د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ښايي چې راشي

لحاظ 27.01.2010 12:27

 

د ژوند په اوږدو کې سړى له داسې خلکو سره اشنا شي، چې هيله کوي، کاش چې هيڅ يې ليدلى نه واى......

کله هم داسې کسان ويني ، چې افسوس کوي کاش چې مخکې يې ليدلى واى......

کله هم له خپل ځان سره آشنا شي، خو د هر انسان احساس او درک بېل ا ومختلف دى......

زما سترګې څوکاله وړاندې پر يوچا ولګېدې، چې ترننه يې د بيالېدوپه تمه يم، ترڅو هغه بيا پر دې لاره راشي......

ډاډه يم چې راځي......

                    خو خداى خبر

                                چې هغه مهال به زما ستر ګې غړيږي

                                                                        او که سره ورغلي به وي.....