د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

وژنۍ مو مه، مرسته او ساتنه نه غواړو

حبيب وقار 20.12.2009 19:02

ساتنه څه ته وايي، بېل كسان بېل نظرونه لري، ځينې كسان بيا ساتنه سرچپه مانا كوي، هغوى ساتنه او مرسته دې ته وايي چې په يو هېواد كې ټول د خپلواكۍ او بيان حقوق واخله بيا كه دوى ته له كوټې د بهر وتلو اجازه هم وركوې دا به د دوى لپاره د ساتنې او مرستې په مانا وي، لكه موږ يې چې په دې څو كلونو كې شاهد يو، لويديز نن ورځ موږ ته ساتنه او مرسته په همدې مانا تشريح كوي. دوى زموږ هېواد ته د نورو ځواكونو، جنګي الوتكو، نظامي توكو او نورو جګړه ييزو وسايلو راوړل مرسته بولي، خو افغانان د دوى دې كار ته د جګړو د اوږدېدو په سترګو ګوري.

په همدې اړه د امريکا ولسمشربارک اوباما له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د ايستلو لپاره د نېټې د ټاکلو ننګه وکړه او ويې ويل دې کار ته اړتيا وه ځکه چې که يې دا کار نه واى کړى افغانانو به انګېرلې وه چې تل ترتله يې امريکايان ساتنه کوي.
د امريکا ولسمشر بارک اوباما د افغانستان لپاره د نوې ستراتيژۍ او د دېرش زره نورو سرتېرو د لېږلو د اعلانولو په وخت كې ويلي چې امريکا به له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو په ايستلو د ۲۰۱۱ کال په جولاى کې پيل وکړي.

اوباما د سي بي اېس ټلويزيون (شپېته دقيقې) نومي خپرونې ته وويل چې د ده له لوري د ۲۰۱۱ کال په جولاى کې له افغانستان څخه د ځواکونو د ايستلو د پيل اعلان د دې خبرې څرګندول وو، چې د امريکا متحده ايالتونه به تل ترتله افغانستان ونه ساتي. ده ويلي چې له افغانستان سره د امريکا ژمنې دايمي او عمري نه دي.
هغه همدا راز ويلي چې ځينې افغانان به په دې خوشاله وي چې امريکايان د افغانستان د امنيت او عملياتو لپاره د سر ومال بيه ورکوي خو امريکايانو له هماغې لومړۍ ورځې چې د القاعده شبکې په خاطر يې د افغانستان د هماغه وخت حکومت پرزاوه، د دې شي ژمنه نه وه کړې.
خو دوى بايد دا درك كړې چې د دوى په راتلو سره امنيتي وضعيت خراب شوى او كه ښه شوى، خو ټولو ته څرګنده ده چې ورځ په ورځ امنيتي حالت په هېواد كې د خرابېدو په حال كې دى، موږ نور له لويديزوالو څخه نه غواړو چې موږ ته د امنيت راوستو په نوم پوځيان او جنګي الوتكې راواستوي، دا په هېڅ ډول موږ ته د مرستې او ساتنې په مانا نه ښكاري.

موږ نور د لويديز والو له لوري زموږ د كورونو تلاشي نه غواړو، او نه هم غواړو چې نور مو هېوادوال په سپيو وداړي، لكه چې دوې ورځې وړاندې هم د خوست په عليشېرو ولسوالۍ كې يو اوسېدونکى ادعا کوي، چې د ناټو ځواکونو يې د کورنۍ دوه بندي غړي په سپيو داړلي او بيا يې وژلي دي.
د اسماعيل په نامه د عليشېرو ولسوالۍ دغه اوسېدونکي رسنيو ته ويلي چې د نديم او نور وزير په نامه يې د کورنۍ دوه غړي خوست ښار ته پر موټرسايکل روان وو، چې په لاره کې د ناټو ځواکونو ونيول.
هغه زياته کړه : ((ټاکل شوې وه، چې نن موږ په سالارباغ کې امريکايي ځواکونو سره د دغو کسانو د نيولو د لامل معلومولو په موخه اړيکه ونيسو، خو خبر شوو، چې د دوى مړي په روغتون کې پراته ده.))
د اسماعيل په وينا، دوى د سيمې عام مزدورکاره اوسېدونکي دي او له وسلوالو مخالفينو سره هېڅ اړيکې نه لري.
د نوموړو كسانو جسدونه، په داسې حال کې چې لاسونه يې ترشا په هغه شين رنګې تسمه تړل شوي وو، چې يوازې له بهرنيو ځواکونو سره وي، په روغتون کې پراته دي.
د خوست يو شمېر خبريالانو او د سوېل ختيځو ولايتونو د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون رييس، ډاکټر رفيع الله په روغتون کې له دغو جسدونو څخه ليدنه وکړه. دغه مړي د مخ په برخه کې سخت ټپونه لري او په مرميو هم ويشتل شوي دي.
د روغتون يوه ډاکټر چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته ويلي چې دغه مړي په سپيو هم داړل شوي دي.

سرچينې زياته کړه، چې سپيو د دغو مړو د مخ له برخې څخه غوښې خوړلې دي.
د سوېل ختيځو ولايتونو د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون رييس ډاکټر رفيع الله، دغه کار وحشت او د انساني کرامت پر ضد وباله.

اوس تاسې په خپله فكر وكړى چې د دوى دا ډول كارونه د ساتنې په مانا دي كه د ځورونې او وژنې په نوم، خو په سپيو مو دې نه داړي او مړي مو دې په سپيو نه خور موږ د دوى له ساتنې څخه تېر يو، ځكه چې اوس دوى په هېڅ ډول انساني كرامت او عزت نه پېژني كه يې پېژني هم دوى افغانانو ته د انسانانو په سترګه نه ګوري. كه دا حال وي ډېر ژر به دا دېرش زره نور سرتېري هم د تېرو سرتېرو په ډول له رواني كړكېچونو او هره ورځ وژنو سره مخ شي. موږ ټول افغانان نور په ټوله نړۍ غږ كوو چې نو افغان وژنه بس كړئ.

ځكه چې موږ نور د وژنو او بمباريو توان نه لرو، كه چېرې حالات په همدې ډول پاتې شي، نو افغانان به هم خپل پخوانى غيرت يو ځل بيا څرګند كړي او نړۍ ته به وښيي، چې تاسې هېڅ كله هم بشردوستي نه پېژنۍ او نه مو هم د بشردوستۍ لپاره تر اوسه پورې څه كړي دي.