیتر د عمر څخه د تورونود لرې کولو  غوښتنه ونه منې نو په تاریخ کې به د لمړۍ ځل لپاره یو قاضي په جګړه کې یو نیول شوي ماشوم محاکمه کړي.

د عمر د وکیل خبرې سمې دي. خو دا به پرې زه ورزیاته کړم چې د بشریت په تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې متمدن هېوادونه او هغه هم هغه هېوداونه چې د نړۍ نور هېوادونه د بشر د حقوقو، د کوچنیانو د حقوقو، او څاروو د حقوقو په تور مجازاتوي، پخپله کوچنیان بندیانوي او د بند په مهال پرېږدي چې سترګه، لاس او پښه له لاسه ورکړي.

جالبه خو لا دا ده چې تېره اونې بي بي سي په هندوستان کې د کوچنیانو په حقوقو یو مستند راپور جوړ کړای ؤ چې د کوچنیانو د حقوقو څخه د سرغړونې په تور یې نړیوال شرکتونه رسوا کول. د راپور سکالو دا وه چې د جامو جوړولو ځنې نړیوال شرکتونه په هندوستان کې کوچنیان د جامو جوړولو په پروسه کې کاروي او په دې توګه د نړیوالو قوانینو سرغړونه کوي.  بي بي سي لا تر اوسه په عمر خضر مستند راپور نه دی جوړ کړی.

 
عمر خضر