د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ژ \ ته ولاړې

لحاظ 20.02.2010 12:11

 


نور له يواځې توب څخه نه وېرېږم، ښايي دا وروستۍ لاره اوسي!!
ټولو يواځې او يواځې پرېښودم...
ټول راڅخه ولاړل، ان ته هم....ولې؟؟؟
اخر انصاف څه راز مانا کوې؟
په کومه ګناه؟؟؟
په دې چې مينه مې در سره درلوده؟؟؟
ما خو له تاڅخه هيڅ هم نه غوښتل...
يواځې دومره چې تل مې د ژوند مل اوسې...
همدومره!!!
له تاپرته شېبې سختې دي!!!
خو تيريږي!!!
تيريږي!!!

اوس چې ته نه يې تصوير دې ديوې ماتې ښيښې تر شا زما تر سترګو، سترګو کيږي...

اوس چې ته نه يې، سنديز غږ دې زما په زړه کې طوفان جوړ کړى...

اوس چې نه يې او  تللى يې

يانې بيا نه راستنېږې

زما زړه بايد ومني چې کيسه

دبيلتون کيسه وه...

 اوهيڅ ورسره نه کېدل...

ته نه يې خو زه دې له يادونه سره ژوندکوم

هيروم مې دې نه ...

 خپله کينه مې هم نه خورم...

 خو مينه دې هم له زړه څخه نه باسم...

خنداګانوخداى په امان...

ټولو ژړاګانو خداى پامان...

زړه به مې تر ابده پورې تنګ وي...

دا دينا څومره بې خوږو ده...

دومره وخت دې هم رانکړ، چې سمه مخه ښه درسره وکړم...

ته ولاړې ... زه هم ځم چې د ژوند امانت ور پوره کړم ...

                                           خداى په امان...

                                                               خداى په امان...