د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د څلورم پړاو د اتلولۍ د نمانځنې انځوریز رپوټ

الهام الحق یاسیني 12.10.2008 14:44

هانګ کانګ ته له ماتې ورکولو ورسته د کرېکټ ملي لوبډله د څلورم پړاو اتله شوه. د اتلانو د نمانځنې لاندې انځورونه د یورپ کرېکټ په ګورټپاڼه کې خپاره شوي چې موږ درته پښتو کړي دي.


د کبیر خان سره خوښي او په منظمه توګه د پیالې د اخستو په لورې مارش.

د پیالې د جګولو په تمه ټول ولاړ دي. حمید حسن نوروز ته څه وایي. کېدای شي ورته وایي چې که زه نه وم والله که مو شل کړې وه. ماته دوعاګانې کړۍ. دا نور ورته خاندي چې ځه خیر دی د خوښۍ ورځ ده څه به درته نه وایو.

او اخر نوروز پیاله خپله کړه. هلکه په دې دومره پیالو څه کوﺉ؟ یوه ښه المارۍ ورته جوړه کړﺉ او زه خو وایم چې دا ستاسو بري خو دومره له خیره ډېر شوي او تېز شوي چې دې پیالو ته یو میوزیم جوړ کړﺉ، خلک به یې سیل ته راځي. هغه ویکټې چې تاسو یې په هره سیالۍ کې راوباسﺉ او بیا ورسره منډې وهﺉ هم په دې مېوزېم کې کېږدﺉ. مشوره خو مې بده نه ده؟!

او یو بل نه هېرېدونکی انځور.

د نمانځنې یوه بله برخه چې جومات، رییس، کبیر خان او شفیق په کې ښکاري.

په کیڼ انځور کې نبي د ټولې سیالۍ غوره لوبغاړی ونومول شو. او کریم او نوروز لا هم د پیالې نه تاو دي. که دا حال وي نو خدای خبر چې تر موږ به روغه راورسېږي او که نه!