ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د اشنا د پنجشنبې خبري خپرونه

د امریکا غږ په نننۍ خپرونه کې په پاکستان کې تاوتریخوالی او په اړه یې بیلابیل غبرګونونه راسپړو. د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش د پاکستان پر روان وضعیت اندېښنه ښودلې ده. طالبانو خواشیني څرګنده کړې او نورو پر وضعیت د څار یادونه کړې ده.او په اخر کې به د یوې افغانې کډوالې د بریا کیسه هم درواوروو چې وایي د زیار نه یې اصلي‌موخه د کورني اقتصاد تر څنگ د افغاني فرهنگ ساتل دي. هیله ده دا خپرونه تر پایه وګورئ.

11.05.2023 امریکا غږ

د پاکستان سترې محکمې د عمران خان نیول 'ناقانونه' وبلل

د پاکستان سترې محکمې نن پنجشنبه مۍ ۱۱ (غوايي۲۱) د دغه هېواد د مخکني صدراعظم عمران خان نیول «ناقانونه وبلل او  د خوشې کېدو» غوښتنه یې وکړه.

11.05.2023 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

11.05.2023 امریکا غږ

د پاکستان سپريم کورټ د عمران خان د خوشي کولو امر کړی او د هغه نيول یې غېرقانونه ګرځولي

د پاکستان سپريم کورټ د تحریک انصاف ګوند مشر او مخکني وزيراعظم عمران خان نيول غېر قانونه وګرځول او د هغه د فوري خوشي کولو حکم یې وکړو.

11.05.2023 ډیوه

څېړونکي: که په پاکستان کې حالات بې قابو شول د ایټمي اثاثو په اړه به یې د امریکې اندېښنې زیاتې شي

واشنګټن ــــ د پاکستان د مخکیني وزیراعظم عمران خان تر ناڅاپي نیول کېدو وروسته حالات داسې شوي چې د څېړونکو په وینا جمهوریت ته یې خطر پېښ کړی او وایي که امنیت نور هم خراب شي نو په غرب کې به د دې هېواد د ایټمي اثاثو د خوندیتوب په اړه اندېښنې پیدا شي. په واشنګټن کې امریکایي او پاکستاني څېړونکي وایي د عمران خان شهرت ته په کتو د هغه خلاف اقدام کول او د رایې او احتجاج د حق مخنیوی نه یواځې په هېواد کې جمهوري اقدارو ته زیان رسوي بلکې په اوسني نړیوال تناظر کې د پاکستان د نړیوالو اړیکو د سړېدو سبب کېدای شي. د واشنګټن په «دي مډل ایسټ انسټیټیوټ» کې د پاکستان او افغانستان د مطالعاتو د څانګې مشر مارون واین بام وایي، دا خبره سمه ده چې د پاکستان ایسټېبلشمنټ د عمران خان سیاست تر ډېره وخته د ناارامۍ خپرولو ته نه شي پرېښوولای، خو وایي په څه شکل چې هغه ونیول شو دا کار خطرې پیدا کولای شي. د واین بام په نظر په داسې حالاتو کې له عمران خان سره په سیاسي توګه په ولس کې نوره خواخوږي پیدا کېږي او له دې کبله په هېواد کې د اقتصادي بحران په ګډون چېلنجونه نور هم د خرابۍ خواته تلای شي: "یو خو دا چې دغه ګرفتاري د نړۍ په نظر کې د پاکستان تشخص ښکاره کوي چې خپل کورني معاملات څه ډول تر سره کوي، بل دا چې پیدا شوی صورتحال د هېواد پر اقتصادي او امنیتي چېلنجونو هم نور اغېز کولای شي، ځکه چې بحراني حالات د تحریک طالبان پاکستان غوندې ترهګرو ډلو ته موقع ورکوي چې حملې زیاتې کړي". واین بام وایي واشنګټن دا وخت ګوري چې حالات کومې خواته ځي او په دې هېواد کې جمهوریت او امنیت څومره متاثره کېږي. هغه وایي که د هېواد له امنیتي چېلنجونو د پوځ توجه لرې شوه نو دا به نورې پرېشانۍ پیدا کړي: "که د پاکستان د پوځ تاثر دا وي چې دا یوه منظمه اداره ده خو په ملک کې سیاسي ګډوډي او امن تر دومره حده خراب شي چې قابو کول یې ګران شي او پوځ کمزوری یا ووېشل شي نو په امریکا کې د پاکستان د ایټمي اثاثو په اړه اندېښنې زیاتې شي". بل لور ته د افغانستان د سولې لپاره د امریکې مخکیني ځانګړي استازي زلمي خلیزاد هم اندېښنه څرګنده کړې چې وایي د عمران خان ژوند ته زیاتې خطرې دي. خلیلزاد د شورو- چارشنبې په ورځ ناوخته په پرله پسې ټویټونو کې ویلي چې د پاکستان حالات په تېزۍ سره خرابېږي او له کبله یې د ملک د ریاستي ادارو تر منځ یووالی ډېر زیات متاثره کېږي. "داسې ویره په زیاتېدو ده چې کېدای شي عمران خان په جېل کې و وژل شي. دغه اندېښنه عمران خان نن [د مې پر لسمه] په عدالت کې جج ته ښکاره کړې وه". خلیلزاد د عمران خان پر نیول کېدو تنقید کړی او وایي د رپوټونو له مخې دا د قانون او ایین سرغړونه ده. هغه اندېښنه ښکاره کړې چې وایي دا کار به پاکستان په نړۍ کې له یواځیتوب سره مخ کړي. په واشنګټن کې د څېړنیزې ادارې پولي ټیکټ څېړونکی عارف انصار د ډاکټر واین بام له خبرې سره متفق دی، خو وایي تر کومه ځایه چې د پاکستان د ایټمي اثاثو د امنیت خبره ده نو وایي دا هېواد مخکې هم تر دې له خرابو حالاتو سره مخ شوی دی. عارف انصار د افغانستان جګړې ته په اشارې سره وایي هغه وخت غرب دا فکر کاوه چې پاکستان د شرخوښو او ترهګرو ډلو له شدید خطر سره مخ وو چې هسې نه له دې حالاتو ګټه واخلي او ایټمي وسلو ته ځان ورسوي. وایي له هغه وروسته امریکې له پاکستان سره د ایټمي اثالو د ساتنې لپاره کار وکړ او د عمران خان تر نیولو وروسته حالاتو باندې چې تر اوسه واشنګټن څه نه دي ویلي، دا ښکاره کوي چې امریکا د دغو ایټمي وسلو د ساتنې په برخه کې پر پاکستان باور لري. عارف انصار دا هم وایي چې واشنګټن تر اوسه د پاکستان د بحراني حالت په اړه په تبصرو کې محتاط پاتې شوی دی، وایي ځکه چې امریکا ویره لري هسې نه د عمران خان له حکومت وروسته د پاکستان په چارو کې د لاسوهنې تور پرې ولګېږي. ښاغلی انصار وایي امريکا تل ويلي چې په پاکستان کې جمهوريت غواړي، خو وایي د پاکستان لپاره د اندېښنې يو سبب دا دی چې غرب او امريکا دا وخت په پاکستان کې کومه ځانګړې دلچسپي نه لري. یادونه:- دا رپوټ د وي او اې اردو خبریال علي عمران کړی او موږ د دوی په مننه پښتو کړی دی.

11.05.2023 ډیوه

سپريم کورټ امر کړی چې عمران خان دې په یو ساعت کې عدالت ته وړاندې کړل شي

د پاکستان تحريک انصاف ګوند لخوا سپريم کورټ ته خواست شوی چې د عمران خان ګرفتاري غېر قانونه وګرځوي او د خوشي کولو حکم یې وکړي.

11.05.2023 ډیوه

هيومن رايټس واچ: د عمران خان د متشدده پلويانو ضد طاقت کارول شوی

د بشري حقونو نړیوال تنظیم هيومن راېټس واچ ویلي د عمران د نيولو وروسته چې د هغه پلويانو د تشدد څخه ډک احتجاجونه کړي، پولیسو د مظاهره چيانو ضد طاقت کارولی دی. په دغه مهال حکومت موبايل انټرنېټ بند کړی ټويټر، فېس بک او نورو ټولنیزو رسنيو باندې بندیز لګول شوی کوم چې د بنيادي حقونو سرغړونه ده.

11.05.2023 ډیوه

طالبانو هغه څلور خبریالان خوشې کړي چې د تفریحي خپرونو له امله نیول شوي وو

واشنګټن – طالبانو هغه څلور افغان  خبریالان د شورو یا چهارشنبې په ورځ خوشې کړل کوم چې یې دوه ورځې وړاندې په جنوب ختیځ ولایت خوست کې نیولي وو. د خبریالانو د خوندیتوب کمیټۍ د بیان له مخې، په دغو خبریالانو کې د غرغشت ټي وي ایډیټر سخي سرور میاخېل، د چینار راډیو ایډېټر پامیر اندېش، له نن ایف ایم څخه عبدالرحمن اشنا او د ولس غږ راډیو اېډېټر محمد شاه خیالي شامل وو. یادې سرچینې ویلي، چې دغه خبریالان د ګل یا دوشنبې په ورځ د طالبانو لخوا په یو سیمینار کې نیول شوي وو. په بیان کې وړاندې راغلي، طالب چارواکو ورته ویلي دي چې یاد خبریالان یو اصلاحي سیمینار ته غوښتل شوي وو.‌ یو سیمیز خبریال د خپل نوم د نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وویل،‌ چې دغه خبریالان د هغو تفریحي خپرونو له امله نیول شوي وو چې په اپرېل کې د اختر په مناسبت جوړې شوې وې. خبریال وویل، "دا ځکه چې د اختر په ځینو خپرونو کې موسیقي غږېدلې وه. تفریحي پروګرامونه وو او کیدای شي ښځینه غږونه هم پکې وو." طالبانو په واک باندې له قبضې وروسته د افغانستان په رسنیو کې د موسیقۍ او تفریحي خپرونو په خپرېدو باندې بندیز لګولی. خبریالانو په ځینو ولایتونو کې امریکا غږ ته ویلي، چې طالبانو د ښځینه غږونو له خپرولو څخه منع کړي دي. د جنوبي اسیا په اسوسېشن کې د افغان څانګې مشر غلام محمد ګران امریکا غږ ته وویل، د طالبانو لخوا د رسنیو د روښانه سیاست د نه شتون له امله د خبریالانو ترمنځ سوی تفاهم دی. هغه زیاته کړه،‌ چې "دوی نه پوهېږي چې څه شي خپاره کړي او څه شی نه." ګران وویل، "د طالبانو د حګومت د بېلابېلو ادارو د لاسوهنې له امله هم بې نظمي رامنځ ته شوې." که څه هم د هغه په وینا د طالبانو حکومت د اطلاعاتو کلتور وزارت ویلي، چې هېڅ حکومتي اداره د رسنیو په چارو کې د مداخلې حق نه لري خو امر بالمعروف او استخبارات په مرکز او ولایتونو کې په رسنیو باندې محدودیتونه لګوي. ګران ویلي، طالبانو تېر کال اعلان کړی وو چې د تېر حکومت د رسنیو قانون به تر هغې پر ځای وي تر څو نوی قانون جوړ شي خو خبره داسې نه ده. د ۲۰۲۲ کال په فیبروۍ کې د طالبانو ویاند زبیح الله مجاهد ویلي وو چې د افغانستان د رسنیو قانون تر اوسه هم د عملي کېدو وړ دی. د افغان خبریالانو د مرکز ویاندې سومایا ولیزاده امریکا غږ ته وویل، د افغانستان د رسنیو د قانون له مخې،‌ حکومت باید د ازادې رسنۍ په کارونو کې مداخله و نه کړي. د خبریالانو د ژغورنې کمېټې د اسیا پروګرام مشرې بېه لی یې په طالبانو باندې غږ کړی چې د افغان خبریالانو ظالمانه نیول دې ژر تر ژره ودروي. هغې امریکا غږ ته وویل، په افغانستان کې "خبریالان یواځې له دې امله نیول کېږي چې خپل کار کوي." هغې وویل، "مونږ اندېښنه لرو." او زیاته یې کړه چې تر اوسه هم دوه افغان خبریالان له طالبانو سره بندیان دي او "مونږ یې د ژر تر ژره خوشې کېدوغوښتنه کو."  

11.05.2023 ډیوه

سوریه کې د بم په چاودنې کې د پولیسو یو ډګرمن وژل شوی ؛ داعش ادعا کوي برید هغوي کړی

د اسلامي دولت یا داعش ډلې د هغه موټر بم د چاودنې کولو ادعا وکړه چې چارشنبې مې ۱۰ (غوایي۲۰) د سوریې په پایتخت دمشق کې وشوه د پولیسو یو افسر پکې ووژل شو او څلور نور ټپي شول.

11.05.2023 امریکا غږ

پاکستان: د تشدد څخه ډکې مظاهرې په دويمه ورځ هم روانې وې، د تحریک انصاف  نور مشران نيول شوي

پاکستان کې د مخکني وزيراعظم او پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د نيولو وروسته پرون په دويمه ورځ هم د تشدد څخه ډکې مظاهرې شوي، او د تحریک انصاف ګوندځينې نور مشران هم نيول شوي دي.

11.05.2023 ډیوه

پاکستان کې احتجاجونه: پوځ نهمې مې ته توره ورځ او تحريک انصاف ګوند پوځي بيان ته افسوسناکه مجموعه ويلي

د پاکستان پوځ چې د تحریک انصاف ګوند د مشر او مخکني وزيراعظم عمران خان د نيولو وروسته د احتجاجونو په مهال په پوځي ودانيو د حملو پېښو ته توره ورځ ویلي، تحریک انصاف ګوند ویلي پوځي بیان د حقيقت سره په ټکر کې دی.

11.05.2023 ډیوه

پاکستان کې د بلوا غلې کولو لپاره پوځ ګمارل شوی

په پاکستان د مخکني صدراعظم عمران خان د پلویانو او امنیتي ځواکونو تر منځ د تشدد پیښې چارشنبه مې ۱۰ (غوایي۲۰) دومره شدیدې شوې چې حکومت مجبور شو د بلوا غلې کولو لپاره پوځ وګماري.

11.05.2023 امریکا غږ

د ځانمرګي بريد د پلان  په تور نيول شوې ښځې"ماهل بلوڅ" ته د بلوچستان هايي کورټ ضمانت قبول کړی

د ماهل بلوڅ وکيل عمران بلوڅ ډيوه ته د ټيلي فون له لارې ويلي، د بلوچستان هايي کورټ دوه کسيزه بېنچ د ماهل بلوڅ ضمانت د شورو یا چهارشنبې په ورځ قبول کړ او د هغې د خلاصولو امر يې ورکړ. "عدالت نمبر4 دوه کسيزه بېنچ ججانو، عبدالله بلوڅ او اقبال کاسي د پينځه لکه روپو مچلکو په بدل د ماهل بلوڅ ضمانت قبول کړ، موږ د هغې د ضمانت درخواست عدالت ته ورکړی و چې ماهل بې ګناه ده، موږ عدالت ته ويلي چې هغه له بل ځايه نه بلکه له خپله کوره څخه پورته کړل شوې وه." د ترهګرۍ ضد کارکونکې ادارې سي ټي ډي روان کال د فبرورۍ په اتلسمه دعوه کړې وه چې پر اولسمه فبروري يې د کوټې په سيټلايټ ټاون سیمه کې د ماهل بلوڅ په نوم ځانمرګې بريدګره نيولي او له هغې څخه يې چاودېدونکی جېکټ تر لاسه کړی. د سي ټي ډي د ترجمان له لوري  په خپاره شوي بيان  کې هغه وخت لیکل شوي و چې د پټو معالوماتو پر اساس يې د کوټې په سټلايټ ټاون کې عمليات کړي او د جاسوسي ادارو په مرسته يې د ځانمرګې برید کونکې ښځينه ( ماهل بلوڅ) په نیولو سره يې د   ترهګرۍ لوی پلان ناکامه کړی. بيان کې د ماهل بلوڅ تعلق له بېلتون غوښتونکې وسلوالې ډلې بي ايل ايف  سره ښودل شوی، "د نيول شوې ترهګرې په اوږه ځانمرګی جیکټ و، دې کې څلور يا پينځه کلو چاودېدونکي توکي کارول شوي و، چې موخه یې په کوټه کې پر حساس ځاي برید کول و "- له دې بيان څو ورځې ورسته پوليسو د ماهل بلوڅ ريکاړډ شوی يو ويډويي بيان خپور کړ په کوم کې چې ماهل پر ځان لګول شوي تورونه درست بللي او هغې خپل ځان د بېلتون غوښتونکې وسلوالې ناقانونه ګرځول شوې ډلې بي ايل اېف غړې بللې او ويلي چې چاودېدونکی جېکټ د ياد تنظيم له لوري ورسپارل شوی وو۔ خو د ماهل  کورنۍ د هغې دا  بيان په يوه خبري کانفرنس کې هغه وخت رد کړی و، او ويلي  يې و چې دا بيان په زور ځينې اخيستل شوی. د لادرکه بلوڅانو لپاره کارکونکي تنظیم ، وايس فار بلوڅ مسنګ پرسنز او د ماهل د کورنۍ له لوري په کوټه او ځينې نورو سيمو کې د ماهل د ګرفتارۍ پر ضد احتجاجونه شوي و، هغه يې بې ګناه بللې او د هغې د خلاصولو غوښتنه يې کړې وه. ماهل د کوټې په سېنټرل جېل (هوده جېل) کې بنده ده، د وکيل عمران بلوڅ په وينا چې د ماهل د ضمانتي مچلکو له جمع کولو پس به هغه له جېل څخه خلاصېږي۔

11.05.2023 ډیوه

د خبریالانو مرکز: خوست کې د خبریالانو نیول د رسنیو له قانون سرغړونه ده

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي څلور افغان خبریالان او د رسنیو مسئولین چې دوه ورځې وړاندې په خوست کې د طالبانو د امربالمعروف ادارې له خوا نیول شوي وو، ازاد شوي دي.

10.05.2023 امریکا غږ

امریکاي سنیټران واي په پاکستان کې د سیاسي اړي گړي حالات څاري

په امریکا کې د پاکستان په روان سیاسي اړي ګړي نن کوم رسمي بیان ورکړل شوی نه دی خو د امریکا دوؤ سنیټرانو وي او ای ډیوه ته ویلي چې حالات څاري د امرېکې یو سنیټر کریس وان هالن نه وي او ای ډیوه چې په پاکستان کې د سیاسي کړکېچ په اړه پوښتنه وکړه نو هغه وویل چې دلته به په وزارت خارجه کې نن دمهمو چارواکو سره خبرې اترې کوي: "زه په پاکستان کې په روانو حالاتو اندېښمن یم، زه پلان لرم چې نن خارجه وزارت کې مهمو کسانو سره د پاکستان په اړه خبرې وکړم. پاکستان انتخاباتو ته اړتیا لري. او دا باوري کړو چې د انتخاباتو د ورځې پر ټاکلو اتفاق وشي، چې د پاکستان خلک په ازاده او شفافه لاره خپل رهبران وټاکي" د سوډان په حالاتو باندې د لته د امرېکې د  سینېټ د خارجه چارو کمیټۍ د یوې غونډې په وخت وي او ای ډیوه د بل سنېټر بن کارډن نه هم دغه پوښتنه وکړه نو هغه وویل:  “(معلومات) لا راروان دي. مونږ انتظار کوو او ګورو چې د سولې لپاره څه مدد کولی شو. مونږ حالات څارو.” تېره ورځ د امرېکې مشرانو د پاکستان په سیاسي وضع خپل غبرګونونه ښودلي وو. د امریکا واېټ هاوس او خارجه وزارت په خپل جدا جدا غبرګونونو کې ویلي وو د هیواد قانون او اېین تر څنګ دې د جمهوري اصولو خیال وساتل شي.  واېټ هاوس وویل، امریکا پاکستان کې د کوم سیاسي ګوند یا مشر او یا د چا د مخالفه مشر په اړه کومه رایې نه لري خو غوښتنه لري چې په ګرده نړۍ کې دې د قانون او جمهوري اوصولو احترام وشي. خارجه وزیر انتوني بلنکن د عمران خان د نیولو وروسته په خبل غبرګون کې ویلي وو د پاکستان په اړه یې رپورټونه کتلي دي او غواړي چې پاکستان کې دننه څه هم کیږي، د اېین او قانون لاندې دې وشي. د وي اوای اردو څانگې سره د خبرو په وخت د امریکايي کانګرس غړي برېډ شرمین هم د عمران خان نیولو ته سخت غبرګون ښودلی او د عمران خان نیول یې یو بد ګام بللی.

10.05.2023 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more