ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


پاکستان کې احتجاجونه: د ونډو بازار غورځېدلی روپۍ بې قدره شوې، څېړونکي روان حالات د جمهوريت دپاره تاواني بولي

پاکستان کې اقتصاد پوهان وايي، د پرون راهسې د احتجاجونو له امله نن د پاکستان د ونډو بازار غورځېدلی او د ډالر په مقابله کې روپۍ نوره بې قدره شوې ده. د سياسي چارو څيړونکي وايي په ملک کې چې د پرون راهسې څه روان دي دا د جمهوريت دپاره تاواني دي.

10.05.2023 ډیوه

په تیونس کې یهودیانو د عبادتخانې سره نژدې ډزو کې څلور کسان وژل شوي

د امریکې د خارجه وزارت ترجمان مېتیو مېلر په یو بیان کې وویل امریکا د سېناګاګ سره نژدې د حملې غندنه کوي او په داسې مهال شوي چې د الغریبه سېناګاګ زیارت ته دنیا د ګوټ ګوټ نه زایرین ورځي

10.05.2023 ډیوه

امریکا به اوکراین ته د یو بېلین ډالر و نه زیات اوږد مهاله پوځي امداد ورکوي

اوکرایني چارواکو د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل د اوکراین سرښار کییف دپاسه يې ۳۵ د ایران جوړ ډرون وغورځول. د کییف ښاروال په ټېلېګرام وېب پاڼه وویل د یو ډرون ملبه د استوګنې په یوه ودانۍ غورځېدله او د یو بل ډرون ملبه په یو موټر وغورځېدله چې له امله يې موټر اور واخیستلو

10.05.2023 ډیوه

پاکستان کې احتجاجونه: امنیت دپاره پنجاب کې د پوځ په ځای کولو وروسته د پښتونخوا حکومت هم پوځ غوښتی

د پاکستان د کورنيو چارو وزارت ویلي، د پنجاب حکومت په صوبه کې د امنيت دپاره د پوځ خواست کړی او په صوبه کې د پوځ په ځای کولو منظوري ورکړی شوې ده. د خېبرپښتونخوا حکومت هم د کورنيو چارو وزارت ته په صوبه کې د امنيت ټينګ ساتلو دپاره د پوځ په ځای کولو خواست کړی دی.

10.05.2023 ډیوه

طالبانو په خوست کې څلور خبریالان نیولي، سي پي جې وایي سمدستي دې خوشي‌ شي

واشنګټن ــــ د خبریالانو د حقونو لپاره کارکوونکي تنظیم سي پي جې له طالبانو غوښتنه کړې ده چې په وروستیو کې د خپل کار په مهال نیول شوي څلور د رسنیو کارکوونکي دې ژر تر ژره خوشي کړي او د خبریالان ځورول دې بند کړي. د طالبانو ویاند په دې اړه لا څه نه دي‌ ویلي. د افغانستان د خبریالانو مرکز د نهې- سه شنبې په ورځ خبر ورکړی چې طالبانو د مې پر اتمه په خوست ولایت کې څلور افغان خبریالان او د رسنیو کارکوونکي نیولي او بندیان کړي دي. دغه مرکز په یو بیان کې ویلي چې د طالبانو د امربالمعروف او نهي عن المنکر ادارې د غرغښت رېډیو ټیلویژن چلوونکی سخي سرور میاخېل، د ولس غږ رېډیو چلوونکی محمد الدین شاه خیالي، د چنار رېډیو چلوونکی پامير اندېش مهیدي او د نن رېډیو خبریال عبدالرحمان اشنا ور غوښتي او بیا یې نیولي دي. د طالبانو دغې ادارې یوې سرچینې ورته ویلي دغه خبریالان یې "د ټاکل شویو اصولو د سرغړونې" په تور نیولي دي، خو د سي پي جې په وینا معلومه نه ده چې دوی د کومو اصولو سرغړونه کړې ده. د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې یا سي پي جې د اېشیا پروګرام کوارډینېټره بې لي یي وایي، طالبان باید سمدستي دغه خبریالان پرېږدي او نورو د خبریالانو له ځورونې او ډارونې لاس واخلي: "طالبان باید د مطبوعاتو د ازادۍ د ساتنې لپاره پر خپله ژمنه ودرېږي. د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت سره باید د خبریالانو خلاف د خپل چلند له کبله حساب وشي". د خبریالانو مرکز وایي طالبانو په خوست کې رسنیو ته ویلي وو چې موسیقي دې نه خپروي، خو وایي کېدای شي دا خبریالان له همدې کبله نیول شوي وي. د افغانستان خبریالانو مرکز په خپل بیان کې په خوست کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ادارې د مشر شبیر احمد عثماني له خولې ویلي دي چې دا خبریالان "نیول شوي نه دي، بلکې پر ځینو مهمو مسایلو د خبرو لپاره" ور بلل شوي دي. د خبریالانو مرکز د دغو خبریالانو د نیول کېدو په اړه اندېښنه ښکاره کړې او له کوم شرط پرته یې د هغوی د ژر تر ژره پرېښودو غوښتنه کړې ده. دا مرکز وايي چې د رسنیو د قانون په اساس خبریالان د خپلو کارونو په مهال ازاد دي او چارواکي باید د هغوی کاري چاپېریال محدود نه کړي او نه دې هغوی ته ګواښونه کوي. سي پي جې په خپل بیان کې ویلي چې دوی د دغو خبریالانو د نیول کېدو په اړه هڅه وکړه چې د طالبانو له ویاند ذبیح الله مجاهد سره خبرې وکړي خو وایي هغه ورته څه جواب نه دی ورکړی. د افغانستان خبریالانو مرکز وايي تېر کال یې په هېواد کې د رسنیو د ازادۍ خلاف 237 پېښې ریکارډ کړې دي چې وایي په هغوی کې 94 د خبریالانو د نیول کېدو پېښې دي. طالبانو د 2021م کال په اګست کې تر واکمنېدو وروسته په افغانستان کې په رسنیو باندې کلک بندیزونه لګولي دي، چې له کبله یې سلګونه رسنۍ بندې شوې او د ښځو په ګډون سلګونه خبریالان یې بېکاره شوي یا له افغانستانه وتلي دي.

10.05.2023 ډیوه

یو ترکي شرکت په هرات کې له باد څخه د برېښنا د تولید په برخه کې پانګونه کوي

د ۷۷ په نوم د یو ترکیې شرکت چارواکي وايي، چې د افغانستان د هرات په ولایت کې له باد څخه د ۲۰۰ میګاواټه بریښنا د تولید په برخه کې پانګونه کوي.

10.05.2023 امریکا غږ

طالبان: په پوهنتونونو کې به ژر نوی تعلیمي نصاب پیل شي

د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم په پوهنتونونوکې د نوي نصاب د تطبیق خبر ورکړی او ویلي دي، چې د پخواني نصاب د بیا کتنې بهیر تر ډیره پای ته رسیدلو ته نږدې شوې دي.

10.05.2023 امریکا غږ

عمران خان عدالت ته وړاندې کړی شوی، د تحريک انصاف نور مشران هم نيول شوي

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او مخکنی وزيراعظم عمران خان د احتساب قامي ادارې [نېب] عدالت ته وړاندې کړی شوی او د نوموړي د 14 ورځو د جسماني ريمانډ خواست شوی دی، د ځايي مطبوعاتو ترمخه د پاکستان تحریک انصاف ګوند يو بل مشر اسدعمر په اسلام اباد کې نيول شوی دی.

10.05.2023 ډیوه

اسلام اباد عالي محکمه: د عمران خان نيول قانوني دي

د اسلام اباد د پولیسو له خوا د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان د نیولو وروسته د پاکستان تحریک انصاف ګوند د هغه نیول غیرقانوني ګڼلي دي، خو د اسلام اباد عالي محکمې ویلي، چې د عمران خان نیول قانوني دي.

10.05.2023 امریکا غږ

پاکستان: احتجاجونو کې يو تن مړ او ګڼ شمېر سرکاري ودانيو ته تاوانونه اړول شوي

د پاکستان پخواني وزيراعظم عمران خان د نيولو وروسته په ټول هېواد کې د پرون راهسې د پاکستان تحریک انصاف ګوند په احتجاجونو کې يو تن وژل شوی او ګڼ شمېر حکومتي او پوځي ودانيو ته يا اوور اچول شوی او يا مات ګوډ کړل شوي دي.

10.05.2023 ډیوه

اسلام اباد هايکورټ: د عمران خان نيول قانوني دي، پښتونخوا کې د تعليمي ادارو بندولو اعلان شوی

عمران خان د نيولو پرضد د ملک په بېلابيلو ښارونو کې احتجاجي مظاهرې شوي، د خېبرپښتونخوا د تعليم محکمې د  13 مې پورې د تعليمي ادارو بندولو او امتحانونو ځنډولو اعلان کړی دی.

10.05.2023 ډیوه

سعودي عربستان او سوریې د دیپلوماتیکو اړیکو په بیرته پیلولو موافقه وکړله

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په سوریه کې خپل دپلوماتیک ماموریت د بیا پیل کولو پریکړه یې کړې. دې وزارت دا اعلان په یوې اعلامیې کړی چې په سرکاري خبري اژانس کې سه شنبه مې ۹ (غوایي۱۹) خپره شوې.

10.05.2023 امریکا غږ

د عمران خان په نیول کیدو غبرګونونه ؛ امریکا وایي هر څه باید د قانون سره سم وي

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر وایي په پاکستان کې د مخکني صدراعظم عمران خان په نیول کیدو خبر دی او زیاته یې کړه هر څه چې پیښیږي باید د قانون سره سم وي.

10.05.2023 امریکا غږ

د عمران خان له نیول کېدو وروسته په پاکستان کې وضعیت کړکیچن شوی 

د سه شنبې په ورځ مۍ نهمه (غوايي۱۹) د پاکستان مخکنی صدراعظم عمران خان له محکمې څخه واېستل شو او ونیول شو. د هغه له نیول کېدو وروسته د هغه پلویانو د پاکستان په بېلا بېلو ښارونو کې له تاوتریخوالي ډکې مظاهرې کړې.

09.05.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

09.05.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more