ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د پاکستان پولیسو عمران خان ونیوه

د پاکستان پولیسو تایید کړې ده چې ددغه هېواد پخوانی صدراعظم عمران خان یې نیولی دی.

09.05.2023 امریکا غږ

ملګري ملتونه: افغانستان کې لا د حقونو سرغړونې، ښکاره سزاګانې او د پخوانیو چارواکو وژنې روانې دي

واشنګټن ــــ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر «یوناما» وایي د روان کال د فرورۍ، مارچ او اپرېل په میاشتو کې هم په دې هېواد د بشري حقونو سرغړونې روانې وې او اندېښنه یې ښکاره کړې چې واکمنو چارواکو د مخالفو غږونو د غلي کولو لړۍ روانه ساتلې ده، خو طالبانو دا دعوې رد کړې دي. یوناما د مې پر نهمه په افغانستان کې د بشري حقونو د حالت په اړه په یو تفصیلي رپوټ کې د ښځو او نجونو د حقونو، د ملکي وګړو د ساتنې، د مخیکني حکومت د ملکي او پوځي پخوانیو چارواکو، بدني سزاګانو، مدني فضا، له زورزیاتي د کار اخیستلو او پر رسنیو د نوو لګېدلو بندیزونو په اړه خپلو ارزونو ته ځای ورکړی دی. د ښځو او نجونو د کار او تعلیم حقونه یوناما ددې رپوټ په سر کې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د افغان مېرمنو پر کار د طالبانو د حکومت بندیز د ملګروملتونو د منشور خلاف او له نړیوالو قوانینو سرغړونه ده. یوناما وایي: "تر دې دمه د ملګروملتونو ډېرې ښځینه کارکوونکي د ځورونې، ډارولو او نیولو په ګډون د تګ راتګ د محدودیتونو سره مخامخ شوي دي. د همدې له امله د ملګروملتونو ټولو افغان کارکوونکو ته لارښونه شوې، چې د مې تر پینځمې دې دفترونو ته نه ورځي". د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر "یوناما" په دغه رپوټ کې په افغانستان کې د نوي تعلیمي کال پیل یادونه هم کړې ده او ویلي دي، په نوي تعلمي کال کې هم د نجونو اعلی تعلیم ځنډول شوی دی: "د سړونو ولایتونو ښوونځي د مارچ په 21مه بیا پرانیستل شول، خو د نجونو منځني ښوونځي په ټول هېواد کې تړلي پاتې دي. د پوهنتونونو نوی تعلیمي کال د مارچ په شپږمه پیل شوی، خو واکمنو چارواکو ښځو ته د زدکړو د بیا پیلولو حق نه دی ورکړی". د مخکیني حکومت او ځواکونو چارواکي: یوناما وايي له پخواني حکومت سره د تړاو لرونکو کسانو "ښکاره وژنې" روانې دي. د ملګروملتونو دغې ادارې د مثال په توګه ویلي، په کندهار کې د مارچ په پینځمه د طالبانو د امنیتي ځواکونو د پولیسو یو مخکینی عسکر له خپل کوره نیولی او بیا یې په ډزو وژلی دی. یوناما وایي د مارچ په 12مه د بلخ ولایت یو پخوانی پوځي چارواکی هم په خپل کور کې نامعلومو وسلوالو وژلی دی. یوناما د فبرورۍ او اپریل ترمنځ میاشتو کې د پخوانیو حکومتي چارواکو او د افغانستان د پخوانیو دفاعي او امنیتي ځواکونو د خپلسره نیولو او بند د دوام یادونه کړې او وایي: "یوناما د واکمنو چارواکو یوه بېلګه لیدلې، چې یو شمیر کسان یې د ملي مقاومت له جبهې سره د تړاوپه تور نیولي، چې د نیولو ډېر اقدامات د کابل او پنجشیر په ولایتونو کې شوي دي". یوناما وایي په فبرورۍ او اپرېل په میاشتو کې طالبانو په ښکاره د خلکو بدني سزاګانې روانې ساتلې وې او وایي د پکتیا په مرکز کې یې د یوې ښځې په ګډون پینځه کسانو ته د غلا، له کوره د تېښتې، غیراخلاقي کړنو او په ټولنیزو رسنیو کې د فحشا خپرولو په تور بندیان کړي او په دُرو وهلي دي. یوناما په دغه رپوټ کې ویلي په افغانستان کې مدني فضا تنګه شوې او طالب چارواکي د مخالفو غږونو د غلي کولو لړۍ ته دوام ورکوي، وایي‌ په ځانګړي توګه هغه خلک نیسي، چې د ښځو او نجونو د حقونو په اړه خبرې کوي. یوناما وايي واکمنو طالب چارواکو د فبروری او اپریل میاشتو ترمنځ د خپلواکو رسنیو د محدودولو لپاره نورګامونه اخیستي او د فبرورۍ په نهه د افغانستان د مخابراتو د تنظیم ادارې مخابراتي شبکو ته امر وکړ، چې د امریکا غږ او ازادۍ راډیو ویب پاڼو ته د خلکو لاسرسی بند کړي. د طالبانو دریځ: د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د خپل حکومت له خوا خلکو ته د بدن سزاګانو ورکولو په اړه د یوناما رپوټ رد کړی او دعوه یې کړې چې په افغانستان کې عدالتی نظام تر پخوا پیاوړی شوی او عدالت پر ځای شوی دی. مجاهد د نهې- سه شنبې په ورځ په څو ټویټونو کې لیکلي چې حکومت یې په عدالتونو کې د اسلامي احکامو په رڼا کې د خلکو حقونه خوندي کړي دي: "په افغانستان کې د عدالتونو د فعالیت او د شریعت د عملي کېدو په اړه د یوناما وروستۍ دعوې او اندېښنې بې بنیاده دي، دا انصاف نه دی که څوک دغه پرمختګونه او لاسته راوړنې له پامه غورځوي او بې باوري پیدا کوي". د طالبانو پر حکومت نه یواځې ملګري ملتونو د حقونو د سرغړونو تور پورې کوي، بلکې نړیواله ټولنه او د بشري حقونو نور نړیوال تنظیمونه هم ترې غواړي چې د ښځو او نجونو د کار او اعلی تعلیم حقونه ورکړي او ټولشموله حکومت جوړ کړي او همدا لوی خنډ دی چې د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې مخه یې نیولې ده خو طالبان دا د افغانستان داخلي موضوع ګڼي او وایي نور څوک باید پکې لاسوهنه ونه کړي.

09.05.2023 ډیوه

د یوناما راپور ته د طالبانو غبرګون: افغانستان کې 'عدالت او شفاف قضايي سیستم' شته

د طالبانو حکومت د خپلو محکمو له خوا د فزیکي سزاګانو د پلي کیدو په اړه د ملګروملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر "یوناما" راپور رد کړی او ویلي دي، چې که چیرې په دې برخه کې "پرمختګونه او لاس ته راوړنې" له پامه غورځول کیږي دا به بې انصافي وي.

09.05.2023 امریکا غږ

یوناما: طالبانو د مخالفو غږونو غلي کول روان ساتلي

یوناما په افغانستان کې د روان کال د فبرورۍ، مارچ او اپریل په میاشتو کې د بشري وضعیت په اړه په یوه تازه راپور کې په دغه هیواد کې د بشري حقونو څخه سرغړونو په دوام اندیښنه ښودلې او ویلي دي، چې واکمن چارواکي د مخالفو غږونو د غلي کولو لړۍ ته دوام ورکوي

09.05.2023 امریکا غږ

غزې باندې د اسرائیل په هوایي بریدونو کې لږ تر لږه ۹ تنه وژل شوي

د فلسطین د عامې روغتیا وزارت وایي په غزې تړانګې د اسرئیل په هوایي بریدونو کې تر لږه نهه تنه وژل شويدي.

09.05.2023 امریکا غږ

کابل:دطالب ځواکونو عملیاتو کې د داعش خراسان د مرستیال مشر انجنیر عمر د وژلو دعوې شوې دي

په نړیوالو رسنیو کې دداعش خراسان دمرستیال مشر انجنیر عمر د وژنې رپورټونه مخې ته راغلي اؤ ویل شوي هغه دجمعې په ورځ په کابل کې دطالبانو دځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی دی. انجنیر عمر دداعش خراسان څانګې دمشر یا امیر شهاب المهاجر دمرستیال په توګه افغانستان کې په تروریستي فعالیتونو بوخت ؤ. هرڅو که په افغانستان واکمنو طالب چارواکو یا داعش په دې اړه پخپله نیغ په نیغه څه نه دي ویلي خو دداعش پرضد طالب پلوه رسنۍ المرصاد دسرچینو له خولې دعوه کړې ده چې دجمعې د ورځې عملیاتو کې دداعش خراسان څانګې د والي مرستیال انجنیر عمر وژل شوی دی. دپاکستان ایکسپریس ټربیون رسنۍ پخپل رپورټ کې د نړیوالې میډیا د رپورټونو په حوالې ورکولو سره لیکلي چې دانجنیر عمر پرضد طالبانو دا عملیات دکابل په شمال کې په شکر دره سیمه کې شوي چې دغلته دداعش شبکه په پراخه توګه فعالیتونه کوي. تر دې وړاندې سږکال دفرورۍ میاشت کې هم په کابل کې دطالب ځواکونو په عملیاتو کې دداعش خراسان د دوؤ مهمو مشرانو د وژل کیدو رپورټونه مخې ته راغلي وؤ چې هغې کې یو دداعش دعملیاتي اؤ استخباراتي څانګو مشر قاري فتح هم شامل ؤ. تېره میاشت د امریکې ددفاع محکمې پنټاګان په افشا شوؤ دستاویزاتو کې ویل شوي وؤ چې دامریکایي صدر جوباییډن لخوا افغانستان څخه د خپلو ځواکونو له ویستل کیدو راپدیخوا تر دوؤ کلونو هم کمه موده کې افغانستان د داعش لپاره د همغږۍ یا رابطو په مرکز بدل شوی دی. د پنتاګان دغه پټ سند کې ویل شوي وؤ چې افغانستان کې موجود ترهګر د یو بل سره تماس کې دي او په اروپا او ایشیا کې د ترهګریزو بریدونو پلانونونه جوړوي. په واشنګټن پوسټ ورځپاڼه کې خپور شوي رپورټ کې ددغه افشا شوي دستاویز په اساس ویل شوي وؤ دامریکې د دفاع محکمې چارواکو پروسږکال د دسمبر میاشت کې په افغانستان کې د داعش ډلې د مشرانو له خوا د نهو پلان شوؤ سازشونو په هکله معلومات تر لاسه کړي وو، خو په تېره فبرورۍ کې یې بیا ددې پلان شوؤ سازشونو شمېره پنځلسو ته لوړه شوې وه. په افغانستان کې دطالبانو حکومت د پنټاګان په پټ سند کې مخې ته راغلې دا دعوې رد کړې وې چې ګنې افغانستان یو وارې بیا دداعش لپاره په خوندي ځاله بدل شوی دی. داعش خراسان ډلې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په تېر څه باندې یو نیم کال کې د کابل په ګډون په څو ښارونو کې د یو شمېر هغو لویو بریدونو ذمه وارۍ هم پر غاړه اخسیتې دي چې پر سکولونو، جوماتونو او نورو عامو ځایونو شوې دي او په سلګونو کسان پکې وژل شوي او ټپیان شوي‌ دي.

09.05.2023 ډیوه

د بودجې پر سر جنجال ؛ بایډن د جمهوري غوښتونکو مشرانو سره ګوري

د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن د استازو او سنا مجلسونو د جمهوري غوښتونکو مشرانو سره د دې لپاره وګوري چې د پور د اندازې پر سر په ټپه ولاړ جنجال لپاره د حل یوه لار پیدا کړي.

09.05.2023 امریکا غږ

د پاکستان پوځ د عمران خان وروستي تورونه غندلي او د قانوني کارروایۍ خبرداری یې ورکړی

د پاکستان پوځ د پخواني وزیراعظم اؤ د تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان لخوا پرله پسې په پوځي مشرانو د نیوکو غندنه کړې ده اؤ خبرداری یې ورکړی دی چې په بې ځایه بیانونو اؤ تورونو پوځ د کارروایۍ کولو حق خوندي لري. د پوځ ویاندې ادارې ایي ایس پي ار پخپل بیان کې ویلي د عمران خان لخوا پرته له کوم ثبوت بې ځایه تورونه لګول اؤ په یو حاضر سروس پوځي افسر د ثبوت پرته تورونه لګول یو بې کچه غیرذمه دارانه عمل دی. پوځ دا بیان وروسته له هغې جاري کړی چې پروسږکال پخواني وزیراعظم عمران خان دلاهور وزیر اباد سیمه کې په ځان د شوي برید پړه د پاکستان د پوځ په یو لوړ پوړي چارواکي ولګوله اؤ د دې ترڅنګ یې پوځ په پرله پسې توګه د موجوده حکومت په ناجایزه ملاتړ تورن کړو. د ګل یا دوشنبې په ورځ پوځ پخپل بیان کې ویلي "اړونده سیاسي مشرانو ته وایو چې د دروغو دتورونو نه لاس واخلي اؤ د دروغو دتورونو پرځاي دې قانوني لاره خپله کړي" بیان کې ویل شوي چې په بدنیتۍ لګول شوي دا د دروغو تورونه دبې کچه غندنې وړ اؤ د منلو نه دي. د پوځ له دې بیان یوازې دوه ورځې وړاندې وزیراعظم شهباز شریف هم پخپل یو بیان کې عمران خان ته خبرداری ورکړی ؤ چې دپوځ دبدنامولو د هڅو نه دې لاس واخلي اؤ ویلي یې وؤ چې دهغه لخوا په پوځ تورونه لګول دمنلو وړ عمل نه دی. د ایي ایس پي ار بیان کې ویل شوي ،دتېر یو کال راهسې پوځي اؤ استخباراتي افسران په نخښه کړل کیږي اؤ پرضد یې دسیاسي مقصدونو لپاره دسنسۍ ډکه پروپیګنډه کیږي. دپوځ بیان کې خبرداری ورکړل شوی چې اداره(پوڅ)په بدنیتۍ د اډاڼه بیانونو اؤ پروپیګنډې پرضد دقانوني کارروایۍ حق محفوظ لري. پوځ دا بیان وروسته له هغې جاري کړی چې روانه اوونۍ دسپریم کورټ چیف جسټس سره دیووالي لپاره دتحریک انصاف ګوند لخوا راجوړ شوي لاریون ته وینا کې عمران خان خپلو پلویانو ته وویل که په ده څه چل وشو نو دهغه سړي نوم دي په یاد لري چې مخکې یې هم دوه ځله دده د وژلو هڅه کړې ده. پروسږکال دلاهور وزیر اباد سیمه کې په عمران دشوي یو برید نه وروسته عمران خان په وزیراعظم شهباز شریف ،دکورنیو چارو په وزیر رانا ثناء الله اؤ دپوځ په یو لوړپوړي چارواکي دغه برید کې دلاس لرنې تورونه لګولي وؤ اؤ له هغې را پدیخوا خپلو ویناګانو کې پرله پسې دپوځ په دغه افسر اؤ پخواني پوځي سرلښکر جنرال(ر) قمر جاوند باجوه نیوکې کوي. د پوځ بیان ته پخپل غبرګون کې دتحریک انصاف ګوند یو مرکزي مشر اؤ دعمران خان په تېر حکومت کې داطلاعاتو وزیر فواد چوهدري دپوځ په بیان حیرانتیا ښکاره کړې ده. فواد چوهدري په ټویټر لیکلي که چرې عمران خان دا ګڼي چې په هغه شوي برید کې کوم افسر ککړ دی نو باید د بې پلوه اؤ روڼ انده پلټنو له لارې دې هغه قانع کړل شي چې داسې نه ده. فواد چوهدري لیکلي "د تورونو دپلټنو نه په انکار اؤ په داسې پریس ریلیز تاسو ویل غواړئ چې پاکستان کې تاسو له قانونه بالا یئ اؤ داسې رویې قامونه تباه کوي". تېر کال چې دعمران خان حکومت دپارلیمان څخه د بې باورۍ دتحریک دلارې ختم کړل شو دهغې راپدیخوا عمران خان پر ګڼو موقعو دپوځ پرضد سختې څرګندونې کړي اؤ دخپل حکومت دختمولو په سازش کې یې دپوځ پخوانی مشر جنرال باجوه هم شریک بللی دی. پوځ تر دې وړاندې هم دعمران خان تورونه رد کړي اؤ ویلي یې دي چې په سیاست کې مداخله نه کوي.

09.05.2023 ډیوه

د امریکا خارجه وزیر دې د افغانستان په اړه معلومات خپاره کړي، کنه د کانګرس لاپروایي به یې کړې وي – مک کال

واشنګټن   - د امریکا خارجه وزارت د ګل/دوشنبې په ورځ وویل چې له افغانستان څخه د امریکايي قواوو د انخلا په باب د بایډن انتظامیې پوره رپوټ چې کانګرس یې تقاضا کړې ده، د قانون سازانو په واک کې ورنکړي. د امریکا د خارجه وزارت نایب ویاند وېدانت پټېل خبریالانو ته وویل: "ډېره د مایوسۍ خبره ده چې د خفیه سفارتکاري چېنلونو په اړه د بندو دروازو تر شا بریفینګ اخستو او د خلاصه رپوټ د ترلاسه کولو باوجود هم د استازو اېوان د خارجه چارو کمیټه په دې غیرضروري او غیرمفیده اقدام باندې ټینګار جاري ساتي. خو بیا هم، مونږ به د څارنې مناسبو پلټنو ته جواب ورکول جاري وساتو او کانګرس ته به هغه معلومات ورکړو کوم چې د خپلې دندې د مخ ته وړلو دپاره ورته ضرورت لري، خو د خارجه وزارت د کارکنانو صلاحیت به هم حفاظت کوو چې هغوی خپل کارونه ترسره کړی شي." د خارجه چارو د کمیټې چېئرمېن مایکل مک کال تېره میاشت د خارجه وزیر انټني بلېنکن نه وغوښتل چې له افغانستانه د امریکا د اړۍ ګړۍ نه ډکې انخلا نه وروستو، د انتظامیې رپوټ خپور کړي. مک کال د دې خبرې په یادولو سره چې دوی ته د ورسپارل شوي رپوټ زیاتره برخې حساسې خو غیررازدار، او یا هم ساده غیررازدار ګڼل شوي دي، وویل: "په عوامو کې ډېره قوي لېوالتیا موجوده ده چې خارجه وزارت [د افغانستانه د وتلو] د اقداماتو وروستو رپوټ په بشپړ توګه چې امکان یې وي، خپور کړي." د مک کال وینا ده چي د 2022 کال د مارچ میاشتي آفټر-اېکشن ارزونې رپوټ کوم چې 87 مخونه لري، په کې بې شمېره ځایونه بغیر د کوم وضاحته تور کړی شوي دي او نېغ په نېغه د بایډن انتظامیې د هغو بیانونو سره په تضاد کې دي کوم چې عوامو ته یې وړاندې کړي. د بایډن انتظامیې پخپلو بیانونو کې د انخلا په حوالې سره د ناکامیو تقصیر، د ډونالډ ټرمپ په پخوانۍ انتظامیې باندې اچولی دی. مک کال د امریکا خارجه وزارت نه وغوښتل چې د ارزونې بشپړ رپوټ دې د جمعې تر ورځې [د مې پنځمې نېټې] پورې خپور کړي. مک کال د ګل/دوشنبې په ورځ وویل چې د بهرنیو چارو وزارت د 2021 کال د جولای میاشتې د هغه کېبل یا سفارتکاري پیغام د خپرولو دستور هم نظراندازه کړی کوم چې د طالبانو د راتګ نه مخکې، په کابل کې د امریکا سفارت په خصوصي طریقې سره واشنګټن ته لېږلی و. مک کال د ګل/دوشنبې په ورځ خارجه وزیر انټني بلېنکن ته په یو خط کې ولیکل: "[خارجه] وزارت اوس د دغو دستاوېزاتو د وړاندې کولو په قانوني فرض کې خپل، خلاف ورزي کوي، او باید سمدستي دا عمل ترسره کړي. لکه څنګه چې پورته وویل شول، که چېرته [خارجه] وزارت د خپل قانوني فرض په ځای کولو کې ناکامه پاته شي، [د کانګرس] کمیټه آماده ده چې ضروري ګامونه اوچت کړي څو امر یې پرځای شي، په شمول د دې چې تاسو نه کانګرس ته د لاپروایۍ په خاطر بازخواست وکړي." د اېوان نمایندګان د خارجه چارو کميټې د انخلا د پروسې، په شمول د هغې ځانمرګې چاودنې چې د 2021 کال د اګسټ په 26مه نېټه یې په کابل ائیرپورټ کې دیارلس امریکایي عسکر او 170 غیرپوځي افغانان ووژل، اورېدنې ترسره کړي دي. د بایډن انتظامیې رپوټ وویل چې د پخواني صدر ډونالډ ټرمپ د انتظامیې هغو فیصلو چې د طالبانو سره به مذاکرات کوي او د امریکایي عسکرو د وتلو نېټه به ټاکي، د دې سبب شو چې د افغانستانه د امریکايي قواوو د انخلا پروسه په منظمه توګه عملي نشي. بل اړخ ته د اېوان نمایندګان د خارجه چارو په کمیټه کې یو ډېموکراټ استازی ډېوېډ سېسېلین تېره میاشت وي او اې ته وویل: "کله چې تاسو وګورئ چې صدر بایډن ته څه په میراث پاته و، [د انخلا دپاره] ټایم لاین چې لازمي و او هغه لوظنامه چې د ټرمپ په انتظامیه کې دستخط شوې وه، نو صدر [بایډن] د حالاتو د قابو کولو دپاره هر هغه کوښښ چې په وس یې پوره و، ترسره کړ." د امریکا خارجه وزارت تيره میاشت د سفارتکارانو د پیغامونو او د انخلا وروستو د ارزونې رپوټ په اړه د کانگرس ممبرانو ته معلوماتونه ورکړل. مګر د ټېکساس ریاست سره تعلق ساتونکی رېپبلېکن مک کال وي او اې ته وویل چې هغه معلومات کافي نه و.

09.05.2023 ډیوه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: کانګرس ته د افغانستان څخه د وتلو په هکله بشپړ راپور نه ورکوو

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا ویلي چې د افغانستان څخه د ټولو امریکایي ځواکونو د وتلو په هکله کانګرس ته بشپړ راپور نه ورکوي.

09.05.2023 امریکا غږ

لیونل میسي د کال غوره لوبغاړی شو

د ارجنټینا د فوټبال د ملي لوبډلې نوموتي لوبغاړي لیونل میسي د کال د غوره لوبغاړي لقب وګاټه او لوبډله یې د کال غوره لوبډله وټاکل شوه.

09.05.2023 امریکا غږ

د ترکیې د ولسمشریزو ټاکنو سیالۍ مهم پړاو ته ننوتلې دي

په داسې حال کې چې د ترکیې ټاکنو ته یوه اونۍ پاتې ده، دغو ټاکنو ته کاندید اوسني ولسمشر رجب طیب اردوغان او د هغه مخکښ سیال کمال قلیچداراوغلو چې د اپوزیسیون د ټاکنیز ایتلاف مشر دی، په استانبول کې د خلکو لویو غونډو ته ویناوې کړې دي.

08.05.2023 امریکا غږ

د طالبانو خارجه وزیر د خپل حکومت د تګلارې دفاع وکړه او وایي چې د جېنکو د تعلیم بندیز "دایمي نه دی"

واشنګټن   - د طالبانو خارجه وزیر امیرخان متقي ویلي دي چې د دوی حکومت په افغانستان کې د جېنکو تعلیم "دایمي" نه دی بند کړی او ښځې اوس هم په مختلفو برخو کې کار کوي. متقي چې د څلور ورځېني سفر په مقصد پاکستان ته تللی و، او په دې کې یې د چین او پاکستان خارجه وزیرانو سره هم وکتل، د خپلې دورې په آخري ورځ، ګل/دوشنبه یې د پاکستان په سرښار اسلام آباد کې یو سیمینار ته خبرې وکړې. هغه په دې سیمینار کې وویل: "مونږ اوس مهال [په افغانستان کې] په ابتدایي کچه او همدا راز د پوهنتونونو په کچه، لس میلینه طالب علمان لرو. نهه میلینه یې د تعلیم هر قسمه طریقو ته رسایي درلودلی شي. په دې کې تر شپږم جماعته جېنکۍ هم شاملې دي. په تعلیمي ادارو کې شاوخوا درې لکه استاذان سبق ورکوي چې په دې کې دوه نیوي زره یې زنانه دي." طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې په افغانستان قبضه ولګوله او له هغه وخت راهیسي یې په دې جنګ ځپلي هېواد کې ګڼ شمېر محدودیتونه نافذ کړي چې د اسلامي قوانینو څخه د دوی سختدریځه شناخت څرګندوي. د طالبانو د حکومت لاندې افغانستان کې ګڼ شمېر ښځې د حکومت په زیاتو ادارو، غیردولتي تنظیمونو، او آن د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د کار کولو نه منعه کړی شوي دي. همدا راز ځیني عامو ځایونو، لکه پارکونو ته هم د ښځو جېنکو په تګ بندیز لګولی شوی دی. جېنکیو ته هم دا حق نشته چې په سکولونو کې د شپږم جماعت نه پورته تعلیم وکړي. نړېوالو د طالبانو نه په کراتو غوښتي دي چې په ښځو او جېنکو دې محدودیتونه لېرې کړي، مګر طالبان یې نه مني او وایي چې دا د افغانستان په داخلي چارو کې مداخلت دی. بل اړخ ته د طالبانو خارجه وزیر امیر خان متقي د ګل/دوشنبې په ورځ پخپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې په زرهاوو ډاکټرانې او نرسانې اوس هم د صحت په برخه کې په کارونو لګیا دي. هغه دا هم وویل چې په اسلامي مدرسو کې ښځې جېنکۍ تعلیم کوي او سبق ورکوي. متقي زیاته کړه: "مونږ هېڅکله دا نه دي ویلي چې د ښځو تعلیم غیراسلامي دی یا په افغانستان کې په دایمي توګه بند دی. په حکم کې په واضحه توګه ویلی شوي چې د زنانه و تعلیم تر امر ثاني پورې ځنډېدلی پاته دی." د حکم نه د متقي مقصد، د طالبانو د مشر ملا هبت الله آخندزاده حکم و چې تېر کال یې نافذ کړی او جېنکۍ د شپږم جماعت نه پورته تعلیم کولو نه منعه ګرځوي. هغه همدا راز په پوهنتونونو کې د جېنکو تعلیم هم ځنډولی دی. امیرخان متقي د ګل/دوشنبې په ورځ، بغیر د دې چې جزئیات وړاندې کړي، په اسلام آباد کې وویل: "مونږ په دې مسئلې باندې تر یوه ډېره حده پورې پرمختګ کړی دی، او د افغانستان حکومت به خپل کوششونه جاري وساتي چې د دې مسئلې په اړه باقي مشکلات هم په دوستانه توګه حل کړي." بل اړخ ته د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ماهرینو یوه ډله چې په اووه ورځېني مېشن افغانستان ته تللې وه، د تېرې جمعې په ورځ یې خپله دوره پای ته ورسوله او ویې ویل چې په افغانستان کې "د جنسیت په بنیاد د اداره جاتي تفریقي چلند شدید حالت" روان دی چې مثال یې تر اوسه ندی لیدل شوی. د ملگرو ملتونو لېږل شوي پلاوي پخپل ابتدایي موندنو کې وویل: "مونږ په افغانستان کې د جنسیتي مبینه ظلم په اړه ډېر ژور فکرمند یو، کوم چې د بشري حقونو یو سیسټماټیک او شدیده خلاف ورزي او د بشريت په ضد یو جرم دی." د پلاوي وینا وه چې طالب چارواکو د دوی سره په ملاقاتو کې یو ځل بیا ټینګار کړی چې د جېنکو د سکولونو په بیا پرانېستلو کار کوي، مګر واضحه یې ندي ویلي چې سکولونه به څه وخت بېرته پرانېستل شي. درې اړخیزې خبرې امیر خان متقي چې نوم یې د ملګرو ملتونو په هغه لېست کې دی چې د سفر حق نلري، د سیکوریټي کونسل یوې کمیټې ورته اجازت ورکړ چې پاکستان ته سفر وکړي او د خالي/شنبې په ورځ د چین د خارجه وزیر چن ګانګ او د پاکستان له خارجه وزیر بلاول بهټو زرداري سره په یوه درې اړخیزه ناسته کې برخه واخلي. بجېنګ او اسلام آباد دواړو د طالبانو له پلاوي نه وغوښتل د هغو ترهګرو ډلو په ضد اقدامات وکړي چې د افغانستان په خاوره کې دننه فعالیتونه کوي او د خطې استحکام ته خطره پېښوي. د طالبانو خارجه وزیر، چې حکومت یې تر اوسه هېڅ ملک په رسمیت ندی پېژندلی، د ګل/دوشنبې په ورځ یوې پوښتنې ته په جواب کې وویل: "مونږ به هېچا ته اجازت ورنکړو چې د افغانستان خاوره د نورو په ضد استعمال کړي. مونږ پخپلو فیصلو کې کامیابه پاته یو، او مونږ به په آینده کې هم خپلې ژمنې باندې درېدلي اوسو چې افغان خاوره د هېچا په ضد استعمال نکړی شي." پاکستان د ګل/دوشنبې په ورځ د درې اړخیزې ناستې په اړه یو مشترک بیان خپور کړ او ویې ویل چې ګډون کوونکو عزم ښودلی چې د امنیت، ترقۍ، او سیاسي چارو په برخو کې به خپل ترمنځ همکارۍ پراخوي.   دا د وي او اې د انګریزي څانګې خبریال ایازګل رپوټ دی چې له انګریزي ژبې پښتو ته ژباړل شوی دی. 

08.05.2023 ډیوه

افغان سوک وهونکي نجیم ولي خپل امریکايي سیال ته ماتې ورکړه

د ګډو رزمي لوبو (ایم ایم اې) افغان لوبغاړي نجیم ولي، د سوک وهنې په خپلې لومړنۍ سیالۍ کې خپل امریکايي سیال ته ماتې ورکړه.

08.05.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

08.05.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more