د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د مور دوعا

خوشال خليل 09.06.2009 15:14

دمور دوعا -  لنډه كېسه

دغره له لمنې تاو راتاوكونجله شوى سرك د غره تر ټټره همداسې بره ختلى او په يو څنګ كې يې د تونل له لارې همداسې كوږ وږ تر كابله غځيدلى پروت دى، چې هر ورځ په زرګونه لوى او واړه موټرې په داسې بيړې ورباندې تيريږي ته به وايي چې ژر رسيدونكي موټر ته كومه جايزه په پام كې نيول شوې ده.
۱۲ كلن حميدچې په دواړو لاسونو كې يې دبسكټو او د ژاولو ډبي نيولي هره ورځ دغه موټرې او په سرك باندې پېښيدونكي نندارې په ډېر شوق ګوري.كله چې لار خلاصه وي د حميد بسكټو او ژاولو ته څوك ورګوري هم نه،نو په يوه لويه ډبره كينې او لاندې د روانو موټرو ګڼې ګوڼې ته يې سترګې نيولې وي. هغه ټوله ورځ دې ته سترګې په لاره وي چې كله به لار بنديږي.
نن څلورمه ورځ وه چې په دې لاره كې كومه ستونزه نه وه رامنځ ته شوي.هغه په تيرو دري ورځوكې دخپل پيټي سره تر دغه ځايه راغلي وو او ماښام مهال پرته له دې نه چې څه خرڅ كړي همداسې تش جيب د ډك پيټي سره كور ته ستون شوى وو.

دحميد مور به په لمانځه كې اوږدې دوعاګاني كولي، په لو ړ غږ به يې ويل خدايه اسلام ته برى وركړي، بنديان له بنده خلاص كړي، پوره وړي له پوره خلاص كړي، مسافر خپلو كورونو ته روغ رمټ ورسوي او اخره خاتمه موسمه كړي..................
تيره شپه يې چې كله مور لمونځ وكړ پاك خداى ته يې تر ډيره لاسونه پورته نيولي وو، كله يې چې په دوعا كې دمسافرو نوم واخيست، حميدمخ ور واړاوو ورته يې وويل ادې ! زموږ غم درسره نشته، هر څه چې په خوله درشي له خدايه يي غواړي ،دوعاوكړه چې نن خو يو دوه دري موټره سره وجنګيږي كه خير وو ټول بسګټونه به خرڅ شي.
- زويه خير يادوه، دا څه وايي خداى دي له غيبو ثواب وكړه،اخر بسلمانان دي هر سړى دي خداي خپلو كورنو ته سهي او سلامت ورسوي.
حميد لږه شيبه غلى شو،بيا يې خپل پنډكي ته وكتل ويې ويل ادې له كومې ورځې دې چې دا دمسافرو دوعا شروع كړې ده، ولاكه خو به هيڅ هم خرڅيږي .كرۍ ورځ لار خلاصه وي.كه په دې لار كې همداسې خير او خيريت وي، نوموږ به څه كوو؟ زه مجبور يم چې دكار له پاره كابل او يا بل ځاى ته لاړ شم بيا چې هرڅه راپيښ شول شوي به وي .
ګل ترينې ترور چې د همدغه يكي يو زوى له پاره كونډتون ته زړه ښه كړى وو،له دې خبري سره يې په وجود كې څاړه ننوتل . ويل يې نه زويه ! نه! داسې كار ونه كړئ ،كه نه زما به درپسي زړه وچوي.
- ښه، نو بياووايه چې خداى دې دا لاره هره ورځ همداسې بنده لري.
مور يې بيا اسمان ته لپه ونيوله، وې ويل اى لويه خدايه ته په خپلو كارونو ښه پوهيږي يا مو له غيبه ثواب ساز شه اويا دې دا لاره زما د زوى په خاطر په ورځ كې يو ځل بندوه.
حميد نن ورځ هر ګړندي موټر او لويو لاريو ته په دې تمه كتل چې دمور دوعا به يې قبليږي او ددغو موټرو ټيرونه به وښويږي .هغه خداى كول چې لاندې دغره په لمن كې دوه موټره سره وجنګيدل شيبه په شيبه دموټروګڼه ګوڼه زياتيده او په يو ساعت كې ټوله لار داسې وتړل شوه،چې تر ماښامه يې د خلاصيدو تمه نه كېده. په موټرو كې ناستې سوارلۍ، ښځې او ماشومان ټول په دې تمه وو چې كله به لار خلاصيږي. حميد په منډه منډه تر هر ولاړ موټر راتاويده، په لوړ غږ ي به يې اواز كاوه ژاولي واخلئ، بسكټ واخلئ.
په لومړي سر كې بيا هم چا ورنه څه شى نه اخيستل ، خو كله چې د لارې بنديدل وځنډيدل ده هم دهر ډبلي بسګټ او ژاولي بيه پنځه افغانۍ لوړه كړه. يو وخت يې پام كېږي چې ټوله سودا يې خرڅه كړې ده.ارمان ورغى چې كاشكي نور ډير بسكټونه يې هم راوړي واى . دسودانه تش شوى څادر يې په اوږه واچوو په داسي حال كې چې پيسې يې شمارلي د ولاړو موټرو په منځ كې خوشاله خوشاله كېده او دكور په لور روان وو. دموټره راكښته شويو خلكو د لارې خلاصيدل څارل او دى يې په منځ كې پلى روان وو.كله به چې لاره خلاصه وه دى به ولاړ وو، په موټرو كې سپاره خلك به ورنه دسترګو په رپ كې تيريدل ،خو دلته دى د خلكو له مخې همداسې په غرور تيريده. تيرماښام وو چې مور ورته د برنډې په مخكې په تمه ناسته وه،ګوري چې حميدخوشاله ټنډه ور ورسيده په غيږ كې يې ټينګ ونيو او دخداى شكر يې پر ځاى كړ.