د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پرولسمشر كرزي دكودتاهڅه

لحاظ 29.03.2010 14:59

 

 

 

 

شين سهار و، موږ د لغمان د سرخكانو سيمه كې دسيند پر غاړه ناست و، چې د هېواد امنيتي ځواكونه، شنو او خړو ټانګونو كې سواره له ختيځ څخه د پلازمېنې پر لور روان ول.

ساعت نيم ساعت وروسته موږ هم په يوه سره كرولا كې كېناستو او د كابل پر لور وخوځېدو، څه ساعت وروسته له سروبي بازار څخه واوښتو د نغلو سر ته ورسېدو، ګورو  چې د هېواد له ګوټ ګوټ څخه لكه د محشر د ورځې غوندې  خلك راټول شوي، هرې خواته مې چې سترګې اړولې، نو دنګې ونې، جګې شملې، ثقه، ثقه خلك مې تر نظره كېدل، ځاى ځاى قره قل پر سر او چپنه پر اوږو كسان هم ښكارېدل.

دومره جم او جوش ته زما هم تادي شوه، له موټر څخه ښكته شوم او ځان مې د خلكو منځ ته ورساوه، دلته نو برابر ميدان پرېښودل شوى و، شاوخوا كټونه پراته وو، ولسمشر كرزى له يوې خوا راپورته شو له سلام وروسته يې  غږ كړ: (( ستار خانه ! تاسو څوك غواړئ؟))

له دې سره د ميدان له ښې اړخ څخه يو دنګ سړى چې تورې چشمې يې پر سترګو وې برګه  ږيره يې وه ښايسته پګړۍ يې چې نېغې شملې يې ده ته  لا ښكلا وربښلې وه په لوړ غږ وويل:  ((ته زموږ ولسمشر يې ، موږ تا غواړو پر تا مو لاس ايښې خو چې يوڅه دې خپل پښتون ولس ته هم سترګې ور واړوې، دا هم حق لري.))

دا سړى له شمال څخه راغلى يو تن قومي مخور و، همدومره خبره يې وكړه او بېرته كېناست.

ما شاو خوا سترګې وغړولې هرې خواته په شنو دريشيو كې ټوپك په  لاس كسانو دچا دقوماندې انتظار كوه.

  كرزي په ميدان كې قدم واهه او پر يوبل كس يې غږ كړ: (( نور احمداكا تاسو څه واياست؟))

نور احمد اكا چې له ورايه د هلمند ولايت اوسېدونكى ښكارېده، غټ- غټ برېتونه يې درلودل په زنګنو يې لاس كېښود بسم الله يې كړه، راپورته شو او ويې ويل: (( كرزيه موژ پښتانه يو چاته چې لاس وركړو نو ترمرګه ورسره ولاړ يو، خواه چې تا هرڅه وكړل او هرڅه كوې،  خوموژ له تاسره يو او تا غواړو .))

نور احمداكا همدومره وويل او كېناست، د ده له كېناستو سره سم يوراز ګونګسه شوه چې ورو، ورو په شور بدله شوه او هرې خواته منډې رامنډې شوې.

نه پوهېږم څه وشول خو  ما ځان تر ولس مشر پورې ورساوه ورته ومې ويل لاس دې راكړه چې تا وژني، سره له دې هم هغه پر ماشك كاو، خوما له لاسه ونيو دخلكو په ګڼه گوڼه كې مې يوې صندوق ته ورته كنده كې پټ كړ سر مې پرې و پوښه .

ماغوښتل چې زه هم يوې  خواته شم ترڅو دشنو درېشيو والا و څخه، چې په سرو مخونو يې زېړې ګېرې وې ، پكولونه يې پر سر ول او هرې خوايې ډزې كولې، په امان  شم.

خو دوى زما پل واخيسته راپسې شول، ځكه چې ما يې ښكار (كرزى) له منګولو څخه ژغورلى و.

هڅه مې  وكړه چې ځان ورڅخه ترى تم كړم ، خودوى نه پرېښودم، له ميلونو پلي مزل وروسته له يوې وېرونكې كندې سره مخ شوم، اخوا ديخوا مې وكتل كيڼ اړخ ته مې يو كوچينى كلى ترسترګو شو چې ما يې هم پرلوري يا الله كړل.هغوى هم را پسې دكلي منځ ته راورسيدل او را حصار يې كړم.

دغه مهال زما يو نېژدې ملګرى لكه د نجات پرښتې په څېر خداى ديو بام پر سر را پيدا كړ، چې پرمايې غږ كړ او بام ته يې ورپورته كړم.

 دسوچ، خبرو او كيسو وخت نه و،هغه  ماپسې كسانو مخ ته  دوه دانې لاسي بمونه ور وغورځول.

هرې خوا تورې لوخړې پورته شوې، موږ هم د دوى له سترګو پنا شو، په منډه، منډه مو ځان هماغه ځاى ته چې حامدكرزى مې پكې پټ كړى و، ورساوه، هغه مو له ځان سره كړ او د ارګ په لور روان شو.

دى ارګ ته ننوته خو موږ په دروازه كې ونيول شوو.

دغه وخت ما ياالله خير كړ، سر مې له بالښت څخه راپورته كړ چې ساعت مې وكته نو دشپې درې بجې او اوه دېرش دقيقې وې.