د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دبشري حقونو د نړيوالې اعلاميې د ٦٠مې کاليزې په پلمه

خوشال خليل 08.02.2009 14:09

٦٠ کاله پخوا د ١٩٤٨ کال د ډسمبر پر لسمه د بشري حقونو نړيواله اعلاميه تصويب او خپره شوه.
د لومړۍ او دويمې نړيوالې جګړې په دوران کې، په ميلونونه انسانان ووژل شول، لومړنى اټومي بم والوزول شو،ډليزې وژنې او نور ستر جنايتونه تر سره شول ،له دغو پېښو وروسته د نړۍ له مشرانو سره داسې احساس پيدا شو چې په داسې لارو چارو غور او فکر وکړي هيوادونه او ملتونه وکولاى شي د يو بل په خوا کې سوله يز ژوند ولري ، چې په هغه کې انساني کرامت ته درناوى او لومړيتوب ورکول شي، د داسې يوې خيرازه انساني ټولنې د جوړيدو په لورګامونه پورته شي،چې په هغې کې بېوزلي، تبعيض، په بند کې اچول او زور زياتى نه وي. د همدې موخې له پاره يې د بشري حقونو نړيواله اعلاميه تصويب او خپره کړه.
د بشري حقونو په نړيواله اعلاميه کې ذکر شوي حقونه او ازادۍ د يو لړ هغو ازاديو او حقونو ګډ ترکيب او غورچان دى، چې د ملګروملتونو د سازمان له جوړيدو څخه مخکې يې دځينو هيوادونو اساسي قوانينو ته لاره موندلې وه.
د بشري حقونو تمدن او تاريخ د پيغمبرانو، فيلسوفانو،متفکرانو او دختيزاو لويديز د بشر دوستو اشخاصو له کارنامو ډک دى، چې د بشر د ازدۍ او د حقونو د خوندي کېدو له پاره يې تر سره کړي دي. که د ختيز متفکرانو، د حقيقت د ماهيت او دبشري روح او معنوي خير ښيګڼې له پاره خپلې اخلاقي دندې تر سره کړې دي او ارزښتمن اثاريې په ميراث پرې ايښې دي ؛خو لويديزو پوهانو بيا د حکومت او د خلکو تر منځ د اړيکو په اړه مهم رول لوبولى دى.
له تاريخي پلوه د بشر د اساسي حقونو د ملاتړ اړوند اسناد او اعلاميې او په هغو کې راغلي دغه بنسټيز حقونه او قوانين د اتلسمې پيړۍ وروسته په نيمه غربي کره کې پيدا کولاى شو.
په ١٢١٥ ز کال کې انګلستان خپل لوى منشور mugna charta ) په ډېر ابتدايي بڼه خپورکړ، که څه هم په دغه منشور کې راغلې ازادۍ د منځنيو پيړيو د فيوډالي طبقې پورې محدودې وې. او له هغو خلکو پورې چې په ځمکه کې يې کار کاوه هيڅ اړه نه درلوده. هغه لومړني قوانين،چې د بشري حقونود ټينګښت ضمانت په کې شوى وو،په ١٧٧٦ کال کې د امريکا د ويرجينيا ايالت د بشري حقونو منشور يادولى شو. دې ته ورته قوانين د امريکاپه نورو ايالتونو لکه پنسلوانيا،مريلنډ،نيوجرسي او شمالي کارولينا کې ليدلى شو. همدارنګه د امريکا د خپلواکۍ اعلاميه (١٧٧٦کال) چې بيا وروسته د امريکا اساسي قانون پرې بشپړ شو، دا او ورپسې په فرانسه کې په ١٧٨٩ کال کې د بشري حقونو اعلاميه خپره شوه دا ټول هغه څه وو ،چې د بشري حقونو نړيوالې اعلاميې ته يې لاره هواره کړه . لنډه دا چې د اتلسمې پيړۍ په نيمايي کې د آزادۍ، بشري حقونو او عدالت غوښتنې او هيلې ،چې د نړۍ په تاريخ کې يې ژورې ريښې درلودې بالاخره سره راټولې او د بشري حقونو د نړيوالې اعلاميې په خپريدو تمامي شوې.(١)
په ټوليز ډول ويلى شو ،چې د بشري حقونو په نړيواله اعلاميه کې راغلي حقونه او آزادۍ د ټول بشريت او ټولو هيوادونو له پاره يو ګډ ارمان دى. ټولوته په کار ده ،چې د ښوونې او روزنې په وسيله د يوې پرمختللي اقتصادي او ټولنيز نظام له پاره ،چې ټولنيز عدالت په کې وي هلي ځلي وکړي ترڅو دغه آزادۍ اوحقونه خوندي کړاى شي.
د بشري حقونو نړيوال سند داسې حقوقي سند دى ، په منلو باندې يې هيوادونه مجبور نه دي ؛بلکې يو نړيوال اخلاقي سند دى ،چې د ملګرو ملتونو ټول غړي هيوادونه يې بايد له اخلاقي پلوه ومني او د تل له پاره خپل مقررات او کړنې د هغې په رڼا کې برابري کړي.
سره له دې چې ډېرو هيوادونو په خپولو قوانينو کې بشري حقونو ته ځاى ورکړى او دغه نړيواله اعلاميه يې منلې ده؛خودخواشينۍ ځاى په کې دادى چې په عملي ډګر کې هره ورځ له دغه حقونو څخه سرغړونې کېږي . هغه څه چې موږ يې يو واقعيت بللى شو دادى،چې لا تر اوسه د نړۍ په مخ داسې انسانان شته او نه پوهيږي چې دوى هم حقونه لري اوکه نه ؟ کله چې يو څوک پوه شي چې حقوق لري طبعي ده چې له هغو څخه به دفاع هم کوي.
په نړۍ کې به داسې هيواد پيدا نه شي چې ووايي سل په سلو کې يې خپلو خلکو ته دغه حقونه ورکړي او يا يې ورته برابر کړي دي. ځکه چې دا يو ارمان دى څوک ورنه ډېر لري او څوک ورته نژدې شوي دي . بشري حقونه د ټولو انسانانو له پاره دي، هر انسان کولاى شي چې په خپلواکه توګه د خپل جنس، نژاد، عمر، ټولنيزپوړ، مليت، مذهب او د عقيدې درلودلو حق يې خوندي وي.
داچې هره ورځ په لکونو انسانان دې نړۍ ته سترګې غړوي له بده مرغه له دوى څخه ډېر يې په داسې حالت کې ژوند کوي ،چې په ټول ژوند کې له دغو حقونو څخه نه خبريږي ،پاتې شوه ددغو حقونو د درلودلو خبره دا خو يې په خيال او خاطر کې هم نه ګرځي .
د بشري حقونو د نړيوالې اعلاميې ٢٥ وايې(( هر څوک حق لري،چې د ژوند له پاره د يوې مناسبې کچې لکه د ځان اوکورنۍ د سلامتۍ ،هوسايي په ځانګړي توګه د خوراک ، پوښاک، کور، روغتيايي اسانتياوو او ټولنيزو خدماتو څخه برخمن وي.)) (٢) خو هره ورځ په نړۍ کې په زرګونو انسانان ددغو اسانتاوو د نه لرلو له امله مري.
د بشري حقونو د نړيوالې اعلاميې پنځمه ماده وايي (( هيڅوک دې د شکنجې او سزا لاندې نه نيول کېږي. داسې کړني دې ورسره نه کېږي چې ظالمانه او يا له انسانيت څخه لري او سپکوونکي وي(٣)
د بښنې د نړيوال سازمان د رپوټ له مخې د نړۍ په ١٥٠ هيوادونو کې انسانان شکنجه او ځورول کېږي.
ددې اعلاميې ٢٦ ماده وايي (( هر څوک حق لري،چې له ښوونې او روزنې څخه برخمن وي )) (٤) خو په ټوله نړۍ کې له يو ميليارډ څخه زيات نالوستي خلک ژوند کوي .
د بشري حقونو د نړيوالې اعلاميې ٢٢ ماده وايي (( هرڅوک د ټولنې د يو غړي په توګه د ټولنيز امنيت درلودلو حق لري))(٥) خو يو نيم ميليارډ انسانان په دې خاورينه کره کې له ولږي سره لاس او ګريوان دي .او يوازې په افغانستان کې سږ کال ژمى شپږ ميلونه وګړي د ولږي له ګواښ سره مخ دي.
ددغې اعلاميې ٢٣ ماده د ټولو انسانانو له پاره د کار په درلودلو ټينګار کوي.يوازې په افغانستان کې له نيمايي زيات خلک کارنه لري، او هر ورځ د بيکارانو شمېره ډېريږي.
هغه ارمانونه چې د بشري حقونو په نړيواله اعلاميه کې بيان شوي دي، لکه له ويرې او محروميت څخه د خلاصى ارمان ، دپرمختګ او خوشالۍ ارمان دا ټول څه مجرد او ذهني ارمانونه نه دي ، داټول د پيړيو- پيړيو را په ديخوا د ډېرو انسانانو د هغو رنځونو اوکړاوونو څخه سر چينه اخلي،چې بشريت له دغو رنځونو څخه خلاصى ومومي او دغه حقونه يې خوندي شي.
کله چې موږ وينو اوګورو، چې دغه حقونه هره ورځ دهيوادونو،ډلو او اشخاصو له خوا تر پښو لاندې کېږي متوجه کېږو هغه ارمانونه چې د بشري حقونو په نړيواله اعلاميه کې راغلي ريښتني او واقعي دي .
د بشري حقونو د اعلاميې لويه اړتيا څه وه ؟
په نړيوالو اړيکو کې يو اصل دادى ،چې د دولتونو په کورنيو چارو کې به نور دولتونه لاس وهنه نه کوي، خو ځيني حکومتونه له خپلو اتباعو سره ډېر ظلم او زياتى کوي، او د نه لاس وهني اصل په ظالمو حکومتونو باندې د نورو حکومتونو يا ټولنو د اعتراض مخه نيسي.
کيدى شي د نه لاسوهني اصل يوه اخلاقي ستونزه پيدا کړي، ددې يو ښه مثال د هټلر په وخت کې د شپږ ميلونو بي دفاع يهودانو عام وژنه وه، سره له دې چې د هټلر دغه پاليسي له انساني او اخلاقي پلوه ډېره ظالمانه وه خو؛ د نړيوالې ټولنې له پاره په نړيوالو قوانينو کې د دې له پاره د نيوکې او اعتراض ځاى نه وو. د بشري حقونو د نړيوالې اعلاميې هدف داوو،چې ټولو انسانانو ته هغه چې د هر ډول سياسي نظام لاندې ژوند کو ي دولتونه يې څه نا څه حقوق ومني . د بشري حقونو پر بنسټ د بېلا بېلو هيوادونو اتباع کولاى شي چې په خپلو حکومتونوباندې په نړيوالو محکمو کې د بشرضد جنايتونو له امله دعوه وکړي دولتونه او نړيوالې موسسې کولاى شي،چې د بشري حقونو څخه د سرغړوني له امله حکومتونه تر نيوکو لاندې راولي او په هغو هيوادونو بنديزونه والګوي .
دنړۍ په کچه نړيواله ټولنه په دې بريالۍ شوې چې په ١٩٩٣ کال د اتريش په پلازمينې وين کې يو بل ګام پورته کړي ،په هغه نړيواله غونډه کې چې د ملګرو ملتونو له خوا د وين په ښار کې د بشري حقونو په اړه جوړه شوې وه ، د بشري حقونو څخه د دفاع په لړ کې يې د نړيوالې همکارۍ يو شمېر اصول وټاکل، په دغه کنفرانس کې پر دې ټينګار وشو،چې بشري حقونه د ټولې نړۍ له پاره دي . له دې حقونو څخه دفاع د ټولې نړيوالې ټولنې قانوني حق دى . او کولاى شي د نړۍ په هر ګوټ کې هغه کسان چې د بشري حقونو ته درناوى نه کوي سزا ورکړي دلته بيا دغه بهانه چې دا ددغه هيواد په کورنيو چاروکې لاس وهنه ده د منلو وړ نه ده(٦ ) .
د بشري حقونو په نړيواله اعلاميه کې راغلي حقونه په داسې بڼه د انسانانو له افکارو ، عقايدو او کرامت او منزلت سره ګډ شوي ، چې هيڅ حکومت نه شي کولاى چې ووايي دا د منلو وړ نه دي.
دا چې زموږ د خلکو پوهه نظر نورو ټولنو ته يو څه ټيټه ده ، زموږ خلک نه دې توانيدلي چې د سيمې او نړۍ په اړه روښانه معلومات ولري، له دوى سره اکثره وخت پوښتنې پيدا کېږي چې ايا دا د بشري حقونو ناري اوسوري دکوم ځانګړي هيواد غوښتنه ده؟ او يا دا چې کوم نوى قانون دى، چې زموږ ارزښتونه پرې ننګوي .ددې په ځواب کې په لنډو دومره ويلاى شو ،کله چې د نړۍ يو شمېر قومي ، مذهبي اوسياسي مشران لکه مخکې چې ورته اشاره وشوه سره راغوڼډ شول ، دغه واقعيت ته په کتو چې په نړۍ کې بېلابېل مذهبونه ،مفکوري ،سياسي کړنلارې ، دولتونه او حکومتونه شتون لري، دغو مشرانو پريکړه وکړه چې دغو ټکو ته په پام په يوې داسې نړيوالې تګلارې او پريکړې غور کوي چې د هيڅ مذهب، دين ،سياسي ايډيالوژۍ او دولت په ضد به په کې څه شى نه وي. او دا پريکړه به د يادوو شويو واقعيتونو په رڼاکې به د معتبرو او هر اړ خيزو جملو کې ددغه موجوده دينونو او لارښونو سره سم به له معتبرو نړيوالو قوانينو څخه چاڼ او يوه مانا لرونکي پريکړه به کوي چې ټولو نړيوالو ته د منلو وړ وي .
نو ويلى شو چې بشري حقونه د کوم ځانګړې هيواد، ملت ، دين ،مذهب او د انسانانو د يوې ډلې ملکيت نه دى برعکس بشري حقونه د ټولې نړۍ د هر مذهب، هر دين ، هر ملت اوهر انسان ګډ مال او ملکيت دى.
د بشري حقونو کلچر يوه داسې نظريه ده ،چې يو انسان يې له نورو سره د خير ښيګڼې ، مرستې ،مينې، ريښتينولي او ملګرتيا په بڼه په ذهن کې ساتې.
زموږ په هيواد کې له بده مرغه د قانون واکمني او د يو عادلانه قضايي او عدلي سيستم او د قانون د پلي کوونکو ادارو دکمزورۍ له امله خپلسري او زور واکي په بېلابېلو بڼو دوام لري، چې له امله يې زموږ د خلکو يو شمېر رواه حقونه له خنډ او ځنډ سره مخا مخ دي او دبشري حقونو ناوړه وضعيت يو انديښمن حالت رامنځ ته کړى په دې لړ کې عام ولس له ډېرو ابتدايي حقونو څخه هم محروم پاتي دي . که ددي خنډونو د لري کولو له پاره جدي هلي ځلي ونشي له دې سره به زموږ اوسنى نظام او دولت په ملي او نړيواله کچه د دا ډول نړيوالو سندونو پر وړاندې خپل اعتبار له لاسه ورکړي.
اخيستنې:

(١) فرهنګ سياسي ارش،غلام رضا علي بابايي،تهران ،انتشارات اشيان(١٣٨٤)
(٢) د بشري حقونو نړيواله اعلاميه، د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون له خپرونو څخه.
(٣) بشري حقونو اعلاميه .
(٤) هماغه
(٥)هماغه
http://www.mehr.nl/maqalat/ejtemai/elamia%20hquq%20bashar.htm
(٦)