د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د تنکيو ځوانانو توتکۍ مجلې درېيمه ګڼه چاپ شوه

حبيب وقار 22.08.2011 23:52

د توتکۍ مجلې دا درېيمه ګڼه ده چې د تنکيو ځوانانو لپاره چاپ کېږي. درېيمه ګڼه ښايسته ګلابي پوښتۍ لري. او په پوښتۍ يې د په زړه پورې مطالبو عنوانونه لکه، (څلوېښتم واده، ورک شوی ميراث، د سېند په غاړه، نړيوال جام، زړه مې ورسره تړلی دی، څنګه به نه خاندې او نور تر سترګو کېږي. په دې ګڼه کې به د پښتو ژبې د نوميالي شاعر پيرمحمد کاروان په زړه پورې مرکه ولولئ.
توتكۍ د ماشومانو او تنکيو ځوانانو لپاره په پښتو ژبه خپرېږي، د ځاځي بابا ادبي ټولنه د دې مجلې امتياز لري، نوموړې مجله د نورالله غازي يار په مديريت، محمد انور تبسم او ذبېح الله قرار په مرستيالۍ خپرېږي.
 توتکۍ د ليکوالو، شاعرانو او فرهنګپالو په زړه پورې، سلاوو، ليکنو، شعرونو او ژباړو ته په تمه ده او ورڅخه هيله لري، هر وخت له توتکۍ سره قلمي اړيکې وساتي او په خپلو ليکنو، نيوکو او شعرونو سره توتکۍ ته ډېر ژوند ورکړي.
توتکۍ په کابل کې له بيهقي کتاب پلورنځي، ګردېز علمي کتابخانه، خوست غرغښت کتاب پلورنځي، جلال آباد مومند کتاب پلورنځي، پېښور (قصه خواني) سبا کتابخانه، آريوب د اتل کتاب پلورنځي څخه تر لاسه کولای شئ. همدارنګه له توتکۍ سره په لاندې برېښناليک پته اړيکې نيولای شئ.
Totakay.ababeel@yahoo.com