د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سميع یوسفزي په دویم ځل نړيواله جایزه وګټله

زمه وال 21.06.2011 10:24

د نيوزويک مجلې افغان خبريال سميع يوسفزي او ران موريو د دويم کال لپاره په اسيا کې د مطبوعاتو د ټولنې يا SOPA جايزه تر لاسه کړه.

د SOPA ادارې لخوا د نوموړي هغه څېړنيز راپور چې د القاعده شبکې په اړه يې ليکلې وو د جايزې وړ بلل شوی او نوموړي ته يې ددې جايزې ورکړه اعلان کړې ده.

په اسيا کې د مطبوعاتو ټولنې يا SOPA پخپله وېبپاڼه کې د سميع يوسفزي تر څنګ د هغو خبريالانو نومونه هم خپاره کړي چې ددې ادارې د کلنۍ جايزې ګټونکي بلل شوي دي. د لاندې لينک په کېکاږلو سره دغه لست کتلای شئ:

 

http://www.sopasia.com/awards/2011/groupa.asp

 

سميع یوسفزی له ۲۰۰۱ کال راهيسې د نيوزويک نړيوالې مجلې او ګڼو نورو لويديځو رسنيو سره کار کوي.

نوموړی یو له هغو خبريالانو دی چې په ډیره زړورتیا یې د جنګ په لومړیو لیکو کې په پرله پسې توګه پر ډیرو حساسو موضوعاتو یې په زړه پورې څيړنیز راپورونه برابر کړي.

ښاغلی یوسفزی د خپل کار ترڅنګ په نړيوالو رسنیو کې د افغانستان د چارو د بې طرفه مبصر په توګه هم پيژندل کیږي او د پاکستان په ګډون د نړۍ ډیری تلويزيونونه،راډیو ګانې او نورې چاپي رسنۍ د هغه د معلوماتوپر بنسټ راپورونه چمتوکوي.

 د يادونې وړ ده چې نوموړي تېر کال هم د SOPA دغه جايزه ګټلې وه.