د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د القاعده ډلې د درېيم مشر د وژلو ادعا شوې

زمه وال 01.06.2010 11:56

امريکايي رسنيو ددغه هيواد د استخباراتي ادارو له قوله خبر ورکړی چې د افغانستان لپاره د القاعده د مشر د وژل کېدا خبر ورکړی.

وژل شوی کس ددغې ډلې دسر سړيو په ډله کې ښودل شوی او ويل شوي چې نوموړی په افغانستان کې ددغې ډلې امير و.

رسنيو د يادو ادارو له قوله ليکلي چې د مصر هيواد طبعه مصطفى ابو يزيد چې دا مهال يې په افغانستان کې د القاعده ډلې مشري پر غاړه لرله څو ورځې وړاندې په وزيرستان کې د بې پيلوټه الوتکو په بريد کې وژل شوی.

په خبر کې ادعا شوې چې له نوموړي سره دهغه مېرمن،دوې لوڼې او يوه لمسۍ هم وژل شوي.

د مصطفی ابو يزید په اړه ويل کېږي چې هغه له ايمن الظواهري وروسته ددغې ډلې درېيم کس دی او ددې ترڅنګ د دغې ډلې مالي مسوول دی.

 ياده دې وي چې القاعده ډلې لا په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ويلي.