د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د طالبانو يوبل مهم مشر مولوي عبدالکبير د نيولو ادعا شوې

زمه وال 20.02.2010 07:35

د طالبانو د مهم مشر مولوي عبدالکبير د نيول کېدا خبر ورکړل شوی،يوې باخبره سرچينې لږه شېبه وړاندې ټول افغان ته وويل چې نوموړی د پاکستان د امنيتي ځواکونو له خوا نيول شوی،د سرچينې په وينا له مولوي عبدالکبير سره د هغه دوه تنه نور ملګري هم نيول شوي خو هغوی عادي طالبان دي.

دا چې نوموړی کله او چېرته نيول شوی،دغې سرچينې د نيول کېدا ځای د پښتونخوا نوښار سيمه ښودلې خو د نيول کېدا د وخت په اړه يې ويلي چې ښايي همدا پرون نيول شوی وي.

 تراوسه طالبانو او پاکستان په دې اړه څه نه دي ويلي،ياده دې وي چې وړمه ورځ د دوو طالب مشرانو ملا محمد او حاجي عیسی محمد د نيول کېدا خبر هم تر ټولو وړاندې د ټول افغان له لارې خپور شو.

مولوي عبدالکبير د طالبانو د واکمنۍ پر مهال بېلابېلې دندې ترسره کړې چې وروستۍ هغه يې د ختيځ زون دتنظیمه رئيس په توګه وه چې تر ډېره يې دغه دنده ترسره کړه،د طالبانو د واکمنۍ له ړنګېدا وروسته د نورو ډېرو طالب مشرانو پشان مولوي عبدالکبير هم لادرکه او دخاموشۍ ژوند يې غوره کړ خو د امريکا له راتګه شاوخوا يو کال وروسته هغه مهال چې د هيواد په ختيځ او سويلي سيمو کې خال خال وسله وال فعاليتونه پيل او طالبانو بيا سر راپورته کړ ډېر شمېر لادرکه پخواني طالب مشران يوارې بيا راښکاره شول چې يو پکې مولوي عبدالکبير و.

په دغه موده کې د بېلابېلو دندو له ترسره کولو وروسته هغه د طالبانو د مرکزي شورا له خوا يوارې د ختيځ زون د تنظیمه رئيس په توګه وټاکل شو؛خو داځل د حکومتي چارواکي نه بلکې د حکومت د يوې مخالفې وسله والې ډلې له خوا سيمې ته ورسېد.

يو شمېر سيمه ييزو طالب قوماندانانو دختيځ زون د تنظيمه رئيس په توګه د مولوي کبير له ټاکل کېدا سره ناخوښي وښوده او مشرتابه ته يې خپلې اندېښنې وړاندې کړې،ويل کېدا چې د د پخواني جهادي شخصيت ارواښاد مولوي محمد يونس خالص بابا زوی انوار الحق مجاهد چې د تورې بوړې جبهې مشري يې پر غاړه لره تر ټولو زیات خوابدی او نارازه و،ددې ترڅنګ ښاغلی مجاهد له ننګرهاره لرې او د هيواد جنوب ته د مسوول په توګه ولېږل شو(نوموړی څو مياشتې وړاندې په پېښور کې ونيول شو او ويل کېږي چې لا هم بندي دی).

ويل کېږي چې نوموړی دا مهال ديوه کميسيون مشر و.

نوز جزیات به وروسته پر ليکه شي