شاته

اسلام اباد عالي محکمه: د عمران خان نيول قانوني دي

د اسلام اباد د پولیسو له خوا د مخکني صدراعظم عمران خان د نیولو وروسته د پاکستان تحریک انصاف ګوند د هغه نیول غیرقانوني ګڼلي دي، خو د اسلام اباد عالي محکمې ویلي، چې د عمران خان نیول قانوني دي.

عمران خان د سه شنبې په ورځ مۍ نهم (ثور۱۹) په پایتخت اسلام اباد کې پر هغه باندې د لګېدلو تورونو په یوه قضیه کې د اسلام اباد عالي محکمې ته د حاضرېدو پر وخت د پولیسو له خوا ونیول شو.

ځینو پاکستاني سیاسي مشرانو او د پاکستان د تحریک انصاف ګوند د عمران خان نیول غیرقانوني ګڼلي دي، خو د اسلام اباد د عالي محکمې (هايکورټ) د قاضیانو رئیس عامر فاروق د قانوني پلوه د عمران د نیولو په مسله د کورنیو چارو د وزارت د سکرټر او د اسلام اباد د پولیسو مشر څخه د پلټنو او غور وروسته ویلي، چې هغه د قانون پر اساس نیول شوی دی.

خو د پاکستان تحریک انصاف ګوند د اسلام اباد د عالي محکمې پر پریکړه حېرانتيا ښودلې ده.

د امریکا غږ ډیوې د راپور له مخې د تحريک انصاف د ګوند لوړپوړې چارواکي فواد چودري ویلي، د اسلام اباد د عالي محکمې له خوا د عمران خان نیول قانوني ګرځول حېرانوونکي دي.

هغه ویلي، چې د عمران خان د ضمانت نه وړاندې په نيولو پریکړه کول د نیولو پرته غېر قانوني دي ددې پریکړې پرخلاف به په ستره محکمه کې دعوا پرانیزي.

ددې دمخه د پاکستان د کورنيو چارو وزير رانا ثناءالله هم ويلي وو، چې عمران خان د قانون مطابق د احتساب د ملي ادارې "نېب" د غبن په قضيه کې نيولی او ددغې ادارې په توقیف کې دی.

فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې ټاکل شوې، چې عمران خان به د چهارشنبې په ورځ مۍ لسم (ثور۲۰) د احتساب د ملي ادارې "نېب" یوې محکمې ته د پوښتنو لپاره حاضر کړای شي.

د سه شنبې په ورځ د عمران خان د نيولو وروسته د پاکستان تحریک انصاف ګوند له خوا د پاکستان په اکثرو لویو او کوچنیو ښارونو کې احتجاجي مظاهرې شوي، چې په ترڅ کې یې دولتي تاسیساتو ته د زیان د رسیدلو سربیره د مظاهرو په مهال په ځينې ځايونو کې د مرګ ژوبلې په اړه هم راپورونه ورکړل شوي دي.

د بلوچستان په مرکز کویټه کې یوتن له پولیسو سره په اخ او ډب کې وژل شوی او پنځه نور ژوبل دي.

په کراچۍ، پېښور، راولپنډۍ او لاهور کې هم شاوخوا ۱۵ کسان ژوبل شوي دي. د پاکستان د مخابراتي تنظیم ادارې ویلي دي چې د ټویټر په ګډون یې په ټولنیزو رسنیو بندیز لګولی او په اسلام اباد او نورو ښارونو کې یې انټرنټي خدمات بند کړي دي.

خېبرپښتونخوا په ایالت کې د پوهنې وزارت په دغه ایالت کې مۍ د لسمې څخه تر ۱۳ پورې د تعليمي ادارو د بندولو او په دغه ایالت کې د روانو امتحانونو ځنډولو اعلان کړی دی.

د امریکا غږ ډیوې د راپور له مخې د تحریک انصاف ګوند د مظاهرو په مهال په پېښور کې ځای په ځای دولتي تاسيساتو ته د اور اچولو، د سواټ موټر وی د حق العبورد تاسیساتو سوځولو، او په چکدره کې د چترال سکاوټ په کېمپ د تحريک انصاف د غړو د ورتلو خبرونه ورکړل شوي او ويل شوي چې په چکدره کې د مظاهره چیانو او چترال سکاوټ د غړو ترمنځ په نښته کې څو کسان ژوبل شوي هم دي.

چارواکو د چکدرې پېښې په اړوند په رسمي توګه څه نه دي ویلي.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله خبرداری ورکړی، چې د قانون ماتوونکو سره به قانوني چلند وشي.

عمران خان نیولو ته د خلیلزاد غبرګون

افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم د پاکستان پخواني صدراعظم نیولو ته غبرګون ښودلی او د هغه د نیولو د عواقبو په اړه یې خبرداری ورکړی دی.

خلیلزاد د خپل ټویټر په پاڼه په څوپرله پسې ټویټونو کې د عمران خان نیول غندلي دي.

ښاغلي خلیلزاد ویلي:" نړۍ باید دغه نیول وغندي او د دغه هیواد د چارواکو د هڅولو لپاره په دې لاره غور وکړي. هغه هیوادونه چې له پاکستان سره پیاوړې اړیکې لري باید د دغه هیواد له مشرانو سره داسې یوې موافقې ته د رسیدو په برخه کې مرسته وکړي چې د یوه احتمالي سقوط مخه ونیسي".

همداشان زلمي خلیلزاد د عمران خان په نیولو کې د چین د احتمالي لاس لرلو یادونه هم کړې ده او ویلي دي، چې عمران خان پاکستان ته د چین د بهرنیو چارو د وزیر د سفر دوه ورځې وروسته نیول شوی دی.

خلیلزاد ویلي: " ایا هغه د دې نیولو لپاره شین څراغ ورکړی؟، یا د ثبات د ساتلو لپاره د هغه غږ ندی اوریدل شوی؟، سعودي عربستان، متحده عربي امارات او د فارس خلیج نور مهم هیوادونه د پاکستان په تاسیساتو د پام وړ نفوذ لري. سعوديانو د شهزاده مقرین بن عبدالعزیز په مستقیم منځګړتوب د ۱۹۹۹/۲۰۰۰ بحران سره مرسته وکړه. ایا دوی بیا مرسته کولی شي؟ زه هیله لرم چې ډیر ناوخته نه وي".

طالبانو حکومت، چې د عمران خان د حکومت په مهال یې دغه حکومت سره ښې اړیکې لرلې تراوسه د پولیسو له خوا د عمران د نیولو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.