د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانستان کاناډا ته په ماته ورکولو د تاريخ يوه بل پاڼه هم زرينه کړه

کرکټ څانګه 23.02.2010 18:58

شهزاد له بري وروسته الله پاک ته د شکر سجده کوي.

افغانستان کاناډا ته په څلور ورځنۍ لوبه کې ماته ورکړه او په انټرکانټننټل سيالۍ کې خپلې نمرې ۵۷ ته پورته کړې.

په دې بري افغانستان دا ريکارډ جوړ کړ چې په انټرکانټننټل سيالیو کې یې په یوه پاڼۍ کې تر ټولو ډېرې منډې تعقيب او پوره کړې. افغانستان په دويمه پاڼۍ کې هغه وخت ۴۹۴ منډې کول په کار وې چې کاناډا په دويمه پاڼۍ کې بيټنګ ودراوه او افغانستان ته یې بلنه ورکړه چې بيټنګ پيل کړي.ب

د لوبې انځورونه د دې رپوټ کيڼې خوا ته په ليکه شوي دي. د دې لوبې انځوريز رپوټ دلته کتلای شﺉ.

د کاناډا رزونکي ټول افغان ته وويل چې دا پرېکړه یې ځکه وکړه چې د کاناډا منډې ډېرې زياتې وې او باور یې کاوه چې افغانان یې نه شي پوره کولی. خو نوموړی اعتراف کوي چې افغان توپ وهونکو او په ځانګړې ډول شهزاد او محمد نبي ډېر ښه بيټنګ وکړ چې د افغانستان په بري کې ارزښتناک ثابت شو.

په دويمه پاڼۍ کې شهزاد د لومړي ځل لپاره په خپل ژوند کې په یوه پاڼۍ کې ۲۱۳ منډې یا دوه سليزې پوره کړې. شهزاد له بري وروسته ډېر ستړی و او د دې هم نه و چې خپلو ملګرو لوبغاړو سره یې د غاړې ستړې مه شي کړې وای. شهزاد د لوبې له پای څخه وروسته افغان سيل کونکو ته ورغی او هر یو ته یې بېل بېل لاسونه ورکړل. افغانانو د شهزاد زنده باد ډېر شعارونه ورکړل او یو شمېر افغان سيل کونکو ته ورته نقدي انعامونه هم ورکړل.

په دويمه پاڼۍ کۍ محمد شهزاد محمدي ۲۱۴ منډې وکړې چې ۱۶ په کې څلوريزې وې. محمد نبي ۸۰ منډې وکړې چې ۷ په کې څلوريزې او یوه په کې شپږيزې وې. کپتان نوروز منګل ۷۰ منډې وکړې چې ۳ په کې څلوريزې او ۲ په کې شپږېزې وې، د نوروز او شهزاد ډېره ښه ملګرتيا وچلېده. نور علي ځدراڼ ۵۲ منډې وکړې چې ۷ په کې څلوريزې وې. کريم صادق ۴۲ منډې وکړې چې د پاڼۍ لومړۍ منډې او تېزې منډې وې چې افغان لوبډلې ته یې ډېر په ځان اعتماد په لاس ورکړ. نوموړي ۷ څلوريزې ووهلې. اصغر ستانکزی بې له دې چې وسوځي د پاڼۍ په پای کې ۲۳ تېزې منډې وکړې چې يوه یې څلوريزه او دوه یې شپږيزې ووهلې.

د افغانستان روزونکي کبيرخان ټول افغان ته وويل چې د کاناډا پرېکړه پر ځای وه او که دې د هغوی د روزونکي پرځای وای نو همداسې یې شايد کړې وای چې مقابل لورې ته یې بيټنګ ورکړی و ځکه چې کاناډا باور لرلو چې افغانستان ته د ۴۹۴ منډو پوره کول خورا سخت دي او همداسې وه هم خو دا چې افغان لوبغاړو همت وکړ او د پلان سره سم یې ويکټې وساتلې نو ځکه یې وکړای شول چې په هر اور کې ورکړ شوی هدف پوره کړي.

کبيرخان وايي چې لوبډلې ته یې دا پلان ورکړی و چې په هر اور کې ۴،۵ شاوخوا د منډو اوسط په کار دی او که چېرته یې ويکټې وساتلې نو لوبه ګټلای شي. نوموړی وايي چې لوبغاړو همداسې وکړل او بې له شکه چې د نن ورځې اتل محمد شهزاد محمدي و.

د کبيرخان مرستيال تاج ملوک وايي چې کاناډا له پيله په دې پوه نه شوه چې موږ د لوبې د ډرا یا بې پايلې پای ته رسولو کوښښ کوو او که د منډو پوره کول غواړو. نوموړی وايي چې ((موږ کريم خان او نورعلي لومړی وويستل، کريم خان پرې راکېښوده او تېزې منډې یې جوړې کړې، کاناډايانو فکر وکړ چې موږ د راکړل شوي هدف د جوړولو کوښښ کوو نو فيلډ کونکي یې راته شاته کړل، بيا موږ لوبغاړو ته وويل چې اوس لوبه سسته کړﺉ او یوه یوه منډه واخلﺉ او هدف پوره کړﺉ.)) تاج وايي چې د کاناډا لوبډله او اداره په دې هم پوه نه وه چې کوم لوبغاړی به موږ وباسو. شاوخوا څلورو لوبغاړو پيډونه تړلي و چې په کې د اصغر ستانکزي او سميع الله شينواري غوندې تېزه لوبه کونکي او د شبير غوندې دېوال شامل و. کاناډا تر اخره نه پوهېدله چې موږ لوبه څنګه پای ته رسول غواړو.

د لوبډلې کپتان نوروز منګل وايي چې د کاناډا کپتان ورته په څلورمه ورځ وړانديز وکړ چې لوبه مساوي پای ته ورسوي، نوروز وايي چې د کاناډا د کپتان دا وړانديز یې ونه مانه او لوبې ته یې دوام ورکړ.

افغانستان په دې بري د کرکټ په تاريخ يوه بل پاڼه هم زرينه کړه. 

د تېرو ورځو رپوټ دلته ولولﺉ.

افغانستان تر دې مهاله په دې سيالۍ کې دزيمبابوی، هالينډ، ايرلينډ، او کاناډا سره لوبې ترسره کړې او ۵۷ نمرې یې لاس ته راوړې. د ټولو هېوادونو دنمرو حال په لاندې ډول دی:

لوبډلېبشپړې لوبېګټلېبايللېمساويډرا یا نامکملېبندېنمرېد منډو اوسط
افغانستان 4 3 0 0 1 0 57 1.106
سکاټلينډ 3 2 0 0 1 0 49 1.170
زيمبابوی XI 2 1 0 0 1 0 23 1.131
کينيا 4 1 2 0 1 0 23 0.984
هالينډ 2 0 1 0 1 0 15 0.850
ايرلینډ 3 0 1 0 2 0 12 0.957
کاناډا 4 0 2 0 1 0 9 0.769