شاته

د بودجې پر سر جنجال ؛ بایډن د جمهوري غوښتونکو مشرانو سره ګوري

د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن د استازو او سنا مجلسونو د جمهوري غوښتونکو مشرانو سره د دې لپاره وګوري چې د پور د اندازې پر سر په ټپه ولاړ جنجال لپاره د حل یوه لار پیدا کړي.

ټاکل شوې چې دا ملاقات د واشنګټن په سیمه ایز وخت سه شنبه مې ۹ (غوایي۱۹) په سپینې ماڼۍ کې وشي. د استازو مجلس مشر کیون مکارتي او د سنا په مجلس کې د جمهوري غوښتونکو ګوند مشر میچ مک کانل دې مجلس ته وربلل شوي.

د پور د اندازې پر سر جنجال به داسې عواقب ولري چې آن د ۲۰۲۴ کال د جمهوري ریاست تر انتخاباتو هم ښایي وغځیږي.


د متحده ایالاتو د ملي پور اندازه په اوس وخت کې ۳۱.۴ ټرلیون امریکایي ډالره دی او دا تیرو څو کالونو راپدیخوا په یوې جنجالې موضوع بدلې شوې.

جمهور رئیس جو بایډن د کانګرس څخه غواړي چې د پور اندازه دې لوړه کړي خو په ځواب کې بیا جمهوري غوښتونکي د حکومتي لګښتونو او بودیجې کمیدل غواړي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارین جین پییر تیره ورځ په خبري کنفرانس کې وویل چې کانګرس باید عمل وکړي او دا هغه څه دي چې جمهور رئیس به یې د سه شنبې ورځې په غونډې کې مشرانو ته واضح کړي.

میرمن پییر زیاته کړه، "کانګرس باید د کوم شرط او قید پرته د پور په خلاصولو کې د پاتې راتګ مخه ونیسي".

خو مبصرین چي د متحده ایالاتو اقتصاد څاري وایي ښایي دا خبرې ژ نتیجه ورنکړي.

ښاغلي بایډن او ښاغلي مکارتي تیره اوونۍ هم په ټیلیفون کې د دې موضوع په هکله خبرې کړې وې.

یوه سرچینه چې د خبرو اترو په هکله معلومات لري د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې بایډن او مکارتي د پور په ادا کولو کې د پاتې راتګ د مخنیوي لپاره د ملي پور اخیستو د اندازې په لوړولو غږیدلي.

مکارتي د استازو مجلس مشر په توګه د بودجې اړوندو موضوعاتو باندې اساسي کنټرول لري.


د استازو مجلس مشر کیون مکارتي او جمهوري غوښتونکي ګوند یې چې د استازو په مجلس کې اکثریت دي، پریکړه کړه چې د ملي پور اندازه تر هغې نه لوړوي تر څو چې دموکراتانو په بودجې کې د پام وړ کموالی نه وي منلی.

د بودجې پر سر دا جنجال دومره جدي دی چې د متحده ایالاتو د خزانې وزیرې جینت یلن د یکشنبې په ورځ خبرداری ورکړ که کانګرس په راتلونکو اوونیو کې عمل ونکړي، دا وضعیت به د اقتصادي او مالي ګډوډۍ سبب به شي.


میرمن یلن دا خبرداری هم ورکړی و که د پور اخیستو اندازه لوړه نشي، دا هیواد ښایي ونشي کړای خپل مالي مسؤلیتونه ادا کړي او د " پور په ادا کولو کې د پاتې راتګ د ناوړه خطر" سره به مخامخ شي.

د متحده ایالاتو د خزانې وزیرې د استازو مجلس مشر کیون مکارتي او نورو مشرانو ته په یو لیک کې لیکلي، " زمونږ تر ټولو غوره اټکل دا دی که چیرته کانګرس تر ټاکلې نیټې پورې د پور اندازه لوړه یا ونه ځنډوي نو وبه نشو کړی چې د جون میاشتې په سر کې او ښایي د جون په لومړۍ نیټې د حکومت ټولي مالي مسؤلیتونه ادا کړو".