د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د مفسيدينو په معافيت کې د فرهنګيانو ونډه

خوشال خليل 15.04.2012 10:49

 

د مفسيدينو په معافيت کې د فرهنګيانو ونډه

خوشال خليل

نن سبا د افغانستان په سياسي چاپيريال کې د پخوانيو ترخو پېښو او دهغو د عاملانو په اړه  داسې ليدلورى حاكم دى، چې ډير کله لوستې کسان هم پرې د يوې بېلې او جلا زاويې نه نيوکه نشې زغملی.  د هغو كسانو په اړه چې په تيرو كلونو کې  يې لاسونه د خلكو په وينو سره دي، يا يې په يو نه يو ډول د هيواد په ويجاړۍ کې ښکاره او څرګنده لاس درلود، خبره  را ياده شي، نو لومړی غبرګون يې پر وړاندې معمولان قومي او سيمه يز رنګ لري، داسې ويل کېږي چې هغه يا دغه قوم کې هم دغه شان کسان شته هغو ته ولي ګوته نه نيول کېږي؟ يابه درته وايې دا نو څه خبره ده، که پرون يې خلک وژل، پاټک يې درلود، په خپلو کې سره ښکېل وو، همدا چې نن ورځ د ټولنې په خدمتګارانو بدل شوي  دي د شکر ځای دی، ځکه چې  د دولت په بېلابېلو پوړونو كې اغيزمن فعاليت لري، په پارلمان کې تر يو چتر لاندې راټول شوي دي، قوانين جوړوي، ولسواکي او د يو بل پر وړاندې زغم او پيروزينه تمثيلوي.

  په سياسي چاپيريال او کړيو کې دغه ذهنيت ته همدغو زورواکو او پر جنايتونو تورنو پخوانيو لوبغاړو زور ورکړی دی، چې تر ډير په کې بريالي روان دي. په دې کار سره  توانيدلي دي چې وضعيت ته تر ډير په خپله ګټه تغيير ورکړي او خپل سياسي ژوند پرې اوږد کړي، دوی د تير په هير له مقولې په ګټې اخيستو په نوي نظام کې د ځان ځلونې له پاره له هر ډول متعارفو او غير متعارفو وسيلو کار واخيست، په دې کې يو هم په خپله ګټه د فرهنګيانو او لوستو کسانو استعمال راځي.

 د سپټمبر له ۱۱مې وروسته چې کله پخواني جنګسالاران واک ته ورسيدل، د ټکنوکراټانو په نوم له غرب نه يو شمېر رغلي نړيوال درغلګر هم ورسره ملګري او د ملي شتمنيو په لوټولو يې لاس پورې کړ. دوی په دغه باد راوړو پيسو لا پسې خپل قدرت ټينګ او تر ننه را وغځاوو، ددغه فاسدو چارواکو د قدرت دوام او پريمانه شتمنيو د عوامو ترڅنګ د يو شمېر فرهنګيانو پام هم ور واړوو، دغو جنګسالارانو ته د يو شمېر فرهنګيانو نږدې کت  او په اقتصادي لحاظ دهغوی د شخصي ژوند سمېدل، هغه فرهنګيان چې له دايرې دباندې پاتې وو، هغوی هم وهڅيدل چې ددغه مقاماتو له بخششونو برخمن شي، نو دهغوی خدمت ته يې بډې را ووهلې،دغه سيالي دومره جدي او تيزه شوه چې حتا د فرهنګيانو تر منځ د اختلاف يو لوی لامل د يو او بل  قوماندان تر څنګ دريدل ښودل کېږي. دغه قوماندانانو او په جنايت تورنو کسانو چې کله د خپل موقعيت په ساتلو کې د فرهنګيانو نقش ته متوجه شول، نه يوازې دا چې دوی يې وپالل بلکې د رسنيو او فرهنګيانو د اغيز پر اهميت هم پوه شول، ځانونو ته يې له همدوی نه  شخصي وياندويان او سلاکاران  وګمارل، چې ددغو سلا مشورو له برکته يې خپلې شخصي رسنۍ جوړې کړي، چې دا مهال په خپلو کې  پخوانۍ تربګنۍ د همدغو رسنيو له لارې سره پالي او د فرهنګيانو له مجبوريته په ګټې اخيستو يې هغوی هم د يو بل پر وړاندې درولي دي.

که يوه ټولنه له تشتت او ګډوډۍ سره مخ شي، نو معمولا يې سياسي او اقتصادي بنسټونه ورانيږي، په خلکو کې د بيا را پورته کېدو انګيزه له منځه ځي، نو په دغسې وخت کې چې خلک له دغه ذهني انتشار نه را وباسې فرهنګيانو ته سترګې ور اوړي، چې په خپلو تخليقاتو او اغيزمنو هڅو تيرې ورانۍ جبران او نااهله خلک د د ولس په ذهنونو کې ووهي، بد مرغي هله نوره زياته شي چې فرهنګيان دغه مسووليت په ښه توګه ترسره نه کړي او برعکس دهغو په خدمت کې وګمارل شي.

په هيواد کې نوې سياسي فضا ډيرو ټولنو، ګوندونو او آزادو او بلواکو بنسټونو جوړيدو ته لار برابر ه کړه، يوه بېلګه يې د ادبي او فرهنګي غونډو او ناستو ډيرښت دی، موږ ډير کله  له رسنيو اورو چې په فلاني او بستاني تاريخي يا اوسني وضعيت غونډه، سيمينار، مشاعره يا هم دستوره  جوړه شوې ده، کتابونه چاپ شوې دي، مقالي لوستل شوي دي، کوم شخص نمانځل شوی دی، هغه يا دغه کارونه شوې دي، چې دغه ډول غونډې د فرهنګ او ادب په پراختيا او پرمختګ کې په رښتيا هم مهمې او د قدر وړ دي، خو کله چې پردغه راز غونډو د چارواکو، قوماندانانو او يا نورو هغو کسانو  چې د ملت له خوا په جرايمو او فساد تورن دي، د مالي تمويل او شونتياوو د چمتو کولو له لارې خپل سيوری خپور کړي، د انديښنې خبره ده.

 هغه کسان چې په دغه شان غونډو کې ګډون کوي، ډيری په خبره پوه او زموږ د ټولنې هوښيار قشر دی، لومړی پوښتنه دلته دا پيدا کېږي چې دغې غونډې ته ځانګړې شوې پېسې له کومه او د کوم دولتي يا قانوني حساب نه ورکول کېږي؟ که له شخصي جيب نه ورکول کېږي، ددې امکان ډير موجود دی چې دغه پېسې دې په ناقانونه لارې د چارواکي جيب ته ورغلي وي، بله خبره دا ده چې په دغو، غونډو کې ډيری وينا وال هم څه عادي کسان نه دي، د پوهنتونونو استادان، دعلومو اکاډمۍ غړي او وتلي ژورناليستان وي، په ډيرو غونډو کې خو د مرسته کوونکو چارواکو نومونه تر اصل مطلبه ډير اخيستل کېږي، که په پخوا وخت کې هر څه و، دغه ټول فرهنګيان په يوه خوله وايې زموږ فرهنګي قوماندان، فرهنګي او ټولنيز والي، د هنر او ادب مينه وال  وزير يا رييس....... او دې ته ورته ستر ستر القاب ورته فقد د يوې غرمنۍ او يو څو کتابونو د چاپ له امله ورکول کېږي.

ماته ډير ملګري وايې دا چې کتاب چاپيږي، غونډې جوړيږي پښتو په کې مطرح کېږي ددې ستونزه په څه کې ده، دا مهمه نه ده چې پيسې له کومه شوې دي دا چې د پښتو ژبې ودې ته په کې کار کېږي دا لويه خبره ده. خو که د همدغو کسانو تير ته نظر واچول شي،يا هم اوس وخت کې چې په کومو چارو لګيا دي د پښتو څرک به په کې ونه ليدل شي، دوی دا کار د خپل ځان او پر خپل ځای د پاتې کېدو له پاره کوي چې لا پسې ځمکې غصب کړي، رشوت واخلي او جيبونه ډک کړي.

له بده مرغه دغه ذهنيت دومره لوی او پراخ دی چې زموږ ډير لويو لويو فرهنګي سټو  پرې خولې تړلي دي، ددې کار لومړۍ ستونزه دا ده چې په دې  سره نوموړی شخص چې په پخوا وختونو کې په جنايت تورن دی، په فساد کې ښکېل دی، يو ټولنيز او فرهنګي شخصيت معرفي کېږي، پخوانۍ کړنې او ناودودې يې د خلکو له ذهنونو تراشل کېږي او ټولنيز مشروعيت او معافيت ورکول کېږي. دا ستاينې معمولا له ښه نيت او احساس له مخې کېږي، خو که د قضيې ژورو ته زير شو له دې لارې دغه تمويلوونکي اشخاص يو ډول ټولنيز او فرهنګي مشروعيت ، محبوبيت او کرکټر پيدا کوي، چې له دې لارې يې  پر تير سياسي او جنګي سابقې سيوری غوړيږي او هڅه کوي هغه له خلکو هير کړي.

بله ستونزه يې داده چې له دې سره، د فساد او فاسدو چارواکو ته وخت ورکول کېږي چې خپله پاچاهي لاپسې وغځوي او پر وړاندې يې د يو منطقي او عملي منسجم مدني حرکت مخه نيول کېږي، ځکه کله چې د خلکو په ذهنونو کې دوی اتلان او قهرمانان معرفي شي، بيا هيڅوک نشي کولای پر وړاندې يې قانوني يا مدني سياسي اقدام وکړي ځکه دوی به د خلکو په ذهنونو کې د ډيرو سپيڅلو او مشروع انسانانو په توګه مطرح وي.

 

درېيمه ستونزه يې په حکومت کې د يو داسې ميکانيزم د رامنځته کېدو مخنيوی دی چې وکولای شي  د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لارې، دغه شان غونډو ته رسيدګي وکړي، دلته ممکن وويل شي حکومت خپل کار سم نه ترسره کوي، زه وايم دغه فرهنګيان چې د واليانو او نورو په دروازو کې ښکته پورته کېږي که د همدغه فاسد حکومت د کلتور په وزارت همدومره فشار راوړي او معقولې طرحې ورته وړاندې کړي دغه کار د قانوني لارو هم ممکن دی.

 موږ وينو چې د تيرو جګړو يو شمېر عاملان او ددوی پلويان معمولا دهمدغه   تير په هير له معقولې کار اخلي او ددغه نسبي وضعيت په ساتلو چې هره شيبه يې د ماتيدو ګواښ موجود دی خوشاله دي. چې له بده مرغه  دغه ليدلورى منطقي نه بريښې او په كامله توګه ناسم او غلط دى. چې حتا د اوسني ناوړه وضعيت په غځولو کې يې هم مرسته کړې ده.

موږ ته په کار ده چې وضعيت ته يوازې له  خپلو عينکو ونه ګورو، که تير ته لږ نظر وکړو هلته هم دغه شان اماتورو روښانفکرانو هرڅه خراب کړي اوس هم لګيا دي په يوې نوې بڼې د حالت په خرابيدو کې لاس لري، د روښانفکرفرق له نورو سره دا دی چې مسايلو ته په عقلاني نظر ګوري او په خپلو خبرو او کړنو کې احساسات تر کنټرول لاندې ساتې، نن ګورو چې همدا روښانفکر مزاجه خلک د هغه چا په خدمت کې دي چې زموږ لپاره يې همدا هم لوی شرم دی چې مشرې مو کوي، زموږ د يو شمېر  فرهنګيانو کارونو، او له فاسدو چارواکو او قوماندانانو سره ناستې ولاړې دا نتيجه ورکړه چې پارلمان ته مو د پښتنو له ډيرو فرهنګپاله ولايتونو څخه چيچړو او دبړه مارو کسانو، مشرانو او ولسې جرګې ته لار پيدا کړه، که ددوی د راتګ علت د قانون نه واکمني، فساد او امنيت وي، يو لامل يې دا دی چې خلک فکر کوي له دوی پرته دا نظام او ددوی ژوند نشي چليدای، چې دغه ذهنيت هم د فرهنګيانو کمزوري ښيې چې په له منځه وړلو کې يې پاتې راغلي دي.

که زموږ فرهنګي ورونه کومه بله وسله يا قوت په لاس کې نه لري، لاقل تحريمولی يا د خلکو په ذهنونو کې خو يې وهلی شي.زه دا د خپل هغه مشر فرهنګي چې ټول عمر يې د پښتو ژبې د بډاينې او ددې هيواد د سوکالۍ له پاره دردونه او کړاوونه تير کړي دي، لوی کسر شان ګڼم چې د کوم پر  فاسد تورن والي چارواکي،قوماندان يا هم د کوم ګمرک د ريس سره ولاړ وي، ډالۍ ورکوي او نمانځنه يې کوي.

کله چې زموږ ځوان کهول دغه شان يوه ننداره ګوري چې د ادب او فرهنګ په ډګر کې ددوی ايډيال شخصيت د يو فاسد له خوا تشويقيږي يا نازول کېږي دا چاره به هغوی ته کوم ډول پيغام ولري؟

ماته يو شمېر دوستان وايې چې موږ بايد مثبت فکر ولرو او مسايلو ته يوازې له منفي ليدلوري ونه ګورو. زه وايم، په اوسنيو شرايطو او شته شواهدو او عيني واقعيتونو ته په کتو موږ څنګه کولای شو مثبت فکر وکړو، مثبت فکر ښه شی دی، خو منفي تر هغې هم ښه په دې وجه ښه دی چې د راتلوونکي احتمالي ګواښ په اړه مو بېدار ساتي، که دغه دغه احتمالي ګواښ رامنځته هم نه شي تاوان خو نه لري، خو که ته خوشباوره او په اصطلاح هرڅه ته مثبت ګوري يو ورځ به ددغه احتمالي ګواښ چې ټولنې ته متوجه دی د دفع کولو له پاره به  هيڅ وسيله ونه لرو، او په لوی لاس به مو هغوی ته معافيت ورکړی وي. کله به چې افغاني کمونسټانو پر خانانو او ملکانو نقد کاوه يوه خبره به يې دا کوله چې خان ظلم او ناروا کوي او ملايان مشروعيت ورکوي، خو اوس چارواکي ظلم، کوي، فساد او نارواوې کوي، خو له بدغه مرغه ځيني فرهنګيان مشروعيت او معافيت ورکوي.

 

 

.