ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د ملګرو ملتونو کارپوهان: د طالبانو له خوا د اعدام سزا اعلان ټکان ورکوونکی دی

د ملګروملتونود بشري حقونو د شورا کارپوهانود طالبانو د سترې محکمې له خوا د سنګسار او تردیوال لاندې کولو په ګډون د فزیکي سزاګانو وروستي تصویب د اعلان په اړه ژوره اندیښنه ښودلې ده.

12.05.2023 امریکا غږ

سودان کې جګړې کې ښکیلو ډلو د ملکیانو په خوندیتوب موافقه وکړله

د متحده ایالاتو چارواکي چې د سودان په جګړې کې د ښکیلو ډلو تر منځ د خبرو په هکله معلومات لري وایي پدې خبرو کې د بشري مرستو ته په اجازې ورکولو موافقه شوې خو د اوربند په هکله خبرې لا هم روانې دي.

12.05.2023 امریکا غږ

پاکستان کې د ډالر نرخ د تاریخ تر ټولو لوړې کچې 299 روپو ته رسېدلی دی

په پاکستان کې د روان سیاسي اړي ګړي اؤ اقتصادي کرکیچ له امله د ډالر نرخ نور هم لوړ شوی او په دوؤ ورځو کې د ډالر په بیعه کې 14 روپۍ اضافه شوې ده. دا په داسې حال کې ده چې پاکستان کې د روان اقتصادي کړکیچ له امله نړیوالې ادارې دپاکستان داقتصادي سقوط اندېښنې ښایي خو دپاکستان د خزانې وزیر وایي چې پاکستان د ستنونکو پیسو تابیا له مخکې کړې ده اؤ هیواد به نه دیوالیه کیږي. د شورو/چهارشنبې په ورځ دپاکستاني روپۍ په مقابله کې د ډالر نرخ 8 روپۍ اؤ 78 په بره تللی دی اؤ یو ډالر په 299 روپۍ تبادله شوی چې دا دپاکستان په تاریخ کې د ډالر تر ټولو لوړه بیعه ده. څېړونکي د ډالر نرخ کې ددې پریمانه اضافي علتونه دپخواني وزیراعظم عمران خان دنیول کیدو سره رامنځته شوی سیاسي صورتحال اؤ په 17مئ د ایي ایم ایف داجرایه بورډ دکیدونکې غونډې ایجنډه کې دپاکستان دمعاملې نه شاملول ښایي. د زیارت/پنجشنبې په ورځ د پاکستان د پیسو د تبادلې دسازمان له خولې رسنیو ویلي چې د پاکستاني روپۍ ارزښت د ډالر په مقابله کې 8 روپۍ اؤ78 پیسې غورځیدلی اؤ ډالر 299 روپو ته رسیدلی دی. تر دې وړاندې د چهارشنبې یا شورو په ورځ د ډالر بیعه کې 5 روپۍ اؤ 38 اضافه شوې وه اؤ نرخ یې 290 روپو ته رسیدلی ؤ. دپاکستان ډان ورځپاڼې دپیسو دتبادلې داتحادیې دمشر ملک بوستان له خولې لیکلي چې د ډالر دختلو وجه دعمران خان له نیول کیدو وروسته رامنځته شوی سیاسي صورتحال دی. هغه ویلي که چرې حکومت په حالاتو قابو ونه موندله نو د پاکستاني روپۍ ارزښت به نور هم راپریوځي. ملک بوستان ویلی په 17م مئ دایي ایم ایف داجرایه بورډ غونډه کېدونکې ده اؤ دهغې په ایجنډه کې هم پاکستان ته دپور دپیسو ورکولو معامله نه ده شامل کړل شوې چې دې سره دپاکستان د دیوالیه کیدو یا سقوط اندېښنې زیاتې شوې دي اؤ دا هم د ډالر په نرخ کې داضافې علت ستر علت دی. خو دپاکستان دخزانې وزیر اسحاق ډار ویلي چې ایي ایم ایف که پاکستان ته پیسې ورکړي اؤ که نه خو پاکستان به نه دیوالیه کیږي. د زیارت په ورځ اسلام اباد کې دپاکستان داقتصادي چیلنجونو په عنوان راجوړې شوې یو غونډې ته وینا کې اسحاق ډار ویلي پاکستان دایي ایم ایف ټول شرطونه پوره کړي اؤ دتړون لپاره یې کوټلي ګامونه اخستي دي. هغه ویلي که ایي ایم ایف د مامورینو په کچه د تړون لپاره نور وخت اخستل غواړي نو اخستی یې شي، پاکستان به مئ اؤ جون کې د3.7 اربو ډالرو ادايیګیاني پخپل وخت کوي اؤ ددې پیسو انتظام به وشي. هغه ویلي نړیوالې ادارې باید دپاکستان د دیوالیه کیدو خبرې ونه کړي ځکه چې دوستو هیوادونو پاکستان سره دمالي همکاریو ژمنې کړې دي اؤ دا ژمنې به زر پوره شي. هغه وویل پاکستان ته چې تر دسمبر میاشتې پورې څومره پیسې ستنول یا ورکول دي دهغې تابیا یې کړې ده. دخزانې وزیر دهیواد د نه دیوالیه کیدو دا ډاډ په داسې وخت کې څرګند کړی چې تېره ورځ اسټیټ بینک پخپل رپورټ کې ویلي چې په 5م مئ ختمه شوې اوونۍ کې دپاکستان دبهرنیو اسعارو ذخیره کې د5.28 کروړو ډالرو نور کموت هم رامنځته شوی دی. اسټيټ بینک پخپل رپورټ کې ویلي دهیواد د زدمبادلې ټولې ذخیرې تر5م مئ9.99 اربه ډالر وې چې دې کې داسټيټ بینک ذخیرې7.38 کروړه ډالر کمې شوې اؤ‌ اوس4.38 اربه ډالر پاتې شوې دي. د اسیټیټ بینک د رپورټ له مخې دکاروباري بینکونو ذخیزې بیا 2.1 کروړه ډالر سیوا شوي اؤ‌5.60 اربو ډالرو ته رسېدلي دي.

12.05.2023 ډیوه

امریکا وایي د پاکستان د حالاتو څارنه کوي، اؤ د هیڅ یو ځانګړي ګوند یا کاندید پلوي نه ده

امریکې ویلي پاکستان کې جمهوري اقدار، اصولو ته غاړه اېښودل اؤ د قانون درناوی لیدل غواړي. د امریکې د خارجه محکمې نایب ویاند ویدنټ پټیل رسنیو ته ویلي امریکا د پاکستان د حالاتو څارنه کوي اؤ یو پیاوړی جمهوري پاکستان د امریکې په ګټه دی. هغه دا څرګندونې وروسته له هغې کړي چې روانه اوونۍ پاکستان کې د پخواني وزیراعظم عمران خان د نیول کیدو پر سر له قهره ډک احتجاجونه پیل شوي چې په کې ګڼ شمیر دولتي اؤ پوځي ودانۍ اؤ ګاډي سوځول شوي اؤ د پولیسو سره نښتو کې ګڼ شمیر سیاسي فعالین وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي. د خارجه محمکې ویاند ویلي پاکستان سره په یو شمیر معاملو د امریکې خبرې روانې دي اؤ پاکستاني چارواکو سره د انساني حقونو اؤ‌ د رسنیو د ازادۍ معاملې راپورته کړل شوي دي. ویاند وویل "مونږ وړاندې ویلي دي چې امریکا دپاکستان په ګډون ټوله نړۍ کې د یو کاندید یا یو ګوند پلوي توب نه کوي بلکې ټوله نړۍ کې د جمهوري اقدارو د درناوي اؤ دقانون د واکمنۍ غوښتنه کوي." هغه وویل ازادې رسنۍ غوره جمهوري ټولنه جوړوي،انټرنیټ دتماسونو یوه مهمه وسیله ده اؤ معلوماتو ته دخلکو لاسرسي اسانوي. دا په داسې حال کې ده چې پاکستان کې د روان سیاسي کړکیچ په مهال دتېرو څو ورځو راهسې انټرنیټ تړل شوی اؤ ټولنیزو رسنیو ته دخلکو دلاس رسي مخه هم نیول شوې ده. تر دې وړاندې اوړمه ورځ د ملګروملتونو مشر انټونیو ګوټېریش هم په پاکستان کې له ټولو ګوندونو غوښتنه کړې وه چې له تاوتریخوالي لاس واخلي . هغه پخپل یو بیان کې ټینګار کړی ؤ چې په سولیزه توګه د خلکو د راټولېدو د اړتیا درناوی دې وشي.

12.05.2023 ډیوه

د امریکا د کانګرس ځینو غړیو او پخوانیو چارواکو پاکستان کې په روان وضعیت اندیښنه وښوده

د متحده ایالاتو د کانګرس ځینو غړیو په پاکستان کې د مخکني صدراعظم عمران خان تر نیول کیدو وروسته په کړکچین وضعیت اندیښنه ښودلې.

12.05.2023 امریکا غږ

اېټلي د چین سره د خپلې سرمایه کارۍ په معاهدې له سره غور کوي

واشنګټن   - اېټلي د چین سره د سرمایه کارۍ د یو متنازعه تړون په نوي کولو باندې نظر ثاني کوي کوم چې د سي پېک په شان ده. د اېټلي یوې ځایي رسنۍ خبر ورکړی چې د چین او د اېټلي خارجه وزارتونو چاراکو د مې میاشتې په پنځمه نېټه په روم کې د بېلټ اېنډ روډ اېنشټیټو په تړاو معاهدې باندې خبرې کړي دي او د روان کال په فبروري کې هم کله چې د چین خارجه وزیر وانګ یي ايټلي ته تللی و، نو د دوو ملکونو ترمنځ په دې باب خبرې شوې وې. بېلټ اېنډ روډ د چین یوه عالمي منصوبه ده چې په پاکستان کې یې یوه برخه د سي پېک یا د چین او پاکستان د راهدارۍ په نوم یادیږي. د اېټلي د حکومت یو جګپوړي حکومتي چارواکي روئټرز خبري ادارې ته ویلي دي چې ډېر زیات امکان شته چې ملک د چین سره خپل دغه تړون ونه غځوي، مګر د بجېنګ سره د لا زیاتو خبرو دپاره وخت ته ښایي اړتیا وي. د جاري تړون موده د آینده کال په اوایلو کې ختمېدونکې ده. چین او اېټلي د ۲۰۱۹ کال په مارچ میاشت کې کله چې د چین صدر شي جن پنګ روم ته سفر کړی و، د یو پنځه کلن مفاهمتي یادداشت په لاسلیکولو سره دا معامله پرځای کړې وه. دې سره اېټلي د نړۍ د اوو پرمختللو اقتصادي قوتونو له ډلې څخه یوازېنی ملک شو چې د چین عالمي منصوبې (بېلټ اېنډ روډ) کې شامل شو. مګر د اېټلي چارواکو روئټرز ته ویلي چې تر اوسه دا منصوبه د اقتصادي مفاداتو دپاره د څه قسمه امیدونو په راپیدا کولو کې پاته راغلې ده. په دې کې د اېټلي داخلي سیاستونه هم خپل کردار لوبوي. وزیراعظمه جورجا مېلوني وړاندې تر دې چې تېر سپټمبر میاشت کې واک اختیار ته ورسیږي، د چین او اېټلي ترمنځ په دې معامله یې تنقیدونه کړي و. مېرمن مېلوني تېر کال د روئټرز سره په یوه مرکه کې ویلي و چې: "زما له اړخه هېڅ داسې سیاسي عزم نشته چې په اېټلي او یا یورپ کې دې د چین د وسعت افزایي طرفداري وکړم." د اېټلي پخوانی وزیراعظم جوزېپې کونتې امید څرګند کړی و چې د چین سره دا معامله به د اېټلي اقتصاد پیاوړی کړي او چین ته به یې برامدات سېوا کړي. که څه هم اېټلي ټینګار کولو چې دا صرف یوه تجارتي معامله ده، مګر دې تړون د اېټلي د اتحادیانو، لکه امریکا، فکرمندۍ راوپارولې.

12.05.2023 ډیوه

عمران خان نن بیا عدالت ته وړاندې کړل کیږي، د دفاع وزیر وایي هیواد کې بېړنی وضعیت هم پر ځای کیدای شي

 د سپریم کورټ په امر د غبن په قضیه کې له بنده خوشې کړل شوی د پاکستان پخوانی وزیراعظم او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان نن د جمعې په ورځ بیا اسلام اباد هایکورټ ته وړاندې کولی شي. په عین حال کې د پاکستان د دفاع وزیر ښاغلي خواجه اصف د سپریم کورټ لخوا د عمران خان د خوشې کولو په پرېکړه سختې نیوکې کړي اؤ ویلي یې دي چې که د حالاتو تقاضه رامخې ته شوه نو هیواد کې بېړنی وضعیت هم پرځای کیدای شي. له بنده د خوشې کیدو وروسته ښاغلی خان د سپریم کورټ په امر د زیارت په ماښام په اسلام اباد کې د پولیسو مېلمستون ته رسول شوی ؤ او هلته یې د خپلې میرمنې اؤ څو نورو نزدې کسانو سره یو ځائ شپه تېره کړې ده. سپریم کورټ د پولیسو په میلمستون کې عمران خان ته د خپل میلمه درجه ورکړې خو حکومتي مشرانو اؤ‌ څېړونکو د سپریم کورټ په دې پرېکړه سختې نیوکې کړي اؤ ویلي یې دي چیف جسټس عمران خان ته هغه اسانۍ ورکړي چې تر دې وړاندې هیچاته نه دي ورکړل شوي. د دفاع وزیر خواجه اصف اسلام اباد کې پریس کانفرنس ته د وینا په مهال پوښتنه راولاړه کړې ده چې تر دې وړاندې د نورو ګوندونو مشران زندانونو کې په زمکه نسکور اچول کیدل خو د عمران خان نه په میملستون کې هم د اسانیو په اړه پوښتنې کیږي "دا حسن سلوک عمران خان سره ولې روان دی اؤ دا غبرګ معیار ولې لیدل کیږي؟" پخوانی وزیراعظم عمران خان په نهمه مئ د اسلام اباد هایکورټ د احاطې نه د القادر ټرسټ دغبن په یوه قضیه کې د نېب لخوا نیول شوی ؤ چې دهغې راپدیخوا پاکستان کې دعمران خان دګوند فعالینو دتشدد اؤ اړي ګړي ډک احتجاجونه پیل کړي وؤ . دعمران خان پلویانو ګڼ شمیر دولتي اؤ پوځي ودانیو اؤ ګاډو ته اورونه اچولي وؤ اؤ دپولیسو سره یې نښتې کړې وې چې پکې مطبوعاتو دګڼ شمیر کسانو دمرګ ژوبلې رپورټونه ورکړي دي. دسپریم کورټ دمشر قاضي ښاغلي عمر عطابندیال په مشرۍ درې کسیز بینچ دعمران خان دګوند دیو مشر فواد چوهدري په درخواست د زیارت په ماذیګر عمران خان عدالت ته رابللی ؤ اؤ دهغه ګرفتاري یې غیرقانوني ګرځولې وه . سپریم کورټ‌ دعمران خان دخوشې کولو امر کړی ؤ خو ددې سره سم یې ویلي وؤ چې عمران خان به سرکاري میلسمتون کې دسپریم کورټ میلمه وي اؤ هلته به ورسره ملګري اؤ دفامیل غړي لیدنې هم کولی شي . سپریم کورټ پخپل حکم کې ویلي وؤ چې عمران خان به په 12مئ(نن)بیا اسلام اباد هایکورټ ته رجوع کوي اؤ هایکورټ چې هره فیصله وکړه عمران خان ته به هغه منل وي. د عمران خان د نيول کیدو نه وروسته هم په هغه ورځ د اسلام اباد هایکورټ چیف جسټس عمر فاروق دهغه دنیونې نوټس اخستی و چې د هغه نیول قانوني وو که غېر قانوني؟ او بيا يې هم په هغه ورځ ماسخوتن فېصله اورولې او د عمران خان نيول یې قانوني ګرځولي وو. د پاکستان مسلم لیګ نواز ګوند یوې مشرې مریم نواز د سپریم کورټ له خوا د عمران خان په خوشي کېدو توند غبرګون څرګند کړی ؤ او پر ټویټر یې لیکلي وؤ چې عمران خان "فتنه" ده او چیف جسټن یې دفاع کوي: "چیف جسټس صیب نن په دې ډېر خوشاله دی چې د قومي خزانې نه 60 اربو روپو خوړونکي سره یې ولیدل او تر دې هم زیات په دې خوشاله دی چې دغه مجرم یې خوشی کړ. د ملک پر مهمو او حساسو ځایونو د بریدونو تر ټولو لوی ذمه وار چیف جسټس دی". د عمران خان له خوشې کیدو وروسته دهغه پلویانو په ګرد هیواد کې دخوشحالۍ جشنونه کړي دي خو په مرکز کې د واکمن مسلم لیګ نواز ګوند ځينو پلویانو بیا د زیارت په ماسخوتن دپنجاب بیلابیلو سیمو کې دسپریم کورټ د فیصلې پرضد احتجاجي لاریونونه کړي دي.

12.05.2023 ډیوه

برتانیه اوکراین ته د کروز توغندي استوي

د برتانیې د دفاع وزیر بین والیس وایي اوکراین ته لیرې واټن ویشتونکي کروز توغندي ورکوي چې د روسیې د ۱۴ میاشتني یرغل مقابله پرې وکړي.

12.05.2023 امریکا غږ

د ترکیې د صدارتي انتخاباتو یو کاندید د خپلې امیدوارۍ نه په شا شو او ګټه به یې د اردوان رقیب ته رسیږي

واشنګټن   - د ترکیې د صدارتي انتخاباتو یو امیدوار د زیارت/پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې هغه انتخاباتي ځغل پرېږدي او له خپلې امیدوارۍ په شا شو. دا ګام په انتخاباتو کې د صدر رجب طیب اردوان لوی رقیب، کمال قلیچداراوغلو ته ممکن ګټه ورسوي. د ترکیې د وطن پارټۍ مشر محرم اېنجه، چې ګوند یې لږ څه کین اړخی ګڼلی کیږي، د آینده هفتې په انتخاباتو کې یو له څلورو امیدوارانو څخه و. د ترکیې صدارتي انتخابات د مې په ۱۴مه نېټه کېدونکي دي چې ورسره یوځای پارلېماني انتخابات هم ترسره کیږي. د ترکیې شپږ سیاسي ګوندونه چې د طیب اردوان خلاف دي، یو ائتلاف جوړ کړی او ټولو په ګډه د کمال قلېچدار اوغلو ملاتړ کوي. په محرم اېنجه باندې دا تنقیدونه کېدل او فشار ورباندې زیات شوی و چې ولې د دغو شپږو پارټيو د ائتلاف ووټونه تقسیم کوي چې که داسې شوي و، نو امکان یې و چې د دې سببه صدارتي انتخابات دویم دور ته ولاړ شي. محرم اېنجه د خپل سیاسي ګوند د دفتر مخې ته خبریالانو سره خبرو کې وویل: "زه د سیالۍ نه په شا کېږم. زه دا کار د خپل ملک دپاره کوم." اردوان چې د ۲۰۰۳ کال راهېسي اول د وزیراعظم او بیا د صدر په توګه د ترکیې مشر پاته شوی دی، اوس په انتخاباتو کې د داسې سخت چلېنج سره مخ شوی چې په تېرو شلو کلونو کې نه و مخ شوی. د سروې ګانو نتایج څرګندوي چې قلېچدار اوغلو لږ څه په اردوان باندې مخ ته دی. داسې اټکل شوی و چې هېڅ یو کاندید به په اول دور کې د پنځوس فیصدو نه زیات ووټونه ونه ګټي. د سروې ګانو ترمخه، په ووټرانو کې د محرم اېنجه مقبولیت د امیدوارۍ د اعلان په وخت کې اته (۸) فیصده و، خو وروسته یې د مقبولیت کچه راولوېدله او قریب دوه (۲) فیصدو ته ورسېدله. محرم اېنجه په ښکاره داسې څه ونه ویل چې هغه د قلېچدار اوغلو په ګټه تر خپلې امیدوارۍ تېریږي، مګر څېړونکي وایي چې د هغه په شا کېدل، په غالب ګومان سره د قلېچداراوغلو سیاسي ائتلاف ته ګټه رسولی شي. د اردوان مخالف سیاسي ائتلاف غړو د محرم اېنجه د شا ته کېدو د فیصلې هرکلی کړی دی. د ترکیې د ډېموکراټ پارټۍ مشر ګولتېکین اویسال ویلي: "که خدای کول، زمونږ اولس به په آینده ورځو کې لازمي ګامونه واخلي چې مونږ د انتخاباتو په اول دور کې [کامیابه] شو." اېنجه د صدارتي انتخاباتو د امېدوارۍ نه په شا شوی مګر دا یې ویلي چې د هغه وطن پارټۍ، کوم چې په ۲۰۲۱ کال کې جوړه شوې ده، په پارلېماني انتخاباتو کې به سیالي کوي. محرم اېنجه، چې اته پنځوس (۵۸) کلن  او پخوا د فزیکس استاذ و، تر دې وړاندې د ۲۰۱۸ په انتخاباتو کې د اردوان خلاف صدارتي انتخاباتو کې ځان کاندید کړی و. هغه وکړی شول چې دېرش فیصده ووټونه حاصل کړي، مګر وروسته بیا د سي اېچ پي پارټۍ نه یې خپله لاره جدا کړه.

11.05.2023 ډیوه

امریکا جنوبي افریقا روسیې ته د وسلو په ورکولو تورنه کړه 

په جنوبي افریقا کې محلي رسنۍ وايي چې په دغه هېواد کې د امریکا سفیر روبن بریګیتي نن پنجنشبه مۍ ۱۱ (غوايي۲۱) جنوبي افریقا تورنه کړه چې په پټه روسیې ته وسلې انتقالوي.

11.05.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

11.05.2023 امریکا غږ

د انسانانو د قسمونو په اړه د معلوماتو د پاره د ډي اين ای ريفرنس ګايډ وغځول شو

واشنګټن ــــ د شلو کالو راهسې ساينسدانان د هر تن پوره ډي اين ای د بل تن سره موازنه کوي او دا ټېمپليټ تر ډېره د جینیاتي موادو په بنياد دی چې د يو تن نه اخستل شوې نمونه ده او دغه تن د بفېلو د سړي په نوم پېژندل کيږي. خو ساينس پوهان خبر دي چې د اوږدې مودې نه کارول شوی د موازنې دا ټېمپليټ لا ريفرنس جېنوم ډېر محدود دی ځکه دا عمل د انسانانو قسمونه نه احاطه کوي. په يونيورسټي اف کيليفورنيا کې د جينومېکس کارپوه بېنېډېکټ پيټن وايي “مونږ په انسانانو کې د توپير کولو يو ښه پوهې ته اړتيا لرو. مونږ کمی لرو”. اوس ساينس پوهان د ډېرو قسمونو پېژندلو په یوه حواله لا رېفرنس جوړولو کار کوي چې دوی ورته پينجېنوم وايي. په پينجېنوم کې تر اوسه د نړۍ په کچه په ډېرو ځايونو کې د 47 تنو جېنېټېک مواد اخستل شوي دي. دا د څلور مطالعاتي تحقيقونو برخه ده چې د شورو- جهارشنبې په ورځ په نيچر او نيچر بايوټېکنالوجي جرنلو کې چاپ شوې ده. ساينس پوهان وايي دا د وړاندې نه دوی ته د صحت او مرض په اړه ډېر څه نوي ورښايي چې په راتلونکي کې به د ناروغانو مدد وکړي. پيټن وايي نوې حواله لا نيو رېفرنس به د ساينس پوهانو په دې پوهه کې مرسته وکړي چې څه عادي دي او څه عادي نه دي. هغه وايي: “دا يواځې په پوهېدو ده چې کوم عادي توپير څنګه وپېژندل شي. مونږ به وکړی شو چې ووايو اوه! دا هغه غټ ساختنی یا د جوړښت بدلون دی چې په جين اثر کوي؟ د دې په اړه مه انديښمن کېږه”. انساني جېنوم د هداياتو يوه مجموعه ده چې انسان جوړوي او ساتي. کارپوهان د پينجېنوم وضاحت د ډېرو خلکو د جېنوم د پوره سلسلې جمع کول بولي چې داسې ډيزاين شي چې د انسانانو د قسمونو نمايندګي وکړي. پيټن چې د پينجېنوم تحقيق ليکونکی او د پروژې مشر دی وايي د وړومبي 70 فیصده دغه جېنوم حواله د يو افريقايي امريکايي سړي نه راغله چې نسل يې د ګډ افريقايي او يورپين نيکونو وو او په بفېلو کې يې په رضاکارانه توګه د دې د پاره په کال 1997م کې اخبار ته اشتهار ورکړی وو. دا نوره 30 فیصده برخه د نورو شلو کسانو نه واخستل شوه. پينجېنوم د 24 افريقايانو د نسل د کسانو، 16 د امريکايانو او کيريبين خلکو، شپږ ايشيايي او يو يورپين تن د موادو مجموع ده. پيټن وايي: “د هر دوو تنو جېنوم د 99% نه ډېر د يو بل سره يو شان وي او هم دغه توپير دی چې د جېنېټېکس او جېنومېکس په اړه د پوهې او تحقيق سره تعلق لري”. کېدلی شي ناروغان د دې تحقيق نه څه وخت پس ګټه پورته کړي خو ساينس پوهان وايي نوې لاس ته راوړنې به حتمن جېنیاتي معاينه کول نور باوري کړي، د دوايانو موندل او د ذاتي تداوي کار به نور هم ښه کړي. پيټن وايي “مونږ د يوې اوږدې لوبې د پاره په دې کې بوخت يو”. یادونه:- دا رپوټ له اې پي خبري ایجنسۍ اخیستل شوی دی.

11.05.2023 ډیوه

د اسرائیل پوځ او غزه کې د جنګیالیو ترمنځ نښتو کې ۲۸ تنه وژل شوي - مقامات 

نن پنجشنبه مۍ ۱۱ (غوايي۲۱) د اسرائیل پوځ او د غزې په تړانګه کې د «اسلامي جهاد» د جنګیالیو ترمنځ د پيل شوې تازه جګړې درېیمه ورځ وه. 

11.05.2023 امریکا غږ

سپینې خبرې

آیا د پاکستان حکومت به وکولای شي د عمران خان له نیول کیدو وروسته په هیواد کې رامنځته شوی وضعیت کنټرول کړي؟ د پاکستان دغه سیاسي کړکېچ به د افغانستان پر وضعیت څه اغېز وکړي؟

11.05.2023 امریکا غږ

تېر کال څه باندې ۷۱ میلیون خلک بې ځایه شوي دي- راپور

د څار نړیوالو ټولنو د یوه تازه رپوټ پر بنسټ، په اوکراین کې د تیر کال د جګړې له پیل کیدو او په نړۍ کې د طبیعي پیښو په ځانګړې توګه په پاکستان کې د موسمي سیلابونو د راوتلو له امله، لسګونه میلیونه خلک په هېوادونو کې دننه بې ځایه شوي دي.‌

11.05.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more