د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

قلم له ټوپكه زورور دى

ميرولي جان لکڼوال 15.06.2008 14:31

شك نه شته چې يويشتمه پيړۍ د ودې او تكنالوژۍ دور دى،انسان چې په دې دور كې كوم لاس ته راوړنې درلودې رښتيا هم د بشريت له خيال او تصور څخه لوړې وې،انسان دخپل عقل په ځواك وكولى شول چې كمپيوټر او انټرنيټ په وجود راوړې كوم چې له يوې خوا د بشريت د ژوندانه ډېرې ستونزې هوارې كړې او له بلې خوا يې دا پراخه نړۍ په يو كور او كلې بدله كړه،زما هيله له خپلو درنو افغاني ځوانانو څخه داده چې دا عصر د ټوپك عصر نه دى بلكې دا عصر د پوهې ،تكنالوجۍ او قلم عصر دى هڅه وكړى چې خپل ځانونه او بچيان د نوي عصر د نوي تكنالوجۍ سره اشنا كړى كه داسې مو ونه كړل نو باور وكړى چې په نړيوال كلي كې به د ړندو انسانانو په څېر ژوند كوى،كوم چې د ژوند په هر ډګر كې په نورو تكيه لري.هغه څه چې مونږ او تاسو له شته بدمرغۍ او كړاو څخه ويستلى شي هغه يوازې او يوازې د پوهې او نوي تكنالوجۍ سره د ځان او خپل ځوان نسل اشنا كول دى،تاسو ژور فكر وكړئ هغوى چې د پوهې او تكنالوجۍ په ګاڼه ځانونه سمبال كړي هغوى په ستورو كې تجربې كوي تر څو خپلې ټولنې او اولس ته هلته د ژوند د كولو امكانات برابر كړي،هغوى داسې څراغ په لاس كې لري كوم چې ددوى د هرې تيارې پروړاندې د يو لمر په څېر عمل كوي،مګر چاچې د پوهې او تكنالوژۍ دا څراغ مړ ساتلى هغوى نه يوازې دا چې په ځمكه د يو خوار او اړ ملت په عنوان ژوند كو ي بلكې د نورو انساني ټولنو د اوږو بار هم ګرځيدلي ،د هغوى په لاسونوكې داسې څراغ وجود نه لري چې له يوې خوا پرې د خپل ژوندانه تياره اړخونه روښانه كړي او له بلې خوا نور انسانان هم د تورتم او تيارو له چتر څخه راوباسي.
مونږ او تاسو د سر په سترګو د جنګ او ټوپك مادي او ماناوي زيانونه وليدل او په دې هم وپوهيدو چې جنګ او ټوپك انسان له نورې نړۍ څخه څومره شاته پريږدي،خو بيا هم د عقل او فكر په ځواك تصميم نه نيسو هغه څه چې مونږ د هغې په بنياد پرېكړه او تصميم نيسو هغه يوازې او يوازې بې ځايه احساسات او د ټوپك د وژونكي ميلې ناوړه قدرت دى كوم چې زمونږ روغ او جوړ كارونه په داسې ډول را ورانوي چې سبا پرې خپله هم پيښيمانه وو.دا چې مونږ ولې د ټوپك مينه لرو او يا هم ولې د ټوپك پر ژبه له خلكو سره خبرې كوو،دليل يې د پوهې او د عصري تكنالوژۍ څخه ليريوالى دى،فكر وكړئ كله چې يو انسان د پوهې پر نور منور شي نو بيا هغه كولى شي چې دخپل ځان او نورو انسانانو د ژوند په اړه ژور او اوږد فكر وكړي ،هغه به هيڅكله هم ونه غواړي چې د ټوپك په شپيلۍ دې له بل انسانه ژوند واخلي او يا دې هم د يو انسان كورنۍ او بچيان نورو ته اړ كړي.
زما هيله له خپلو چارواكو څخه داده چې هڅه وكړئ د پوهې او علميت روان بهير لاپسې ګړندۍ وساتى،داسې هر اړخيزه پاملرنه ورته وكړى چې په ډېر كم وخت كې د علم او پوهې په زور له هيواده د شته بدمرغيو لمنې د تل له پاره ټولې شي،د سړك ،پل او تعمير جوړول پرته له شكه چې مهم دي خو په ماناوي لحاظ د انسان د جوړونې هومره نه،يانې تعمير،سړك او پل كه وران شي نو اباد به شي خو كه انسان يوځلې وران او خام شي نو د هغې جوړول رښتيا هم يو ستونزمن كار دى.

دا انسان دى دا انسان دى.
پرې اباد واړه جهـــــــان دى.
خو چې خام شي ورته ګوره .
نــه د ځان نه د جهــــان دى.