شاته

د پاکستان پوځ د عمران خان وروستي تورونه غندلي او د قانوني کارروایۍ خبرداری یې ورکړی

د پاکستان پوځ د پخواني وزیراعظم اؤ د تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان لخوا پرله پسې په پوځي مشرانو د نیوکو غندنه کړې ده اؤ خبرداری یې ورکړی دی چې په بې ځایه بیانونو اؤ تورونو پوځ د کارروایۍ کولو حق خوندي لري.

د پوځ ویاندې ادارې ایي ایس پي ار پخپل بیان کې ویلي د عمران خان لخوا پرته له کوم ثبوت بې ځایه تورونه لګول اؤ په یو حاضر سروس پوځي افسر د ثبوت پرته تورونه لګول یو بې کچه غیرذمه دارانه عمل دی.

پوځ دا بیان وروسته له هغې جاري کړی چې پروسږکال پخواني وزیراعظم عمران خان دلاهور وزیر اباد سیمه کې په ځان د شوي برید پړه د پاکستان د پوځ په یو لوړ پوړي چارواکي ولګوله اؤ د دې ترڅنګ یې پوځ په پرله پسې توګه د موجوده حکومت په ناجایزه ملاتړ تورن کړو.

د ګل یا دوشنبې په ورځ پوځ پخپل بیان کې ویلي "اړونده سیاسي مشرانو ته وایو چې د دروغو دتورونو نه لاس واخلي اؤ د دروغو دتورونو پرځاي دې قانوني لاره خپله کړي"

بیان کې ویل شوي چې په بدنیتۍ لګول شوي دا د دروغو تورونه دبې کچه غندنې وړ اؤ د منلو نه دي.

د پوځ له دې بیان یوازې دوه ورځې وړاندې وزیراعظم شهباز شریف هم پخپل یو بیان کې عمران خان ته خبرداری ورکړی ؤ چې دپوځ دبدنامولو د هڅو نه دې لاس واخلي اؤ ویلي یې وؤ چې دهغه لخوا په پوځ تورونه لګول دمنلو وړ عمل نه دی.

د ایي ایس پي ار بیان کې ویل شوي ،دتېر یو کال راهسې پوځي اؤ استخباراتي افسران په نخښه کړل کیږي اؤ پرضد یې دسیاسي مقصدونو لپاره دسنسۍ ډکه پروپیګنډه کیږي.

دپوځ بیان کې خبرداری ورکړل شوی چې اداره(پوڅ)په بدنیتۍ د اډاڼه بیانونو اؤ پروپیګنډې پرضد دقانوني کارروایۍ حق محفوظ لري.

پوځ دا بیان وروسته له هغې جاري کړی چې روانه اوونۍ دسپریم کورټ چیف جسټس سره دیووالي لپاره دتحریک انصاف ګوند لخوا راجوړ شوي لاریون ته وینا کې عمران خان خپلو پلویانو ته وویل که په ده څه چل وشو نو دهغه سړي نوم دي په یاد لري چې مخکې یې هم دوه ځله دده د وژلو هڅه کړې ده.

پروسږکال دلاهور وزیر اباد سیمه کې په عمران دشوي یو برید نه وروسته عمران خان په وزیراعظم شهباز شریف ،دکورنیو چارو په وزیر رانا ثناء الله اؤ دپوځ په یو لوړپوړي چارواکي دغه برید کې دلاس لرنې تورونه لګولي وؤ اؤ له هغې را پدیخوا خپلو ویناګانو کې پرله پسې دپوځ په دغه افسر اؤ پخواني پوځي سرلښکر جنرال(ر) قمر جاوند باجوه نیوکې کوي.

د پوځ بیان ته پخپل غبرګون کې دتحریک انصاف ګوند یو مرکزي مشر اؤ دعمران خان په تېر حکومت کې داطلاعاتو وزیر فواد چوهدري دپوځ په بیان حیرانتیا ښکاره کړې ده.

فواد چوهدري په ټویټر لیکلي که چرې عمران خان دا ګڼي چې په هغه شوي برید کې کوم افسر ککړ دی نو باید د بې پلوه اؤ روڼ انده پلټنو له لارې دې هغه قانع کړل شي چې داسې نه ده.

فواد چوهدري لیکلي "د تورونو دپلټنو نه په انکار اؤ په داسې پریس ریلیز تاسو ویل غواړئ چې پاکستان کې تاسو له قانونه بالا یئ اؤ داسې رویې قامونه تباه کوي".

تېر کال چې دعمران خان حکومت دپارلیمان څخه د بې باورۍ دتحریک دلارې ختم کړل شو دهغې راپدیخوا عمران خان پر ګڼو موقعو دپوځ پرضد سختې څرګندونې کړي اؤ دخپل حکومت دختمولو په سازش کې یې دپوځ پخوانی مشر جنرال باجوه هم شریک بللی دی.

پوځ تر دې وړاندې هم دعمران خان تورونه رد کړي اؤ ویلي یې دي چې په سیاست کې مداخله نه کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00