د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د قاف ښاپېرۍ

لحاظ 18.02.2010 15:07

لا له طبيعت سره اشنا نه وم چې سرمې پر زنګون ايښى و...

 

 له مودو وروسته مې چې سترګې وغړولې نو ستا پر لمرين مخ ولګېدې او وبرېښېدې...

 

لاسونه مې موټى کړل سترګې مې موښلې او په تورو تيارو کې در پسې شوم...

 

 خروړي سپي را پسې غپېدل، ځاى ځاى تورو دېوانو خوله را واچوله او ويې داړلم ...

د قاف ښاپېرۍ!

 ستا په لټه کې په بيم ناکو ګړنګونو کې ولوېدم...

خو!

حوصله مې له لاسه ورنکړه، تر دې چې لاسونه مې ستا په غاړه کې امېل کړل، او د سوکالتيا په ډک درياب کې درسره لاهو شووم....

 

ته آن ترسلېماني تخت پورې ورسېدې...

 

خو زه در څخه نهنګ يوړم...

 

ما اوس له تاسره د بيا غاړه غړۍ کېدولو تمه له لاسه ورکړې...

 

 په تل پاتې تيارو کې مې د تل په خاطر سر پر زنګون کېښود...

 

خو!

 

کاش خبر شم چې ته هم زما په ياد سر پر زنګون ږدې!!!؟