د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د مصر پاڅونکونکي څه غواړي؟ او چارواکي څه وايي؟

الهام الحق یاسیني 04.02.2011 11:34

افغان ژورناليست الهام الحق ياسيني د مصر له پلازمينې قاهرې څخه د مصر د خلکو د پاڅون په اړه د سترګو ليدلی حال د ټول افغان لوستونکو ته وړاندې کوي.

Calls for peace as Cairo protestors urge Mubarak to go
په يوولسمه ورځ د مصر په بېلابېلو برخو کې د لسو ملينونو په شاوخوا کې مصريانو مظاهرې وکړې.

د مصر د پلازمېنې په زړه ازادۍ میدان(تحریر) او نورو لویو ښارونو کې د جمهور رئیس حسني مبارک نظام خلاف یولسمه ورځ ده چې لاریونونه دوام لري، د بلې خوا څخه په دې ورځو کې د جمهور رئیس حسنې مبارک ملاتړي هم سړکونو ته راوتلي او د حسنې مبارک ملاتړ کوي چې د دواړو اړخونو تر منځ نښتې پېښې شوي چې د په دوه شپو او یوه ورځ کې تر ۲۰۰۰ زیات ټپیان شوي او د ۱۶ تنه پکې وژل شوي دي.

د ځوانانو پاڅون د جمهور رئيس حسنې مبارک نظام تورنوي چې پولیس او د امنیت کارکوونکي یې په مدني جامو کې رالیږلي او زموږ سولیز لاریون یې په سرو وینو بدل کړی دی، لاریون کوونکي چې د ازادۍ په میدان کې له اوس هم په لسګونو زرو لیدل کیږي همدا یو شعار ورکوی چې جمهور رئیس دې فورا له خپلې دندې استعفا ورکړي او په نظام کې دې فاسدین ورسره هم محاکمه شي.

لاریون کوونکو په دې دوه ورځو کې د نظام ملاتړ کوونکې د سلو زیات نیولي او د زیاتو سره د دوی په وینا د پولیسو او استخباراتو کارډونه نیول شوي دي، لاریون کوونکي نوموړي کارډونه رسنیو ته هم ښوولي چې داسې پرې څوک ګومان ونکړي چې درواغ وايي.

د مصر حکومت وايي چې موږ د مخالفو ګوندو سره خبرې اترې پېل کړي خو د مصر په ګوټ ګوټ کې لاریون کوونکي وايي چې زموږ سره تر اوس چا اړیکې نه دې نیولې او نه د کوم ګوند پورې تړلي یو، دوی وايي چې موږ د مصر د ملت بچیان یو زموږ سره به دې کې شک نشته چې د مصر د ګوندونو استازي هم شته خو دا پاڅو د مصر ځوانانو کړی او د مصر ټول ولس په دې پاڅون کې برخه لري.

په مصر کې ۲۳ ګوندونه، د بدلون ټولنه او د اخوان المسلمین ډله شتون لري، تر اوسه پورې په دې ګوندونو کې د ګوتو په شمار ګوندونه په مصر کې مشهور دي خو د اخوان المسلمین ډله د مصر په ټولو سیمو کې د نورو څخه زیات محبوبیت لري، د جمهور رئیس حسنې مبارک ملاتړي د دې لاریونونو پړه پر اخوان المسلمین اچوي او هغوی په بار بار وايي چې دا د اولس پاڅون دی، موږ یې ملاتړ کوو او د حسنې مبارک څخه غواړو چې ژر دې له خپلې دندې استعفا ورکړي او سره د خپلې ډلې دې محاکمه شي.

په مصر کې خپلواک څیړونکي د ګوندونو په اړه وايي چې [ تورې دې لالا وهي مړۍ دې عبدالله وهي]، په دې معنی چې پاڅون د مصر اولس کړی چې زیاته برخه یې ځوانان دي، قرباني ټول اولس ورکړي ده چې زیات پکې ځوانان وژل شوي خو اوس هر ګوند سینه ډبوي چې دا پاڅون زموږ په برکت پېل شوی دی، خپلواک څیړونکي زیاتوي چې په حقیقت کې د جمهور رئیس حسنې مبارک ۳۰ کلن نظام څخه تنګ شوي و، نور یې د چارواکو ظلمونو نشو تحمل کولای نو همدا و چې د مصر د ولس د ځوانانو د صبر کاسه  د جمهور رئیس حسنې مبارک نظام ته نسکوره شوه او په لاریونونو یې پېل وکړ.

د مصر حکومت ټولو اړخونو ته د خبرو اترو بلنه ورکړي او د ځینې ګوندونو مشران د حکومت سره د خبرو اترو په میز ناست دي خو د اخوان المسلمین ډلې حکومت ته خبردارې ورکړی چې لومړی دې جمهور رئیس حسنې مبارک د خپلې دندې استعفا ورکړي نو بیا به خبرو اترو ته کیښني.

چارواکي وايي چې د ازادې په میدان او مصر نورو سیمو کې د لاریون کوونکو ځوانانو سره خبرې پېل کړي خو لاریون کوونکي دا اوازې ردوي او وايي چې موږ د مصر د اولس استازي یو او هیڅ کله به د خپل اولس سره خیانت ونکړو.

د ازادۍ په میدان کې هغه ټپیان چې ګرزیدلی شي وايي او په زرګونو لاریون کوونکي وايي چې د ازادۍ د میدان څخه به د ازادۍ سره ځو او دا هم وايي چې د فاسد نظام په لرې کولو کې مرګ ته هم تیار یو.

د مصر اوسیدونکي د ازادۍ په میدان کې ځوان لاریونکوونکو سره د اولس زیاته برخه د زړه درد ښائي او د خپلې وسې پورې ورته خوارکي توکي او دارو درمل ورلیږي، دننه په میدان کې د مصر ډاکټرانو درې لویې ډلې جوړې کړي او د زیاتو ټپیانو درملنه په میدان کې کوي.

 د ازادۍ میدان ته شپه او ورځ لاریوونکي ځي راځي او هر څوک چې میدان ته ورننوځي د هوئیت پاڼې یې کتل کیږي او بیا میدان ته ور پرېښودل کیږي، نوې لاریونکوونکي یا هغه دمه لاریونکووکي چې نوې د ازادۍ میدان ته ورځي له ځان سرع اوبه او ډوډۍ  د ۲۰ او ۳۰ ملګرو لپاره وروړي.

 داسې ښکاري چې لاریونونه دې په مصر کې زیات دوام وکړي ځکه چې نوموړي د جمهور رئیس حسني مبارک د نظام د پرزیدلو غوښتنه کوي او هغوی دا خبره په کلکه رد کړي چې هیڅ کله دا نشي کیدلای چې جمهور رئیس دې په داسې بې شرمۍ کې له دندې لرې شي، جمهو رئیس حسنې مبارک په دې ورستیو کې رسنیو ته وویل چې په مصر کې پېدا شوی یم او په مصر کې به مرم خو بیګاه شپه یې په ډاګه کړه چې زه تیار یم چې استعفا ورکړم خو ویریږم چې په هیواد کې به ډېره ګډوډي پيدا شي، ښاغلي مبارک دا هم زیاته کړه کچېرته زه په دې وخت کې استعفا ورکړم نو په مصر کې به د اخوان المسلمین ډله واک ته ورسیږي.