د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دپردي ضد او پردۍ پالنې په اړه يو څو خبري

خوشال خليل 03.01.2010 07:41

تيرو جګړو او ناخوالو زموږ په پخوانيو دودونو او د خلكو په انګېرنو يو لړ منفي اغيزې پريښودې، چې له امله يې د ډيرو ښو او ګټورو پديدو په وړاندې هم د مقاومت روحيه ليدل كېږي. بله خوا يو شمېر وګړي په ډير افراطي بڼه پرته له دې، چې ديو شي په ګټو او زيانونو ځان وپوهوي هر پردي ډول ته څڼي غورځوي.
په دې لړ كې زموږ د ژوند په بېلا بېلو برخو كې د پردي پالنې او پردې ضد احساساتو شتون هغه څه دي، چې زموږ ټولنه يې له يو لړ كاواكيو او بي باوريو سره مخ كړې ده.

دبېلګې په توګه زموږ په ټولنه كې د ميلمه پالنې فرهنګ ژورې ريښې لري، او كله به چې كوم بهرني له دې هيواد څخه ليدنه كوله لومړنۍ خبره به يې د افغانانو په ميلمه پالنې راڅرخيده او ددغه دود ستاينه به يې كوله. برعكس كه به كوم بهرنۍ يرغلګر په بد نيت ددې خاورې دنيولو په مقصد يرغل وكړ، افغانانو به يې په يو موټي توګه پر وړاندې دريدل او د خپلې خاورې او ارزښتونو نه به يې په ميړانه دفاع كوله. زموږ په خلكو دپرديو په وړاندې دمقابلې، زغم او پيرزوينې دغه لړۍ په ډيره طبعي توګه د ثور د كودتا پورې په خپل حال پاتې وه .

لكه پورته چې يې يادونه وشوه افغانان په تيرو لسيزو كې په هرچا او په هرڅه بي باوره شوي دي،هرې ښې او بدې پديدې ته دشك په سترګو ګوري كه دچا خبري ،جامې او كړوه وړه ورته دمعمول خلاف ښكاره شي، زړه ته ورلويږې چې ګواكې په دې كس پردي پيريان ناست دي او پردي پال يې بولي.

هغه كسان چې دپردي پالنې ګمان او شك پرې كېږي ښايې ټول يې هغه شان نه وي، چې موږ يې په اړه فكر كوو،خو شته يو شمېر خلك چې د پرديو هر څه تر موږ غوره ګڼې او د خپلې ټولنې واقعيتونو او ارزښتونو ته په مكمله توګه شاه اړوي. يو شمېر نور بيا له هرې هغې پديدې سره، چې دى ورسره اشنا نه دى او دپردي ګمان پرې كوي، هغه ته دا هرڅه يوه بلا ښكاري پرته له دې چې پرې فكر وكړي په وړاندې يو انچ نرمښت هم نه ښيې، چې حد اقل د هغې په ښو او بدو باندې له فكر كولو وروسته يو فيصله وكړى شي، په اصطلاح پر وړاندې يې جارحانه انداز غوره كوي او له يوه سره پرې كرښه راكاږي.

زموږ په ټولنه كې په تيرو درې لسيزو كې دغو دوو مضادو ځانګړنو ډيره وده كړې ده، چې يوه يې د فاشيستۍ تر كچې دملتپالنې او پردۍ ضد روحيه ده او بله يې پردي پالنه اود پرديو تقليد او نوكري. كه دغه دواړه نظرونه په همداسې افراطي توګه په مخ لاړ شي، زموږ له پاره به يې زيانونه تر هغې چې فكر كېږي خورا زيات وي.

له پرمختللي نړۍ څخه پرته له دې، چې په ښواو بدو يې پوه شو،په پټو سترګو تقليد،نوكري او دهغو پېښې كولو ته پردۍ پالنه ويلي شو او په زيان يې ګڼو، كه دا روحيه همداسې دوام پيدا كړي ديو ملت د وروسته پاتي والي لامل كېږي. وروسته پاتي ملتونه يا هغه ملتونه چې ورسته پاتي ساتل شوي دي تر ډيره يې خلك له نورو پسي روان وي. په ډيرو برخو كې خپل نوښت ابتكار او خپلواكي نه لري. هر وخت يې سترګې نورو ته نيولې وي، چې په موډ، فيشن، جامو، خوراك.......... او نورو برخو كې وروسته پاتي نه شي. دا ډول خلك ددې په ځاى چې دنورو له ګټورو تجربو څخه ګټه واخلي دهغو ظاهري او منفي خواوو ته ډير پام كوي، هغه څه يې راخپلوي چې زموږ په ټولنه كې د حساسيتونو د را پارولو او بي لاريتوب لامل ګرځي. دا ډول پېښې(تقليدونه) د ټولنپوهانو او روان پوهانو له نظره يوه ټولنيزه ناروغي ده، چې دكمترۍ احساس له امله ځيني خلك غواړي خپل وروسته پاتي والى ورباندې پټ كړي. دا ډول تقليد او پېښې سربېره پر وروسته پاتي والي ديو ملت له پاره د فكري انتشار، فردي او ټولنيز شخصيت دكمزوري كيدلو نه پرته بله مانا نه لري.

خو له دې ټولو سره سره ويلاى شو چې زموږ خلك نه ډير پردي پال دي او نه هم ډير پردي ضد دا يو داسې روحيه ده، چې د نړۍ په ډيرو ملتونو كې شته دسپټمبر په يوولسمه د امريكا په سوداګري مركزونو باندې له بريدونو وروسته په امريكا كې مسلمانان تر سخت فشار لاندې راغلل، لومړنى سړى چې له دغې پېښې وروسته په غچ اخيستنې كې ووژل شو، يو سك مذهبه امريكايي وو، چې ګمان كېده مسلمان به وي، دغې بېلګې ته په كتو په ډيرو پرمختللو هيوادونو كې هم پردي ضد روحيه شتون لري. په فرانسه كې عربانو ته په ښه سترګه نه كتل كېږي، زموږ په ګاونډيو هيوادونو كې افغانان له يو لړ ستونزو او توپيري چلندونو سره مخ دي ښايي دغه شان توپيري چلندونه موږ په خپل هيواد كې هم پيدا كړى شو، پر دې بنسټ موږ نه شو ويلاى، چې زموږ پردي ضد روحيه به تر نورو ځواكمنه وي.


كه موږ پردي پالنې ته په فرانسه كې پام وكړو هلته هم د امريكايي او فرانسوي هويت ترمنځ يوه اړيكه شته ياني هر هغه څه چې امريكايي وي، هغه ته د شك په سترګه كتل كېږي او له بلې خوا په دې هم پوهيږي، چې قدرت له هغې غاړې سره دى،كه هلته مشهور اومطرح شي په فرانسه كې به هم ښه نوم او ځاى خپل كړي. د بېلګې په ډول د فرانسي مشهور فيلسوف ژاك دريدا لومړى په امريكا كې مشهور شو بيا يې په فرانسه كې مناسب ځاي پيدا كړ. امريكايانو د فرانسي ستر تاريخ ليكونكي ميشل فوكو په لويولو او ځلولو كې لوى لاس درلود، ځكه هغوى هم له خپله ځانه پرته يو بل چا ته اړتيا لري، ياني امريكايان هم په ډيرو برخو كې فرانسوي ضد او فرانسوي پال دي.

دې ته په كتو هر ټولنه پردي ضد او د پردي پالنې ابعاد لري كله چې تاسو له چا سره په جګړه كې ياستى، نو وايي به چې زه له هغوى سره نه يم، ياني د خپل ځان له پاره ديو هويت په درلودلو ټينګار كوى. دلته قدرت هم خپل رول لري. كه چيري تاسو په انګليسي ژپه كوم كتاب وليكى او خپور شي حتمي ده چې ډير خلك به يې لولي او ښايي له ډير هركلي سره مخ شي، خو كه همدا كتاب په پښتو، اردو، فارسي او يا كومې بلې ژبې وليكى، نو هغومره به د خلكو پام ور وانه وړي، ځكه انګريزي يوه غالبه او نړيواله ژبه ده.
څه موده مخكې مې د يو افغان كېسه ليكوال عبدالوكيل سوله مل شينواري د يواثر دانګليسي ژباړې په اړه خبر واوريد چې دامريكا ديوې لويې كتاب خپرونكې ادارې له خوا چاپ شوى دا ديو افغان كېسه ليكوال لومړنۍ كتاب دى چې نړيوال ماركيټ ته مخه كوي، نو سم د واره مې ددغه ليكوال په اړه د پلټنې حس راوپاريد او دهغه نورو كېسو لوستلو ته يې وهڅولم. له يوې خوا مې په دې وياړ كاوه چې دا دى موږ هم داسې خلك لرو، چې نور ورته ارزښت وركوي او له بله پلوه خفه په دې ووم چې ولي ديو وتلي افغان ليكوال له اثارو سره اشنا نه ووم،كه چيري دا خبر ما نه واى اوريدلې د ښاغلي سوله مل په اړه ښايي تر ډير بي خبره پاتي واى، دا ددې مانا لري چې نن سبا دغرب فرهنګ تر نورو ډير غالب دي خو له بله پلوه اسيايي تمدنونه له يو بل سره ډيرې اړيكې نه لري، ځكه چې د ټولو پام د غرب خواته دى او ان تر دې چې نن ورځ موږ ختيزوال يو بل ته د غرب له عينكو ګورو او همدا د ښاغلي سوله مل بېلګه مې چې وړاندې كړه ما او ښايي په ختيز كې يې ډير خلك د غرب له بركته وپيژنې.

دا بيا هغه واقعيت دى چې له منلو څخه يې نه شو تښتيدلى، كه غواړو يا نه غواړو انګريزې ژبه او دلويديز علمي لاسته راوړنې په نړۍ باندې خپله اغيز لري. دا د لويديز دپرمختګ هغه نښې نښانې دي چې په يو نه يو ډول ورنه اغيزمن يو. د همدغه علمي،فرهنګي او اقتصادي پرمختګونو له امله، نړۍ په يو كلي بدله شوې،په دې كلي كې ګوښه پاتي كېدل زموږ په ګټه نه دي ، دنړيوالتوب په دغه بهير كې هغه ملتونه خپل ځان ځلولي او خپله بقا يقيني كولاى شي،چې خپلې شته مادي او معنوي شتمنۍ د نړيوالتوب له دغه بهير سره همغاړې كړي. نړیوالتوب یو حقیقت دی اوپه واقعيت کې پلی شوی هم دی . په پیل کې دغه پدیده په اقتصادي ډګرکې راڅرګنده شوه اوپه تدریجي توګه یې په سیاسي اوټولنیزو برخو هم اغیزه وکړه، نوځکه خوورڅخه انکارله حقیقت څخه انکاردی . په دې هم باید سترګې پټې نه شي، چې په اوسنۍ پرمختللې نړۍ کې له مسلمانانو او افغانانو پرته نور وګړي هم ژوندکوي او هغوی دبېلابېلو فکرونو اوایډیالوژيو درلودونکي دي . موږ بايد دا له پامه ونه غورځوو، چې دا مهال په یوې داسې نړۍکې ژوند کوو، چې دکمپیوټر ، ساینس او ټیکنالوجۍ په مټو دځمکې دکرې وګړي دومره سره نږدې شوې دي چې دیوه کلي بڼه يې غوره کړې، نوځکه یوازیتوب او انزوا ناممكنه بریښي.

له دې ټولو سره- سره موږ بايد د نړۍ په اړه واقعي تصوير او تصور ولرو، او ګام په ګام مخكې لاړ شو چې په دغه واقعيتونو د پوهيدو وړتيا تر لاسه كړو، زموږ دغه ډول ټولنيز خيال چې له ماډرنيزم سره يې اړيكه نيولې كه په دقت ورته پام ونه كړو، زموږ په پردي ضد او پردي پالنې تماميږي. ځكه هغه تصور چې موږ يې له غربه لرو او يايي غرب زموږ په اړه لري، تر ډيره تخيلي بڼه لري او له واقعيت نه ښايي ډير لري وي يوازي فرهنګي راكړه وركړه كولاى شي دغه اړيكې په دوستۍ او ديو بل په پيژندلوكې مرسته وكړي.

زموږ يو شمېر روڼ اندې په دې اړه انديښنه لري چې دا ډول اړيكې ښايي دنورو فرهنګي يرغل ته لاره هواره كړي، چې دا انديښنه يې تر يو ځايه سمه ده، مخكي له دې چې په فرهنګي راكړي وركړي باندې خبري وكړو، ښه دا ده چې د فرهنګي يرغل وپيژنو. ((فرهنګي يرغل يو داسې پټ، په دقيقه توګه سنجول شوى پروګرام دى، چې دبېلابېلو لارو او شونتياو له كارولو سره ديو ملت دباورونو، ارزښتونو، انګېرنو، دودونو او په هغه ټولنه كې د حاكمو اخلاقو د بي لاري كولو او كمزوري كولو په موخه ديوبل هيواد له خوا تر سره كېږي.))
ياني فرهنګي راكړه وركړه له فرهنګي يرغل سره فرق لري ،هيڅ داسې ملت نه شته چې په خپلو فرهنګي چارو كې دومره بډايه وي چې بل ته دې اړتيا ونه لري، دا يو حتمي خبره ده چې د نور څخه به زده كړه كوي هغه څه چې دوى ته ګټور دى راخپلوي به يې او هغه چې نور ورته اړتيا لري د ليږدولو هڅه به يې كوي.
كه تاريخ ته پام وكړو ملتونو له يو بل سره د سوداګري راكړې وركړې په ترڅ كې ديو بل د ژوند اداب، نوښتونه، پوهه، دجامو اغوستلو ډولونه او ژبه زده كړې ده. دا دملتونو ترمنځ تر ټولو ښه راكړه وركړه وه، چې له اقتصادي پلوه هم دواړو غاړو ته ګټه رسيده. په فرهنګي راكړه وركړه كې موخه دخپل ملي فرهنګ بډاينه او جوړونه ده، خو په فرهنګي يرغل كې بيا موخه د ملي فرهنګ له منځه وړل دي.
په فرهنګي راكړه وركړه كې اخيستونكى ملت دخپلې خوښې، په زړه پوري او ګټور شيان له نورو تر لاسه كوي، خو په فرهنګي يرغل كې بيا برعكس هغه څه وركول كېږي چې بد دى. دبېلګې په ډول هغه وخت چې انګريزانو زموږ په هيواد يرغل وكړ، د وخت پيژندلو، مطالعې، په علمي برخو كې دپلټني حس ......... او احساس يې موږ ته رانه كړ،هغوى يوازي بي اتفاقي موږ ته راوړه.

دا چې نړۍ اوس د يو كلي په شان رانږدې شوې يو لړ ارزښتونه يې د ټول بشريت له پاره دي، لكه د بشري حقونو نړيواله اعلاميه چې هر ملت او ټولنه په كې خپل ځان ليدلي شي په دې كې بيا د ټولو انسانانو خير دى،چې په سوله ييزه نړۍ كې دخپلو انساني حقونو له لرلو سره ديو بل په خوا كې ژوند وكړي، خو په فرهنګي راكړه وركړه كې موږ اړتيا لرو، چې دنورو له تجربو څخه د خپل فرهنګ په بډاينه او پرمختګ كې كار واخلو، موږ بايد دا هم هير نه كړو چې دهيواد ساتنې او هيواد جوړونې له پاره دې ته اړتيا لرو چې د ګډو موخو د تر لاسه كولو په برخه كې پرته له دې چې مذهبي، قومي او ژبني توپيرونه په نظر كې ونيسو له هيواد سره د خپلو خلكو او ټولنې اړيكه ټينګه وساتو. ديو ملت د يوالي تر ټولو مهم لامل دهغو ګډ تاريخ دى چې د كلونو په اوږدو كې يې تجربه كړى. تاريخي داستانونه او هيوادنۍ افساني ددغه تاريخ نه بېلدونكي برخې جوړوي، چې ديو ملت هر وګړى په كې خپل ځان ليدلي شي او د ټولو له پاره د الهام منبع په توګه د منلو وړ وي.
خو كله چې د يو هيواد په تاريخ كې لاسه وهنه كېږي دغه ګډ تاريخي داستانونه هم خپل ارزښت له لاسه وركوي بيا نو دا ملت نه شي كولاى د تير په شان خپل يوالى وساتي. موږ بايد د دغه ارزښتونو له ساتلو سره- سره د دنوروعلمي او فرهنګي لاسته راوړنې وارزوو او دخپل ملي فرهنګ په بډاينه او پرمختګ كې ورنه ګټه پورته كړو كه داسې وكړو بيا به دا خبره مطرح نه وي، چې څوك پردۍ ضد او څوك پردى پال دى.