د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په پښتو ادب كې توتكۍ په الوتو شوه

حبيب وقار 07.06.2010 18:34


توتكۍ د ماشومانو لپاره په پښتو ژبه خپرونې كوي، د ځاځي بابا ادبي ټولنه د نوموړې مهالنۍ مجلې امتياز لري، چې د نورالله غازي يار په مسوول مديريت، محمد انور تبسم او ذبيح الله قرار په مرستيالۍ چاپېږي. په خپلو خپرونو كې په زړه پورې او علمي مطالب خپاره كړي دي، چې هر يو يې د ماشومانو او تنكيو ځوانانو لپاره د ارزښت وړ دى، دوى په خپله سرمقاله كې ځوانانو او ماشومانو ته په پيغام كې وايي چې بايد د ابابيل د مرغانو په ډول چې د ابرهه لښكر يې له ماتې سره مخ كړ راپورته شي او خپل هېواد له وژنو، دربدريو، ورانيو او ستونزو څخه وژغوري. د توتكۍ ځينې په زړه پورې ليكنې او ژباړې لكه، ((انسان له ځمكې تر سپوږمۍ، بريالي خلك، د اسلامي هېوادونو لنډه پېژندنه، جادويي ډالۍ)) د ځوانانو او ماشومانو لپاره د يو مثبت ګام په اخيستو كې جوت رول لري.
له توتكۍ سره د ليكوالو او روڼ اندو معنوي مرسته به وكولاى شي چې توتكۍ تل په الوتو كړي او توتكۍ پرې نه ږدي چې په نيمه لاره كې ساه وركړي، توتكۍ د ليكوالو ليكنو او ژباړو ته سترګې په لاره او له ليكوالو او د فرهنګ له مينه والو غواړي چې د توتكۍ د خپرونو په اړه نظر وركړي او توتكۍ په خپلو نظرياتو سره لا ښكلې كړي.
تاسې كولاى شئ چې له توتكۍ سره په دې برېښناليك پته اړيكه ونيسئ.
Totakay.ababeel@yahoo.com