د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په پکیتکا کي دسولي ولایتي کمیسیون له نوي كړنلارې سره سم خپل کار پیل کړ

لحاظ 20.03.2011 15:33

 

 د ۱۳۸۹ لمریز کال د حوت یا کب میاشتي په ۲۸ مه نيټه د پکتیکا والي محب الله صمیم ترمشرۍ لاندي د سولي عالي شورا په چوکاټ کي دسولي ولایتي کمیسیون له نوي لارښودسره سم خپل کارپیل کړ.

د سولي عالي شورا ۲۵کسیز ولایتي  کمیسون د چارو د بهبود او د سولي د پروسي د پرمختګونو په منظور د پلازمیني کابل څخه د رالیږل شوي لارښود له مخي درې بیلابیلې کميټې جوړې کړې دي ، چې په کې د سولې کميټه ، امنیتي کميټه او انکشافي کميټه شاملې دي .اوپه هره یوه کميټه کې د موضوع ګانو سره اړخ لګيدونکي مخور مشران او شخصیتونه ګډون لري، چې نن یې خپل دفترپرانست او په کاریې پیل وکړ.

هغه غونډه چې په همدې موخه دولایت دمقام دغونډوپه تالارکې دپکتیکا والي ترمشرۍ لاندې جوړه شوې وه امنیه قوماندان،ملي امنیت ریس،دبیلابیلوولسوالیواومرکزڅخه دیني عالمانواوقومي مشرانوګډون کړی وو.

دپکتیکا والي محب الله صمیم په دي ناسته کي وويل، چي د سولي د عالي شورا او لوړو مقاماتو له لوري د هيواد ټولو ولایتونو ته د اوسنیو شرایطو سره جوړ  اړین لارښود ليږل شوی دی ، چي په کي د سولي د بهیرپروسه زیاته روښانه شوي ده .ده زیاته کړه ، چي په پلازمينه کابل کي  د سولي عالي شورا مسوولینو ورته ډاډ ورکړی ، چي پکتیکا  ولایت ته به زیاته پاملرنه کوي او په ټولو امکاناتو به یي ملا تړکوي .

والي صمیم وویل کوم ځانګړی دفترچې نن ددوي په اختیارکې ورکول کیږي د ولایت په کچه به سکرتریت ولري او د ټولو کميټو غړي به په پوره اسانۍ سره په یو ځای راټولیږي او د پروسي د پرمختګونو په منظور به ورسپارل شوي کارونه پرمخ وړي ترڅوپه ټول هیوادکې سوله اوامنیت ټینګ شي.

د سولي کميټې غړيو حاجي ابراهیم خان ، حاجي معلم رضا،حاجي خلیل،حاجي ګل باز،ګل محمدغروال او نورو غړو په خپل وار سره ازادانه نظریات او وړاندیزونه سره تبادله کړل .دوی ټولو په خپلو خبرو کي په دي ټینګاروکړ چي سوله سپيڅلي کلیمه ده چي په کي د انسانانو ژوند ،عزت او مال خوندي وي او د ځمکي پرمخ د انسانانو له لوري د سولي راوستل  یو الهي امر دی .نو په همدي بنسټ به ټول هلي ځلي کوي ، چي دسولي پروسي ته عملي جامه ورواغوندي ..

دیادونې وړده چې د سولې عالي شورا د سولې دشاوخوا ١٦ سوه کسيزې مشورتي جرگې د پرېکړو پر بنسټ جوړه شو ه چې يوه دارالانشا لري چې مشري يې د ولسمشر کرزي د کورني امنيت سلاکار معصوم ستانکزی کوي.

په دغه شوراکې د لسو ميرمنو په گډون ډير شميرپخواني جهادي مشران ، د مدني ټولنو غړي ، يو شمير پخواني طالب چارواکي او قومي مشران برخه لري.