د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د پاکستان او اسرائیلو اړیکې

الهام الحق یاسیني 02.02.2008 01:37

تېره اونۍ د پاکستان د اسلامي جمهوریت ولسمشر پروېز مشرف او د اسرائیلو د دفاع وزیر ایهود باراك سره په پاریس کې پټ لېده کاته وکړل چې بیا وروسته پرې رسنۍ خبرې شوې او دواړو هېوادونو ومنله چې لیده کاته شويدي . سره د دې چې تر دې مخکې د پاکستان او اسرائیلو چارواکو سره څو څو ځله په پټه او ښکاره بنډارونه کړیدي خو دا د پاکستان او اسراییلو له پیدایښت راهیسې لمړی ځل دی چې د پاکستان تر ټولو واکمن چارواکی د اسرائیلي چارواکو سره د پاکستان په ډېرو حساسو مسایلو خبرې کوي.

په خبرونو کې د دې ناستې کیسه داسې ښکل شوېده چې تېره اونۍ مشرف او باراک دواړه د پاریس په رفایل هوټل کې اوسېدل. د روان کال د جنوري په ۲۳ نېټه په تصادفي ‌ډول مشرف او باراک د هوټل په تمځای کې سره مخامخ شول. باراک د موقع څخه ګټه پورته کړله او مشرف ته ورغی او ورته یې وویل: " زه د اسرائیلي دولت د دفاع وزیر یم". مشرف ورته سر وخوځولو چې ګنې دی یې پېژني. باراک ورزیاته کړله: " مونږ ستا د خلکو ملاتړ کوو او ستا تر شا ولاړ یو ځکه چې ته نړیوالې سولې ته ډېر اهمیت لرې." مشرف ورته په اوږه لاس کېښودلو: "ډېره مننه. ان شاء الله زه هیله مند یم چې تاسو به د سولې په پروسه کې پرمختګ وکړۍ." بیا دواړو لاسونه سره ورکړل او هر یو په خپله مخه لاړ.

په سبا باندې مشرف باراک ته د ناستې بلنه ورکړه. د یوې ګړۍ دپاره سره دواړو د ایران په ایټمي پروګرام او د پاکستان د ایټمې وسلې په اړه د اسرائیلو په اندېښنو خبرې وکړې. مشرف باراک ته ډاد ورکړ چې د پاکستان ایټمي وسلې خوندي دي او هیڅکله به د بنسټپالو په لاس کې ونه غورزېږي. (د اسرائیل نیوز برېښنا پاڼه.  ۲۰۰۸ کال د جنوري ۲۳ او ۲۸)

دې کیسې ته که زیر شو، داسې ښکاري چې د عامو خلکو د ذهنیتونو د ګډوډولو دپاره جوړه شوېده. سیاست کونکي په تصادفي ډول سره نه ګوري. که بیا هم سره مخامخ شي یا په کومه غونډه کې سره برخه واخلي، که د هېواد د پالیسۍ سره یې ټکر خوری بیا سره ستړي مشي هم نه کوي؛ ناستې او خبرې خو لا پرېږده. دې ناستې ته به خامخا مخکې پلان نیول شوی وي تر څو پاکستان اسرائیلو ته د خپلې ایټمي وسلې د خوندیتوب په اړه ډاډ ورکړي.

د پاکستان په هکله پخوا هم داسۍ ګونګوسۍ وې چې په پټه د اسرائیلو سره اړیکي لري، خو له کله راهیسې چې متقاعد جنرال پروېز مشرف واک ونیولو، دې اړیکو د ښکاره ناستو رنګ واخیست. په ځانګړې توګه ۲۰۰۵ کال  د پاک ـ اسرائیلو اړیکو دپاره یو بختور کال ؤ. پدې کال کې مشرف په نیویارک کې د یهودو کنفرانس ته وینا وکړه. بیا یې د اسرائیلو د پخواني لمړي وزیر اریل شارون سره د ملګري ملتونو په یوه غونډه کې ستړي مشي وکړه او لاسونه یې ورکړل.  وروسته د پاکستان او د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزیرانو خورشېد احمد قصوري او سلفان شالوم سره په ترکیه کې ولیدل. د ۲۰۰۶ په نومبرکې د امریکا د یهودو د کنفرانس مشر جاک روسین پاکستان ته سفر وکړ او هلته یې د ګڼ شمېر پاکستاني چارواکو سره ولیدل.

  سره د دې چې پاکستان یواځینی اسلامي هېواد ندی چې د تل ابیب سره اړيکي نیسي. مصر ، اردن، او موریتانیا ورسره سفارتي اړیکي لري. ځینې نور هېوادونه لکه بحرین، قطر، مراکش ورسره ناستې کوي. ځینې نور هېوادونه لکه عربي متحده امارات په ښکاره وایي چې هیڅ ډول اړیکې ورسره نلري خو په بندرونو کې یې اسرائیلي تجارتي بېړۍ لیدل کېږي. خو بیا هم پاک ـ اسرائیل اړيکې ډېره حساسه موضوع ده.

پاکستان د نفوس په حساب په نړۍ کې دویم لوی اسلامي هېواد دی. د اسلام په نوم جوړ شوی دی. خلک یې دینداره دي او رسنۍ یې هره ورځ په فلسطیني ولس د اسرائیلو ظلمونه ښایي. تر هر څه مهمه دا ده چې ټول هغه اسلامي هېوادونه چې لا د اسرائیلو سره اړیکي نلري د دا ډول اړیکو مخالف دي او تر څو چې اسرائیلو فلسطینیانو ته خپل حقوق نه وي ورکړي نو د تل ابیب سره اړیکي او د اسرائیلو په رسمیت پېژندل ورته د فلسطینیانو د ملاتړ پرېښودل او د یو غاصب هېواد د وژنو او د نړیوالو نورمونو څخه سرغړونو ته د رواوالي بڼه ورکول بولي.

خو پاکستان فشارونو دې ته اړ کړیدی چې د فلسطین مسئله له پامه وغورزوي او د اسرائیلو سره اړيکي ټینګي کړي.

پاکستان د پیدایښت څخه تر اوسه د رنګارنګ ننګونو سره مخ دی. د سیاسي ننګونو تر څنګ همیشه بهرنیو مرستو ته اړپاتې شویدی. د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱ څخه وروسته پرې فشارونه دومره ډېر شویدي چې اوس کوښښ کوي چې په هر ډول وي له ځان څخه د ترهګرۍ او د ترهګرو د روزلو تور لرې کړي او په عین وخت کې د امکان تر حده ډېرې بهرنۍ مرستې تر لاسه کړي. د ډېرو په باور د دې تور لرې کول او د بهرنیو مرستود خپلولو اسانه لار د اسرائیلو خوښول دي.

 د کراچۍ پوهنتون د نړیوالو اړیکو د دیپارتمنت مشر، پروفیسر شمیم اختر، دې ته ورته اند لري. نوموړی په دې باور دی چې د پاکستان بهرنۍ کړنلاره هیڅکله هم ازاده نه وه. تل پرې امریکا تاثیر لري. او پاکستان ته د امریکا د خوښولو یواځینی ښه لاره د اسرائیلو خوښ ساتل دي.  (اسلام ان لاین.نټ، ۲۰۰۸ کال د جنوري ۲۸)

د دې لیکنې لیکوال (الهام الحق یاسیني )د مصر د قاهرې پوهنتون د ژورنالېزم په څانګه کې زده کړه کړېده. اوس په دوبۍ کې د ميډيا پروډکشن په برخه کې د شخصي ارګانونو سره کار کوي. د نوموړي لیکنې د دې ارګانونو د نظر استازیتوب نکوي.