افغانستان امريکا په ګونډو کړه
11.02.2010 15:08
د کرکټ د شل اوريز نړيوال جام د غوراوي په سياليو کې د سلواغې په ٢٢مه، افغانستان امريکا متحد ايلات په ګونډوکړل.
د نړيوال جام سيالۍ ټاکل شوې ده، چې درې مياشتې وروسته په امريکايي هېواد ويسټ انډيز کې ترسره شي، د غوراوي سيالۍ يې د سلواغې په ٢٠مه، په متحده عربي اماراتو کې پيل شوې دي .
د کرکټ د ملي لوبډلې مرستيال روزونکي تاج ملک علم ويلي چې د افغانستان لوبډلې په ټاکل شويو ٢٠ اورونوکې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ١٣٥ منډې جوړې کړې او امريکا ته يې د ګټلو لپاره ١٣٦ منډې هدف وټاکه.
د امريکا لوبډلې دغه هدف ترلاسه نه کړى شو او د اوه لوبغاړو په سوځېدو يې ١٠٦ منډې جوړې کړې او دغه راز افغانستان دغه لوبه د ٢٩ منډو په توپير سره وګټله .
افغانستان له دې مخکې ايرلينډ او سکاټلينډ ته هم ماتې ورکړې وه او امريکا ته په ماتې ورکولو سره ددې سياليو نيمه پاى لوبې ( سيمي فاينل) ته يې لاره پيدا کړه.