د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په زابل کې امريکايي چورلکه غورځېدلې،طالبانو يې د غورځولو ادعا کړې

زمه وال 09.04.2010 11:23

په زابل ولايت کې د امريکايي ځواکونو يوه چورلکه غورځېدلې چې پکې ګڼ شمېر پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې. د ناټو له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې په چورلکه چې درې پوځي او يو ملکي امريکايي وژل شوی او ګڼ شمېر نور پکې ټپیان دي.

ويل کېږي چې دغه چورلکه نن سهار مهال د زابل مرکز کلات ته نژدې په نوخېز سيمه کې غورځېدلې،د ناټو په وينا چورلکه CV22 ډوله وه چې د نورو هغو په پرتله ډېره ځواکمنه ګڼل کېږي.

که څه هم په خبرپاڼه کې د پېښې د څرنګوالي په اړه څه نه دي ويل شوي خو طالبانو ويلي چې چورلکه د دوی د وسله والو له خوا غورځول شوې.

د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي له ناڅرګند ځای څخه ټول افغان ته وويل چې چورلکه د طالبانو له خوا ويشتل شوې چې دهغه په وينا دېرش تنه امريکا يي پوځيان پکې وژل شوي.