د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

كاناډا ته د ماتې ورکولو انځوريز رپوټ

کرکټ څانګه 24.02.2010 00:46


څلورمه ورځ: له چيلنج څخه ډکه وه. افغان لوبډلې ته ۴۵۴ منډې کول په کار و. دا د درېمې ورځې انځور دی چې کاناډا په کې بيټنګ ودراوه او افغانان یې بيټنګ کولو ته وروبلل. کاناډا هيله لرله چې افغانان به بيا زر وسوځوي.
د افغانستان کريم خان صادق او نورعلي ځدراڼ پرون لوبه بيټنګ پيل کړ. نن هم دواړه ښه ملګرتوب وکړ چې په پايله کې یې کريم خان صادق تېزې ۴۲ منډې وکړې.

نن سره د دې چې ټيسټ لوبه وه خو په اخر کې یوې ورځنۍ لوبې ته ورته وه. چې افغانانو په کې منډو جوړولو ته د بيټ سره سره پښې هم بندې کړې او د کاناډا د خراب فيلډ څخه یې ګټه پورته کړه او زر زر یې منډې جوړې کړې.

شهزاد نن دوه سليزې ووهلې. جالبه دا وه چې ډېری منډې یې په څلوريزو او شپږيزو نه بلکه په یوه او دوه منډو وکړې.

شفيق الله شفق د ټول افغان همکارانو ته په یو بيټ لاسليک کوي چې له نوموړي برسېره پرې نورو ټولو لوبغاړو هم لاسليکونه وکړل.

دولت احمدزی هم لاسليک کوي.

کريم خان واقعا چې مينه ناک دی. دا څومه سيالۍ ده چې ټول افغان یې څاري چې د افغان سيل کونکو سره کريم خان ښه سلوک کوي او په ډېره مېنه یې پوښتنو ته ځوابونه وايي.

څلورو لوبغاړو پيډونه تړلي و چې په کې د اصغر ستانکزي او سميع الله شينواري غوندې تېزه لوبه کونکي او د شبير غوندې دېوال شامل و. کاناډا تر اخره نه پوهېدله چې موږ لوبه څنګه پای ته رسول غواړو. حديث شریف دی چې (الحرب خدعه) يانې جګړه چل دی. نن هم افغانانو دا چل وکړ.

دا داسې وخت دی چې حالات کړکېچن شول. ډاکټر صيب هم داسې ښکاري لکه پخپله چې ناروغه شوی وي.

په دې وخت کې ريس احمدزي په توپ وهونکي څه نيوکه وکړه چې توپ وهونکي سمدستي د ميدان ليکه وويشته او څلور منډې یې واخيستې.

نن یوه ځانګړې ورځ وه د هر چا تبصرې ته زړه کېده. د کريم خان صادق او نوروز منګل تر منځ روح الله احمدزی ناست دی چې ډېر ښه په کرکټ پوهېږي او لکه د پخوا په شان یې نن هم کليد راديوته ژوندی حال ورکاوه. روح الله احمدزی د اصغر ستانکزي مشر ورور دی او په اماراتو کې مېشت دی. نوموړي په دې سفر کې د کرکټ د ملي لوبډلې بې ساري خدمت وکړ.
دا وخت لا اصغر ستانکزی نه و وتلی.

نبي چې وسوځېد نو بيا اصغر ورووت. محمد نبي ۸۰ منډې وکړې او کوښښ یې کاوه چې سلو ته یې ورسوي. په همدې هڅه یې شپږيزه وهله چې کيچ وسوځېد.
کله چې اصغر اخري څلوريزه ووهله نو افغان لوبغاړي ګورﺉ چې بری نمانځي.

د کاناډا لوبډله ډېره سخته خفه وه. په پای کې یې ډېرو لوبغاړو د افغان لوبغاړو سره لاسونه هم ورنه کړل او ډېرو یې د جامو بدلولو په خونه کې ژړل.
نوروز او کبيرخان یو بل ته په ډېره مشکله خو شهکارانه ډول د لوبې د ګټلو مبارکي وايي.

ټولو لوبغاړو یو بل ته مبارکيانې ورکړې.

اخري ډز اصغر وکړ چې بری یې وګاټه او دا مهال د نورو لوبغاړو خوا ته راروان دی.

د لوبې هيرو شهزاد و چې دوه سليزې یې ووهلې او ونه سوځېدو. کپتان نوروز منګل یې مخې ته ورغی. نوروز او کبيرخان رښتيا هم چې نن ډېر په ښه پلان لوبه وکړه.
کپتان نوروز منګل لوبډله مخکې کړه او د سيل کونکو یې مننه وکړه چې د دوی یې شاندار ملاتړ وکړ. لوبه نن بيا سيل کونکو ګرمه کړې وه. ځينې خو دومره احساساتي شول چې کله شهزاد ورته په لاندې انځورونو کې لاسونه ورکول نو له جيبونو یې پيسې راوويستې او شهزاد ته یې ورکړې. لږ تر لږه په کې زموږ رپورټر یو پنځه سويز درهم نوټ او څو سلګيز درهم نوټونه وليدل.

شهزاد پورې لوبغاړو خندلې چې (( موږ ته یې ويلې چې ګوتې مه راوړﺉ چې سخت ستړی شوی یې یم خو بيا یې هر سيل کونکي ته بېل بېل لاس ورکاوه.)) دا به د ملاتړو سره د نوموړي د ډېرې مينې ښکارندوی وي.

شهزاد به چې یو کس ته لاس ورکړ نو نورو به هم ورته لاسونه نيولي و. اخر یې ټولو سره ستړي مه شي وکړې.دا جنډه هم ورته یو سيل کونکي ورکړه چې له ځانه یې تاوه کړي. پخوا به جنډې کمې وې اوس یې په لوبو کې شمېر نه وي.

شهزاد په لوبغالي کې افغاني رسنيو سره ځانګړی انځور واخيست. کيڼې خوا ته د سلام وطندار خبريال ابراهيم مومند ليدل کېږي.

شهزاد ته د لوبډلې مدير سيدشاه امينزي درې سوه درهمه او محمد نبي ته سل درهمه انعام ورکړ.

شهزاد د خپل شهکار سره انځور وباسي.

د کرکټ نړيوالې شورا محمد نبي او...

محمد شهزاد ته انعامونه ورکړل.
تاج ملوک له افغان ملاتړو مننه وکړه چې د لوبډلې ګرم ملاتړ یې وکړ او خدای په اماني یې واخيسته.
خلکو له لوبغالي بهر هم بری ونمانځه