د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

تحول ورځپاڼه: څه رنګ تحول؟

خوشال خليل 25.02.2014 10:24

 

تحول ورځپاڼه:

څه رنګ تحول؟

خوشحال خلیل

موږ په داسې ټولنه کې ژوند کوو، چې ډير انقلابي بدلونونه او تحولات يې ترشا پريښي دي. له هر بدلون سره بل بدلون راغلی، د تېر هغه هر څه يې په بل لټ اړولي او د بدلون یوه نوې لار چې تر پخوا به انقلابي او پاروونکي وه، ټولنې ته يې ور پيژندلې ده. زموږ خلکو څه باندې درې لسېزې د دغو انقلابي بدلونونو ډېره لوړه بیه پرې کړې ده، له مادي او معنوي پلوه يې زموږ خلکو ته درانه زیانونه اړولي دي. دا ځکه چې دا هر څه په غیر طبیعي بڼه، د ټولنې د روح او روان خلاف پرته له  کوم منظم پلان او پروګرامه پر مخ وړل کېدل.

خو له دې هر څه سره سره د طبعیت قانون په بدلون او تحول پورې تړلی دی. نن مو له پرونه بېله او بدله ده، سبا ورځ به مو له نن څخه بدله وي. ټولنيز جوړښتونه او فکرونه مو له ځنډ پرته د بدلیدو په حال کې دي. په وروستیو کلونو کې زموږ د خلکو په ژوند او سیاسي شعور کې هم ډېر زیات بدلونونه راغلي دي په تېره بیا ځوانانو کې چې زموږ د نفوس لویه برخه جوړوي، ددغه نسل غوښتنې، هېلې او آرمانونه فرق کوي او تر پخوا فعال او د هېواد او نړۍ له حالاتو باخبره قشر دی. ټولنې معمولا د بدلیدونکو ښکارندو په څیر تل د لوړو او ژورو، انحطاط او تجدد سره مخ وي، لویه انديښنه يې همدا وي چې له دغو بدلونونو سره به څنګه مقابله کوي.؟

دولس کاله پخوا د نوي سیاسي نظام له راتګ سره یو وار بیا تېر حالت بدل او د وخت له شرایطو سره سم د ژوند له هر ډګر پورې تړلي جوړښتونه رامنځته او بنسټونه يې کېښودل شول، چې له ګڼو نیمګړتیاوو سره سره یو وار بیا له قانوني او حقوقي پلوه د یوې سیاسي آډانې څښتنان شو. د دغه قانوني چوکاټ سره سم چې د کومو مثبتو تحولاتو او بدلونونو هیله کېده، هغې ته ډيرپام ونشو، جنګ جګړو نوې بڼه خپله کړه، وینه تویونه او خپلسریو ته د پای ټکی کېنښودل شو، له روانو بي عدالتیو ولسونو کې ناهیلي زیاته شوه.

د ولسمشرۍ لپاره را روانو ټاکنو ته په یو داسې حساس پړاوو کې د کاندیدانو او بېلابېلو مدني بنسټونو له‌خوا په دې هېله کار روان دی، چې دغه ټاکنې به د افغانستان په سیاسي، اقتصادي، امنیتي او ټولنيز حالت د مثبت بدلون یوه پيلامه وي. چې داسې ده نو بیا د دې خاورې د فرد په توګه هیڅ اګاه افغان بي تفاوته نشي پاتې کېدای، ځکه ټول پوهیږي که دغه تاریخي پړاوو بابیزه وګڼل شي، هیواد او خلکو ته به نه جبیره کېدونکي زیانونه واړوي. د دغه تاریخي بهېر بریالیتوب به د ټول ولس بریالیتوب وي دا ځکه  چې موږ بله لار نه لرو، یا به شاته ځو او یا مخکې او دا څرګنده ده چې زموږ خلک نور نه غواړي تیر ناوړه وضعیت یو وار بیا تجربه کړي او اوسنی حالت تر دې بد شي. نو د شته جوړښتونو په ساتنې په هغې کې د ولس په ګټه بدلونونو ته جدي اړتیا لیدل کېږي، د عامه افکارو له سروې ګانو هم داسې جوتيږي چې افغانان بدلون او د يوې ښېرازې راتلونکې په لور تګ ته چمتو دي.

ددې لپاره چې دغه بدلونونه سم لوري ته رهبري شي د هیواد په هر ډګر کې تکړه مدیرانو، مشرانو او لارښوونکو بنسټونو ته اړتیا لرو چې دا هر څه په یو نوي منطقي چوکاټ کې پر مخ لاړ شي، یو داسې دوامداره چوکاټ چې دغه بدلونونه له سیاست، اقتصاد او فرهنګه نیولې تر ډيرو وړو مسایلو پورې د ستونزو پر ځای پر فرصتونو بدل کړي. دا کار هغه ټولنې کولای شي، چې هلته افراد د یو بل پر وړاندې زغم او پیرزوینه ولري. ددغه زغم د ترویج لپاره  لومړی باید دا ومنو چې موږ په يوې ګڼ دودیزه ټولنه کې ژوند کوو، دلته د تاریخ په اوږدو کې د ګڼ شمېر ناخوالو تر څنګ بیا هم د بېلابېلو باورونو او دودونو سره سره ولسونو ګډ ژوند کړی دی او دا يې په اثبات رسولې چې له دومره کثرت سره سره يې د عمومي مشترکاتو د لرلو له امله خپل وحدت ساتلی دی. زموږ د ټولنې روڼاندې او په خبره پوه کسان باید هڅه وکړي چې د ټولنې د بېلابېلو پاړکو ترمنځ د نږدیکت او زغم فرهنګ عام کړي. ټاکنې هغه ملي پروسه ده چې د بېلابېلو فکري او ټولنيزو ډلو استازي په يو قانوني چوکاټ کې د سیاسي واک د ترلاسه کولو لپاره مبارزه کوي، خلکو ته د کمپاینونو په ترڅ کې سیاسي بدیلونه وړاندې کوي او هغوی ته ښيي چې دا کار ددوی له ملاتړ نه پرته نشي کولای. دلته دی چې په ټاکنو د خلکو رایه او ګډون اهمیت پیدا کوي او حاکمیت له خدایه وروسته له خلکو پورې تړل کېږي او دا خلک دې چې خپل برخلیک په چا، څنګه او په کومې طرحې کې ګوري، ددغه سیاسي بهیر په لړ کې چې کوم حکومت رامنځته کېږي هغه بیا مکلف دی د بایلونکي او ګټونکي پاړکو په شمول د ټول هېواد او ولس د ګټو سره سم حکومتي چارې پر مخ یوسي.  اوس که څوک استدلال وکړي چې په ټاکنو کې ګډون نه کوي او دا ورته اهمیت نه لري، دغه نه ګډون او د رايې نه استعمال هم په حقیقت کې د رايې د استعمال په معنا دی، ځکه چې د رايې نه کارول هم په ټاکنو کې د ګډون معنا لري او په بدل کې يې د هغه کس رایه زیاتیږي چې دی نه غواړي مشري يې وکړي او بلاخره مجبور دی د هغه طرحې او شخص مشري ومنې چې د ده خوښ نه دی. نتیجه دا چې ټاکنو کې فعال ګډون حتمي دی.

 د شته کاندیدانو په منځ کې ډاکټر اشرف غني احمدزی هغه څوک دی چې زموږ د ټولنې له نفسیاتو سره سم يې د خپل راتلونکي حکومت طرحې او پروګرامونه په یو منطقي چوکاټ کې ټولنې ته وړاندې کړي دي. دا چې په شرقي ټولنو کې تر بنسټونو د افرادو ذاتي خصوصیات ډير نقش لرلی شي د هغه تیرو کاري تجربو او فردي ځانګړتیاوو ته په کتو ویلی شو، چې ډاکټر غني او دهغه ټیم ددغه بدلون لپاره وړ او مناسب انتخاب دی. څو زموږ د ټولنې اساسي بنسټونه په داسې شکل را ورغوي چې راتلونکي کې د اشخاصو په ځای همدغه بنسټونه او سیستمونه زموږ د ژوند چاري تنظیم کړای شي.

د دې لپاره چې ټولنه د جمود او ولاړ حالته راوباسو او د تیرو ترخو تجربو د تکرار مخه مو نیولې وي، په کار ده یو موټي اوسو او د وړو او محلي ګټو په ځای ملي ګټو ته لومړیتوب ورکړو او په روان سیاسي بهیر کې د ګډون له لارې د یو داسې حکومت راولو چې دغه بدلونونه  د ماډرن او نويو اصولو، میکانیزمونو او بېلګو پر بنسټ کنټرول او رهبري کړي.  ارواښاد صدیق پسرلی وايي: 

نه زوړ منطق چلېږي یاره نه زاړه فکرونه

زیرک زلمی په تاوده جنګ کې هم سنګر بدلوي