د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د پاکستان مشهوري علمي شخصيت ډاکتر اسرار احمد ومړ

زمه وال 14.04.2010 12:10

مشهور ديني عالم او د تنظيم اسلامي امير ډاکتر اسرار احمد تېره شپه د ورپېښې ناروغۍ له لامله د ۷۸ کالو په عمر ومړ. ډاکتر اسرار چې له تېرې څه مودې راهيسې د ملا او زړه په ناروغيو اخته و تېره شپه درې نيمې بجې په خپل کور کې له نړۍ کوچېدلی.

نوموړی د جماعت اسلامي له لومړنيو مخکښو غړيو له ډلې څخه و خو وروسته يې له مولانامودودي سره د اختلافاتو له مخې دغه ګوند پرېښود او د تنظيم اسلامي په نوم يې نوې ډله جوړه کړه،دغه ډله چنديانې ونه ځلېده او څو کاله وروسته نوموړي له سياسته لاس واخيست او ټوله پاملرنه يې ښوونې و روزنې ته واړوله.

نوموړي څه موده وړاندې له بي بي سي اردو سره په مرکه ويلي ول چې غواړي يو ښوونيز اسلامي چينل جوړ کړي خو پاکستان ورته اجازه نه ورکوي.

ارواښاد د۱۹۳۲ ز کال د اپريل پر ۲۶مه نېټه د هندوستان په هريانه ايالت کې زېږېدلی،پر ۱۹۵۴ د پاکستان له مشهور طبي پوهنتون،کنګ اډورډ ميډيکل کالج - لاهور نه فارغ شوی،وروسته يې پر ۱۹۶۵ ز کال چې هندوستان او پاکستان سره په جنګ اخته ول  د کراچۍ له پوهنتونه په اسلامي علومو کې ماستري ترلاسه کړه.