د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د تورې بوړې وسله والې ډلې د پېنځو امريکايي پوځيانو د وژلو ادعا کړې

زمه وال 14.04.2010 12:56

په ختيځو ولاياتو کې دتورې بوړې جهادي محاذ په نوم د وسله والو طالبانو يوې ډلې په خوږياڼيو ولسوالۍ کې د پېنځو تنو امريکايي پوځيانو د وژلو ادعا کړې.

ددغې ډلې وياند قاري سجاد ټول افغان ته ویلي چې په سيمه کې ددوی وسله والو د خوږياڼيو اړوند د داړو د سور ډاګ په سيمه کې نن سهار شاوخوا لس نيمې بجې د امريکايي ځواکونو يو ټانک په ماين الوځولی چې له لامله يې ټانک په بشپړ ډول له منځه وړل شوی او پېنځه امريکايي پوځيان پکې وژل شوي.
ياده دې وي چې امريکايي ځواکونو لا په دې اړه څه نه دي ويلي.