د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د تنکيو ځوانانو لپاره توتکۍ مجله چاپ شوه

حبيب وقار 12.12.2010 13:56

د تنکيو ځوانانو لپاره د توتكۍ مهالنۍ مجلې دويمه ګڼه چاپ شوه
توتكۍ د ماشومانو او تنکيو ځوانانو لپاره په پښتو ژبه خپرېږي، د ځاځي بابا ادبي ټولنه د دې مجلې امتياز لري، نوموړې مجله د نورالله غازي يار په مديريت، محمد انور تبسم او ذبېح الله قرار په مرستيالۍ خپرېږي.
نوموړې مجلې په خپله دويمه ګڼه کې هم په زړه پورې مطالبو ته ځای ورکړی. په دې ګڼه کې يې (اورېدونکي ټکان خوري، د اسلامي هېوادونو لنډه پېژندنه، د محمد (ص) ژوند د لويديځ پوهانو له نظره) او نور په زړه پورې مطالب چې هر مطلب يې د ځوانانو له ذوقونو سره تړاو لري خپاره کړي دي. د مجلې سرليکنه چې د وخت د ارزښت په اړه يې د (واوره ويلې کېږي)، تر سرليک لاندې ليکلې، چې ډېر لوی مطلب او لويه موخه يې په ډېرو لنډو کلمو کې راوړې او څرګنده کړې يې ده، که چېرې موږ خپل وخت بې ځايه ونه لګوو نو په لږ وخت کې به مو ډېر کارونه ترسره کړي وي. د توتکۍ پښتۍ يې په ښکلې بڼه اوډلې چې د تکړه ليکوال نصير احمد احمدي عکس او د نوموړې د مرکې عنوان، د اسلامي هېوادونو لنډه پېژندنه، شعر څنګه ليکل کېږي، مور او د هندوستان په اړه د معلوماتي مطلب سرليک او تصوير په کې راوړل شوي دي.
توتکۍ له ليکوالو، شاعرانو او فرهنګپالو څخه غواړې، چې هر وخت له توتکۍ سره قلمي اړيکې وساتي او په خپلو ليکنو، نيوکو او شعرونو سره توتکۍ تل د الوت په حالت کې وساتي.
تاسې كولاى شئ چې له توتكۍ سره په دې برېښناليك پته اړيكه ونيسئ.

Totakay.ababeel@yahoo.com