غزې باندې د اسرائیل په هوایي بریدونو کې لږ تر لږه ۹ تنه وژل شوي
د فلسطین د عامې روغتیا وزارت وایي په غزې تړانګې د اسرئیل په هوایي بریدونو کې تر لږه نهه تنه وژل شويدي.
دې وزارت ویلي چې بریدونه په محلي وخت سه شنبه مې ۹ (غوایي۱۹) د لمر خاته څخه وړاندې شویدي خو نور جزیات یې ندي ورکړي.
په عین حال کې د اسرائیل پوځ ویلي چې بریدونه د غزې په تړانګې کې د اسلامي جهاد په نامه د ډلې په اهدافو شوي.
د فرانس پریس خبري اژانس یو خبریال چې د پیښې په ځای کې و ویلي چې د بریدونو څخه وروسته د یوې ودانۍ څخه لوګي پورته کیدل او د امبولانسونو غږونه یې اوریدل چې په پیښه کې ټپي شوي او مړه شوي یې روغتونونو ته لیږدول.
پخپله د اسلامي جهاد ډلې تر اوسه د هوایي بریدونو په هکله څه ندي ویلي خو په سیمې کې عیني شاهدانو مطبوعاتو ته ویلي چې بریدونه د همدې ډلې د جګپوړو قوماندانانو د مشرانو د اوسیدو په ځایونو شوي.
د اسرائیل په هوایي بریدونو کې د غزې ښار او رفح ښار جنوبي برخې په نښه شوي او ځینو کسانو بیا ویلي چې د وسله والو د روزنې په مرکزونو هم بریدونه شوي.
د غزې تړانګې کنټرول د حماس وسله والې ډلې په لاس کې دی. دا بریدونه داسې مهال کیږي چې د اسرائیل او حماس تر منځ جنجال ډیر شوی.
اسرائیلي ځواکونه پدې تیرو څو میاشتو کې تقریباً هره ورځ په لویدیځه غاړه کې د وسله والو کسانو د نیولو لپاره چاپې وهي چې شک پرې کیږي په اسرائیلیانو د بریدونو پلانونه لري.
د غزې وسله والو تیره اوونۍ هم د اسرائیل جنوبي برخې په څو توغندیو وویشتې چې په ځواب کې د اسرائیل هوایي ځواکونو غزه بمبارد کړله خو د مصر، ملګرو ملتونو او قطر په منځګړتوب دا ډزې بندې شوې.
اسرائیل تیر کال هم په غزې کې د اسلامي جهاد ډلې د مشرانو کورونه چې ایران یې ملاتړ کوي، بمبارد کړل او په دریو ورځو پرله پسې بمباریو کې د دې ډلې دوه جګپوړي قوماندانان او لسګونه وسله وال ووژل شول.