د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په ونيو سره لاسونه

لحاظ 30.01.2010 07:32

 

سپوږمۍ، لمر، ځمکه او اسمان، ټول خداى ستا لپاره پيدا کړي ، په ياد دې دي چې ستر بادارد ته ترخپلو ټولو مخلوقاتو غوره وګڼلې او ستا په سر يې له نور نه پيدا مخلوق سره  دلايل وويل!

د نور اولاده ستا له پيدايښت سره نه وه موافقه او ويل يې چې دوى به وينې تويوي او يو پر بل تېرى کوي، خو الله پاک هغوى ته وويل په هغه څه چې زه پوهېږم تاڅو نه پرې پوهيږي.

او کله چې ستانېکه دې نړۍ ته سترګې پرانيستې، الله پاک خپلو پرښتوته امر وکړ، چې سجده ورته وکړي، ملکو هم امنا کړه او تندى يې پر خړو خاورو ولګاوه.

نو اى د ځمکې پر سر دالله استازې، ښاغليه انسانه، ته وګوره چې لاسونه خو دې د چاپه وينو سره نه دي؟ او لږ دخپل ضمير نړۍ ته هم سر ور ښکاره کړه، چې د چاپر حق خو دې تېرى نه دى کړى؟