د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

كه شپه تياره ده مڼې په شمار دي

حبيب وقار 28.12.2009 12:46

په چوكۍ ناست چارواكي به ورته خوښ وي چې راسموسن ورته وايي چې موږ له تاسې سره يو، خو عام وګړي نور له جګړو زړه توري شوي دي، ټولې نړۍ ته څرګنده ده چې نور افغانان جګړې نه غواړي، دوى په دې پوهېږي چې دا جګړه اوس پر افغانانو تپل شوې ده، خو بيا هم هېڅ نړيوال د نورو سرتېرو په را استولو او زموږ په جګړه ځپلي هېواد كې جګړو ته په لمن وهلو هېڅوك نه تورنوي او په ناټو او د دوى په غړو غږ نه كوي، چې نور افغان وژنه بس كړئ! افغانان نور له جګړو او وژنو ستړي شوي دي، دوى نور له خپلو مخالفو هېوادوالو سره سوله او ورورولي غواړي، نور نه غواړي چې هره ورځ په بېلابېلو نومونو ووژل شي، نور نه غواړي چې ورور له ورور سره جګړه وكړي، نور نه غواړي چې په هر كور كې دوه حكومتونه شتون ولري، دوى يوه حكومت ته لېواله دي چې هغه حكومت به افغاني او اسلامي وي، هلته به اسلامي قوانين پلي كېږي او يو افغان به له بل افغان سره د ورورولۍ ژوند كوي. نه داسې چې يو ورور له بل ورور سره په جګړه بوخت وي او تر منځ يې د نظر يووالى موجود نه وي.
موږ افغانان هېڅ وخت د ناټو د عمومي منشي راسموسن خبرو ته نه خوشاله كېږو، ځكه چې موږ نور نه غواړو چې د څو القاعده لپاره چې دوى وايي چې د يوولسم سپټمبر د پېښې ترسره كوونكي دي، زموږ هېواد هره ورځ په سرو وينو كې ولمبول شي، هره ورځ له يوه پټاو څخه خبر شو، چې په پايله كې يې لسګونه بې وزله او بې كوره افغانان وژل كېږي، نور نه غواړو چې هره ورځ د دولت د مخالفينو د وژولو خبر واورو، ځكه چې هغوى هم افغانان دي، او همدارنګه نور نه غواړو د دولت له مخالفينو واورو چې دومره پوليس يې ووژل، ځكه چې پوليس، ملي اردو، طالبان، او ټول مخالفين افغانان دي.
موږ به تر څو پورې يوه ډله په بله ډله وژنو په داسې حال كې دواړه ډلې افغانان او مسلمانان دي، ولې په يو غږ سره نه وايو چې موږ نور بهرنيان نه غواړو، موږ نور د خپلو هېوادوالو بمبار او وژنې نه شو زغملى.
د ناټو عمومي منشي اندرس فوغ راسموسن په کابل کې له ولسمشر حامد کرزي سره په خبرې غونډې کې ويلي چې له افغانستانه د ناټو د ځواکونو د وتلو نېټه نه شو ټاکلى په تېره بيا په داسې وخت کې چې د افغانانو په منځ کې دا وېره شته که بهرني له دغه هېواد څخه ووزي نو ستونزې به يې ډېرې شي.
ډېر ښاغلى راسموسن تاسې چې همدلته ياست د افغانانو كومې ستونزې مو اوارې كړې دي، چې ستاسې په تلو سره به ډېرې شي، تاسې دلته ستونزې اوارې كړې نه دي بلكې ډېرې كړې مو دي، زموږ په هېوادوالو ړندې بمبارۍ، د پخوا په پرتله د نرخونو له اسمان سره خبرې، امنيتي حالت د پخوا په پرتله څو وارې د ويجاړېدو په حالت كې دى، له لوږې د زړه د ټوټو ماشومانو پلورل، د بېكارۍ بې كچې ډېرېدل، دا ټولې هغه ستونزې دي چې ستاسې له راتګ سره زېږېدلې دي او له ډېرېدو سره مو ډېرې شوې دي.

آيا تاسې د دې ټولو بدمرغيو پړه په نورو اچوى خو په دې بايد پوه شى چې افغانان په دې ټولو پوهېږي خو افسوس چې له هرې خوا يې مخه ډب شوې ده، كه نه افغانان نه دومره بې غيرته و او نه هم دومره بې غيرته دي، چې د هر غليم ښكېلاك او استعمار ته غاړه كېږدي، او بايد په دې پوه وئ چې اوس يې هم غاړه نه ده اېښې.
اندرس فوغ راسموسن چې د افغانستان لپاره د بارک اوباما د ستراتيژۍ له اعلان وروسته د لومړي ځل لپاره کابل ته راغلى و. د امريکا ولسمشر په خپلې نوې ستراتيژي کې افغانستان ته د دېرش زره نورو امريکايي پوځيانو د استولو پرېکړه کړې ده.
له ولسمشر کرزي سره راسموسن په خبرې غونډې کې دا هم ويلي چې زما پيغام افغانانو ته دا دى چې يو شمېر دا پوښتنې کوي چې بهرني ځواکونه به تر کله په افغانستان کې وي نو د دې لپاره چې شک او شبه پيدا نه شي زه وايم، نړيواله ټولنه به ستاسو تر څنګ وي، ستاسو ملاتړ به کوي، ستاسو د هېواد په رغاونه کې به مرسته کوي څو افغانان بشپړ ډاډ تر لاسه کړي.
اندرس فوغ راسموسن زياته كړې، چې سره له دې به په ۲۰۱۰ کال کې افغانستان ته نور ځواکونه راشي خو زموږ هڅه به دا وي چې ملکي خلک وساتل شي او افغان ځواکونه ډېر وروزل شي.
خو راسموسن بايد په دې پوه شي چې عام افغانان ستاسې د وتلو لپاره په دې خاطر فكر نه كوي چې پر تاسې پسې يې زړه بديږي چې تاسې ولې ځى، بلكې په دې خاطر پوښتنه كوي چې ستاسې د تلو له نېټې څخه خوند واخلي او په دې خوښ شي چې تاسې (زموږ وژونكي) له دې هېواده نور ووزئ.
تاسې بايد په دې پوه شئ چې هېڅ افغان هم ستاسې په پاتې كېدو نه دى خوښ، پرته له هغو افغانانو چې پلورل شوي او ستاسې په شتون كې يې خپلې شخصي ګټې نغښتې دي.
نو افغانان هغې نېټې ته ډېر خوشاله دي او د هغې نېټې خبرتيا ته چې له هېواد څخه يې بهرني ځواكونه وزي شېبې شماري. ځكه چې بهرنيو ځواكونو دې هېواد ته پرته له ويجاړتيا، غمونو، دردونو، جګړو او ورانيو څخه بل څه را نه وړل. نور مو لوى څښتن له دې ملك څخه ورك كړه، څو موږ افغانان په پوره خوښۍ او خوشالۍ سره ژوند وكړو. په دې بايد پوه شى چې هېڅ څوك به هم دا خبره ونه مني چې دا جګړه د ترهګرۍ د ځپلو لپاره ده، ځكه چې ټول په دې پوهېږي چې د دوى په اصطلاح ترهګر هېڅ داسې وسله نه لري چې دوى يې په دومره ځواك سره له منځه يو نه وړاى شي، خو هغه پښتو متل دى وايي، كه شپه تياره ده نو مڼې په شمار دي، كه تاسې هر څه وواياست ټوله نړۍ په حقيقت پوهېږي.