د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پښتونخوا: د کډوالو په يوه مرکز کې دوه ځانمرګي بريدونه شوي

زمه وال 17.04.2010 13:18

د پښتونخوا د کوهاټ په اړوندو کې د اورکزو ايجنسۍ د بيزایه شویو کډوالو په يوه مرکز کې پرله پسې دوه چاودنې شوې چې له لامله يې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د ځايي چارواکيو په وينا په پېښه کې ۱۱ تنه وژل شوي او ۳۵ تنه نور ټپيان دي.

ويل کېږي چې د کډوالو د نوم ليکنې چارې روانې وې چې ناڅاپه يوه تنه له ځانه تړلي چاودېدونکي توکي وچول او درنه چاودنه يې رامنځته کړه،لږه شېبه وروسته بله چاودنه وشوه چې له لومړنۍ هغې يې ډېره مرګ ژوبله واړوله.