د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ګدايي هم اوس په كسب بدله شوه

حبيب وقار 04.02.2010 18:03

كله چې د كابل په ښار كې ګرځم ډېر داسې كسان وينم چې د خير لاسونه يې د نورو په خوا اوږده كړي وي، چې له ډېر څخه يې تېرېدل هم سخت كار وي. كله چې په ښار كې يوه زړه ښځه وينم چې خير غواړي نو خپله مور او يا هم خپل خپلوان راته مخې ته درېږي چې كه هغوى داسې له ستونزو سره مخ وي نو دا به څومره ستونزمنه خبره وي او چې كله هم ماشومان وينم نو خپل اولادونه او ماشومان راته سترګو ته درېږي او كه هم كومه ځوانه ښځه ووينم نو په هغې ساعت بيا د خپلې كورنۍ په اړه فكر كوم چې كه هغه له داسې ستونزو سره مخ شي او يا هغه ساعت داسې و انګېرم نو بيا نه شم كولاى چې له دوى څخه تېر شم او خير ورنه كړم.
د خير ښېګڼې او زړه سوي غريزه مې په وجود كې ډېره ځواكمنه ده، خو ډېر ځله داسې كسان هم وينم چې هېڅ مې فكر ته مې نه رسېږي چې دا كس دې سوالګر وي او يا دې هم ونه شي كړاى چې كار او مزدوري وكړي.
زه يو كس چې ځوان دى او دا څو كاله كېږي چې د كابل په ښار كې يې وينم چې خپله وړه خور يې چې كېداى شي اووه كلنه به وي تر لاس نيولې وي، او هر چا ته د خير لاس اوږدوي او دى خپله پرته له معيوبيت او كومې ستونزې څخه يو د ښايسته بدن لرونكى ځوان دى كېداى شي چې د پنځه ويشتو كلونو عمر به ولري، يوه ورځ راسره مخ شو او ويل يې چې يو څه مرسته راسره وكړه، و رته ومې ويل چې ستا لپاره د شرم ځاى دى چې خير ټولوې ځكه چې الله ډېر ښه بدن او ښه ځواني دركړې ته چې خير ټولوې، ته چې خير ټولوي نو دا نور اړتيا لرونكي كسان چې معيوبين دي او يا هم يتيمان او كونډې دي بايد ځانونه ووژني او ورته زياته مې كړه كه همدا اوس درسره غېږه ونيسم له ځمكې مې وهې، نو د خداى لپاره كار وكړه خير مه غواړه او په دې وړه خور دې ظلم مه كوه. دا د څلورو كلونو وړاندې خبره وه خو اوس هم هغه ځوان په ښار كې وينم چې له خپلې خور سره خير ټولوي.
خو له بلې خوا كله چې د لوړ پوړو چارواكو لښكر قيمتي موټرونه وينم، داسې موټرونه چې ډېر لوړ قېمتونه لري، حيران شم چې دا څه بې عدالتي ده يو په څه حال او بل په څه حال دى.
تېر كال دولت وغوښتل چې په هېواد كې سوالګري د جرم په توګه منع كړي، له ښار څخه سواګر ټول كړي، حرفوي او اړتيا لرونكي سوالګر سره بېل كړي. او هغه چې حرفوي سوالګر دي بايد چې جزا وركړل شي. په همدې اړه مې څو وخت وړاندې د سوالګرۍ د څېړلو د كميسيون له وياند علي زاده سره په همدې اړه مركه درلوده، نوموړي وويل چې دوى تر اوسه پورې د ۵۰۰ په شاوخوا كې سوالګر له ښاره ټول كړي دي او دوى له ټولو شوو سوالګرو څخه دا څېړي چې څوك حرفوي دي او څوك هم د اړتيا له مخې سوال كوي.
خو اوس د يو نوي خبر د خپرېدو له مخې د افغانستان سرې مياشتې چارواکو ويلي چې په تېرو نهو مياشتو کې يې نژدې يو نيم زر كسه سوالګر د کابل له ښاره ټول کړي دي چې تر نيمايي ډېر يې حرفوي سوالګر دي.
ددغو سوالګرو ډېره برخه په ضمانت پرېښوول شوي دي، چې ځينو يې بيا خيرات غوښتل پيل کړي دي.
د سرې مياشتې د مرستونونو مشر نوروز علي وايي چې د دغه راز مکررو سوالګرو څخه يې ٥٣ تنه د کورنيو چارو وزارت ته سپارلي دي.
په ښار كې سوالګر ډېر زيات دي، که په ګاډي کې يې که په هوټل کې او يا بل ځاى كې نو ګڼې ښځې ،سړي، او ماشومان به درته لاس نيسي او ډېره بوږنوونکې بڼه خو يې دا ده چې ځينې خلک خپل ماشومان د خيرات غوښتلو لپاره کاروي او دا لاره يې د خپل ژوند د پرمخ بېولو لپاره ټاكلې ده چې د دوى لپاره ډېره د شرم وړ خبره ده دا چې دوى كولاى شي چې كار وكړي بيا خو دوى ته نه ښايي چې خپل نازولي ماشومان دې په سړه او ګرمه هوا كې د سړك په سر د خير لپاره كښېنوي.
د سرې مياشتې د چارواكو په وينا په دې يو نيم زرو كسانو كې ډېر لږ كسان اړتيا لرونكي دي او نور ټول حرفوي سوالګر دي چې ۷۰۰ د ضمانت له مخې خوشې شوي دي او ۵۳ چې په مكرره توګه بيا سوال ته راوتلي دي د كورنيو چارو وزارت ته سپارل شوي دي.
د حکومت او خير ښيګڼې موسسې وايي ستونزه دا ده چې ډېر حرفوي سوالګر تر آزادېدو وروسته بيرته خير ته مخه کوي.
په وروستيو کې دغو ادارو او ټولنو پريکړه کړې ده چې دغه راز کسان به د کورنيو چارو وزارت ته سپاري چې مجرمان وګرځول شي. كه چېرې په سم ډول سوالګر تعقيب او ونيول شي نو لرې نه ده چې ورو ورو يې په شمېر كې كموالى راشي.
د سوالګرو ټولولو دنده د کورنيو چارو وزارت ،سرې مياشتې،کار او ټولنيزو چارو وزارت او ځينو نورو ادارو پر غاړه ده.
د افغانستان سره مياشت وايي چې له ټولو کړل شوو کسانو څخه يې څه له پاسه پنځوسو کسانو ته د پاملرنې موسسې په مرسته کارونه پيدا کړي دي او د لسګونو نورو روږدو او ناروغو سوالګرو درملنه يې هم کړې ده.
نو دلته پوښتنه پيداكېږي چې كه چېرې په ريښتيا سره هم په دومره كچه سوالګر كوم چې د سرې مياشتې اداره يې ښيي، ټول شوي وي نو بيا ولې د ښار په كچه په سوالګرو كې كمښت نه راځي.
خو په دې اړه تر ټولو مهمه دا ده چې اړتيالرونكي او نه اړتيا لرونكي سوالګر وپېژندل شي، څو هغه كسان چې د اړتيا له مخې سوال كوي د حرفوي سوالګرو په ډله كې ونه ځپل شي.
خو هغه كسان چې په ريښتيا هم حرفوي سوالګر دي بايد چې د دوى د دې كار لامل هم وپوښتل شي، چې دوى ولې دې كار ته مخه كړي، خو څرګنده خبره ده چې د كار د نشتوالي له امله يې دې كار ته مخه كړې، كه چېرې زموږ هېوادوالو ته كار پيدا شي نه يوازې دا چې د سوال مخه به ونيول شي بلكې د ډېرو نورو خطرناكو كارونو لكه، جګړې، غلا، وژنې، تښتونې، بې ځايه مخالفتونه، او نورو مخه هم نيول كېداى شي، چې ډېرى يې له بې كارۍ څخه سرچينه اخلي لكه چې وايي بې كاري د ټولو آفتونو مور ده، ريښتيا هم همداسې ده، كه چېرې د بې كارۍ ستونزه اواره شي داسې انګېرل كېږي چې د ډېرو ستونزه مخه ډب شوې ده. له بلې خوا د خوراكي او اړينو توكو د بيو لوړوالي هم ستونزې رامنځ ته كړې دي ډېرى كسان چې لږ عايد لري نه شي كولاى چې د خپلې اړتيا توكي له خپل عايد څخه پوره كړي، څه موده وړاندې مې له ځينو اړو كسانو سره مرسته كوله چې په دې لړ كې د كابل په شهر نو پارك كې له يوه سپين ږيري سوالګر سره مخ شوم، نوموړي د خپلې ګدايۍ په اړه داسې راته وويل: ((مخكې به چوك ته د كار لپاره تلم، نو كله كله به كار پيداكېدو، خو په دې وروستيو كلونو كې د كار مزه نشته او بل دا چې د نرخونو د لوړوالي له امله ونه توانېدم چې د مزد پر لږو پيسو د اولاد لپاره ډوډۍ تياره كړم، نو مې دا لاره غوره وبلله. زما په ياد دي چې وړم كال مې يو څه كار وكړ خو كله چې بازار ته لاړم نو د اوړو د بيې د ډېر لوړوالي له امله مې ونشو كړاى چې پوره بوجۍ واخلم په همدې ډول زما د اوړو پيرودل من او نيم من ته ورسېدل. اوس له يوې خوا سپين ږيرى يم او له بلې خوا د دې لوړو نرخونو له امله نشم كولاى چې اولاد ته ډوډۍ پيداكړم.)) نوموړى د دريو اولادونو پلار و، د ده په وينا اولادونه يې هم ګدايي كوي، زياتوي چې همدا لوړ نرخونه زما د ګدايۍ لامل شول.
خلكو ته د كار پيداكول، د زېربناوو جوړول، څو ډېرو هېوادوالو ته د كار زمينه برابره شي، له كرونګرو سره مرسته كول ځكه چې زموږ افغانستان يو كرنيز هېواد دى، د ښاروالي او نورو دولتي ادارو له خوا د بيو كنټرول او داسې نور هغه كارونه دي چې كولاى شي په هېواد كې د ګدايۍ او سوالګرۍ مخه ونيسي.
د هېوادوالو د ستونزو اواري ته د چارواكو د پوره پاملرنې په هيله