د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دا عدالت دى كه بې عدالتي؟

حبيب وقار 07.02.2010 10:19

زړه يې مه بوله توركاڼى د صحرا دى
په ليدو د زخمي زړه چې زخمي نه شي
آيا له هغې مور سره ونه ژاړم چې په خپل كور كې يې زامن ورته وژل كېږي او واړه يتيمان يې ورته بې سرپرسته پاتې كېږي. په بېنوا برېښناپاڼه كې مې د هغې ښځې د زړه آه ولوست چې څو ورځې وړاندې يې په كور چې د ارزګان ولايت د خاص ارزګان د ولسوالۍ د ګرماب په كلي كې موقعيت لري د شپې په ۱۱ بجې او ۳۰ دقيقې د دوى كور ته بهرني لېوان د خپلو هزاره توكمه افغان ځواكونو په مرسته يې د دوى د كور دروازه ماته كړه او ووننوتل او وروسته يې په نوموړي كور كې د نوموړي كور په هره كړكۍ پهره وروله او په پرلپسې توګه د نوموړي كور غړي څلور وړوڼه حاجي حكمت الله، محمد عثمان، حاجي امين الله او د نوموړي كور سرپرست چې د لارۍ ډرېور و او نور وروڼه يې په بازار كې د تركاريو دوكانداران و ووژل، سره ددې چې د قاسم مېرمنې چې دا كيسه يې له خولې څخه اورېدل شوې، ويلي چې ما ورته خپل ماشوم زوى مخې ته ونيو چې مه كوئ د خداى لپاره زما خاوند څه ګناه كړې چې وژنۍ يې خو هغوى زما په ټېله كولو سره هغه زما په مخ كې وواژه سره د دې چې نوموړى د دريو مياشتو ماشوم هم ورسره ټپي شوى دى. او همدارنګه يې له پېښې وروسته د كور ښځو او ماشومانو ته امر كړى چې له كوره ووزي، د دوى له وتل سره سم يې كور ته انفجار وركړى او په سبا يې د بهرنيانو هزاره توكمه افغان ساتونكي د دوى دوكانونو ته ورغلي او ټول مالونه يې ترې لوټ كړي دي. كه چېرې دوى مخالفين وي، نو د دوى د دريو مياشتو ماشوم څه ګناه كړې وه، او د دوى ماشومانو او ښځو څه ګناه كړې وه چې د دوكانونو ټول مواد يې ترې لوټ كړل شول.
زه اوس دې ته حيرانېږم چې زموږ د بشري حقونو ډله چې ټوله ورځ د بشر د حقونو د ساتنې نارې وهي، زما دې پوښتنې ته دې ځواب راكړي چې آيا دغه څلور كسه دوكانداران او ډرېوران بشر نه و؟ او آيا تاسې هم د بهرنيانو په ډول افغانانو ته د بشر په سترګه نه ګورئ؟ آخېر ترڅو آيا تاسې افغانانو ته د توكم او قوميت له مخې د بشر نوم وركوئ په دې معنا كومه ډله مو چې خوښېږي هغه بشر ده او كه مو كومه ډله نه خوښېږي هغه بيا كه هر كسب ولري كه دوكاندار هم وي، د ترورېست او مخالف په نوم نوموئ آيا دا عدالت دى كه بې عدالتي؟
په هېواد كې د بهرنيانو پرلپسې وژنې او ستاسې پټه خوله پاتې كېدل خو ډېرې پوښتنې را ولاړې كړې دي، موږ نه پوهېږو چې تاسې له بهرنيانو سره كوم قرارداد كړى او كه څه؟ چې د افغانانو د وژنې پوښتنه نه كوى، موږ ته اوس په يقين سره وايو چې همداسې به وي، ځكه چې نن هېڅوك زموږ د مړينو پوښتنه نه كوي. موږ افغانان په پرلپسې توګه وژل كېږو خو داسې څوك نه شته چې پوښتنه مو وكړي، ولسمشر يې يوازې په غندلو، خواخوږي څرګندولو، پلاوي ټاكلو او په يوه وژل شوي باندې د ۵۰ زره افغانيو د وېشلو باندې پاى ته رسوي، خو په اصل كې د يوه انسان د وژنې ارزښت په څو پيسو سره نه پوره كېږي. كه چېرې يې ولسمشر او نور چارواكي پوښتنه نه كوي او يا هم په جوړجاړيو بوخت دي، نو د بشر حقوقو خپلواك كميسيون ولې دومره ناخپلواك شوى، دوى يې ولې په كلك هوډ سره په ملګرو ملتونو كې د دې موضوع په جدي توګه پوښتنه نه كوي.
آيا دا ترهګري نه ده چې په نيمه شپه د كور دروازه ورماته كړه او بيا يې د كور بې وسلې غړي پرته له محكمې او پرته له كوم جرم څخه ووژنه؟ خو كه چېرې ترهګري تعريف شي نن ورځ په افغانستان كې له بهرنيانو څخه لوى ترهګر نه شته، ځكه چې همدا دوى دي چې نن ورځ يې په ټول هېواد په ځانګړي ډول په جنوبي افغانستان كې وېره خپره كړې. ځكه كله چې يو څوك د الوتكي او يا هم د بهرنيانو د ټانګ غږ اوري همدا وايي چې دوى موږ وژني ځكه چې د پلاني پلار يا زوى يې هم د دوى په كور كې وواژه، نو اوس دې خپله نړۍ وال دا څرګنده كړي چې ترهګري څه ته وايي او د افغانستان په اوسنيو حالاتو كې ترهګرې ډلې بايد چاته وويل شي؟
سيما ثمر خو خپلې ادارې ته د جهاد بڼه وركوي نو دا جهاد او خدمت څه ډول ترسره كوي. بشر كه چېرې په بله نړۍ او يا هم د بشري حقونو د كميسيون په نظر بل ډول معنا شوى وي بيا يې دې موږ ته هم څرګند كړي چې بشر څه دى.
آيا د پرلپسې وژنو او بمباريو په اړه يوه ورځ هم بشري حقونو كومه دعوه كړې، غندلى خو يې عام خلك هم شي، يوازې په غندنو خو نه كېږي. كه چېرې په غندنو كېداى نو ولسمشر خو هره پېښه غندي او د هرې پېښې د پلټنې امر وركوي.
څو وخت وړاندې يې په كونړ كې زموږ د ښوونځي تنكي زلميان په ګوليو وويشتل، آخېر ترڅو!!!
د هغې پېښې په اړه هم د نوموړي ولايت والي فضل الله واحدي وويل : ((زموږ له خوا د لېږل شوي پلاوي په مټ معلومه شوه، چې لس کسه وژل شوي، چې اته يې د ښوونځي د بېلابېلو ټولګيو، لکه نهم، لسم او يوولسمو ټولګيو زده کوونکي دي، دوی په ځمکنيو عملياتو کې وژل شوي.))
موږ نه پوهېږو چې د بشري حقونه، د دوى د چارواكو له نظره څه مانا؟ د ځينو كسانو په وينا د بشري حقونو كميسيون اوس په ډېرو لويو معاملو بوخت دى، هغه دا چې دوى له ډېرو لويو جنايت كارانو څخه پيسې اخلي او دوسيې يې ورته ختموي، او همدارنګه له بهرنيو ځواكونو سره هم د معاملو له مخې حساب او كتاب لري.
له دې ټولو څخه معلومېږي چې سيما ثمر نه غواړي چې د افغانانو وينو ته ارزښت وركړي، افغانان نړيوالو ته داسې وښيي چې دا هم بشر دى، بلكې نن ورځ نړيوال افغانانو ته د يوه مصرفي توكي په توګه ارزښت وركوي.
نو كه چېرې د نړيوالو په افغانانو زړه نه سوزي نو زموږ خپل چارواكي خو افغانان دى آيا له دوى سره هېڅ د افغانيت مينه نشته، څو پر خپلو هېوادوالو زړه سوى وكړي او هر هېوادوال ته د خپل كور د يوه غړي په توګه وګوري. كه چېرې هر وژل شوي او د هر وژل شوي مور، خور، ورور او يتيم اولاد ته د خپل كور د يوه غړي په سترګه وګوري، بيا كېداى شي چې د يادو شوو پېښو په اړه غبرګون وښيي او نړيوالو ته وښيي چې موږ له خپلو هېوادوالو سره مينه لرو او بهرنيان نه پرېږدو چې پرته له پوښتنې يې ووژني.

http://www.bloguna.com/viqar/view/8423