شاته

د امریکا خارجه وزیر دې د افغانستان په اړه معلومات خپاره کړي، کنه د کانګرس لاپروایي به یې کړې وي – مک کال

واشنګټن - د امریکا خارجه وزارت د ګل/دوشنبې په ورځ وویل چې له افغانستان څخه د امریکايي قواوو د انخلا په باب د بایډن انتظامیې پوره رپوټ چې کانګرس یې تقاضا کړې ده، د قانون سازانو په واک کې ورنکړي.

د امریکا د خارجه وزارت نایب ویاند وېدانت پټېل خبریالانو ته وویل: "ډېره د مایوسۍ خبره ده چې د خفیه سفارتکاري چېنلونو په اړه د بندو دروازو تر شا بریفینګ اخستو او د خلاصه رپوټ د ترلاسه کولو باوجود هم د استازو اېوان د خارجه چارو کمیټه په دې غیرضروري او غیرمفیده اقدام باندې ټینګار جاري ساتي. خو بیا هم، مونږ به د څارنې مناسبو پلټنو ته جواب ورکول جاري وساتو او کانګرس ته به هغه معلومات ورکړو کوم چې د خپلې دندې د مخ ته وړلو دپاره ورته ضرورت لري، خو د خارجه وزارت د کارکنانو صلاحیت به هم حفاظت کوو چې هغوی خپل کارونه ترسره کړی شي."

د خارجه چارو د کمیټې چېئرمېن مایکل مک کال تېره میاشت د خارجه وزیر انټني بلېنکن نه وغوښتل چې له افغانستانه د امریکا د اړۍ ګړۍ نه ډکې انخلا نه وروستو، د انتظامیې رپوټ خپور کړي.

مک کال د دې خبرې په یادولو سره چې دوی ته د ورسپارل شوي رپوټ زیاتره برخې حساسې خو غیررازدار، او یا هم ساده غیررازدار ګڼل شوي دي، وویل: "په عوامو کې ډېره قوي لېوالتیا موجوده ده چې خارجه وزارت [د افغانستانه د وتلو] د اقداماتو وروستو رپوټ په بشپړ توګه چې امکان یې وي، خپور کړي."

د مک کال وینا ده چي د 2022 کال د مارچ میاشتي آفټر-اېکشن ارزونې رپوټ کوم چې 87 مخونه لري، په کې بې شمېره ځایونه بغیر د کوم وضاحته تور کړی شوي دي او نېغ په نېغه د بایډن انتظامیې د هغو بیانونو سره په تضاد کې دي کوم چې عوامو ته یې وړاندې کړي. د بایډن انتظامیې پخپلو بیانونو کې د انخلا په حوالې سره د ناکامیو تقصیر، د ډونالډ ټرمپ په پخوانۍ انتظامیې باندې اچولی دی.

د امریکا خارجه وزیر انټني بلېنکن
د امریکا خارجه وزیر انټني بلېنکن

مک کال د امریکا خارجه وزارت نه وغوښتل چې د ارزونې بشپړ رپوټ دې د جمعې تر ورځې [د مې پنځمې نېټې] پورې خپور کړي.

مک کال د ګل/دوشنبې په ورځ وویل چې د بهرنیو چارو وزارت د 2021 کال د جولای میاشتې د هغه کېبل یا سفارتکاري پیغام د خپرولو دستور هم نظراندازه کړی کوم چې د طالبانو د راتګ نه مخکې، په کابل کې د امریکا سفارت په خصوصي طریقې سره واشنګټن ته لېږلی و.

مک کال د ګل/دوشنبې په ورځ خارجه وزیر انټني بلېنکن ته په یو خط کې ولیکل: "[خارجه] وزارت اوس د دغو دستاوېزاتو د وړاندې کولو په قانوني فرض کې خپل، خلاف ورزي کوي، او باید سمدستي دا عمل ترسره کړي. لکه څنګه چې پورته وویل شول، که چېرته [خارجه] وزارت د خپل قانوني فرض په ځای کولو کې ناکامه پاته شي، [د کانګرس] کمیټه آماده ده چې ضروري ګامونه اوچت کړي څو امر یې پرځای شي، په شمول د دې چې تاسو نه کانګرس ته د لاپروایۍ په خاطر بازخواست وکړي."

د اېوان نمایندګان د خارجه چارو کميټې د انخلا د پروسې، په شمول د هغې ځانمرګې چاودنې چې د 2021 کال د اګسټ په 26مه نېټه یې په کابل ائیرپورټ کې دیارلس امریکایي عسکر او 170 غیرپوځي افغانان ووژل، اورېدنې ترسره کړي دي.

د ۲۰۲۱ کال د اګسټ ۱۶مه نېټه، د کابل ائیرپورټ څخه د امریکایيانو د انخلا پروسه
د ۲۰۲۱ کال د اګسټ ۱۶مه نېټه، د کابل ائیرپورټ څخه د امریکایيانو د انخلا پروسه

د بایډن انتظامیې رپوټ وویل چې د پخواني صدر ډونالډ ټرمپ د انتظامیې هغو فیصلو چې د طالبانو سره به مذاکرات کوي او د امریکایي عسکرو د وتلو نېټه به ټاکي، د دې سبب شو چې د افغانستانه د امریکايي قواوو د انخلا پروسه په منظمه توګه عملي نشي.

بل اړخ ته د اېوان نمایندګان د خارجه چارو په کمیټه کې یو ډېموکراټ استازی ډېوېډ سېسېلین تېره میاشت وي او اې ته وویل: "کله چې تاسو وګورئ چې صدر بایډن ته څه په میراث پاته و، [د انخلا دپاره] ټایم لاین چې لازمي و او هغه لوظنامه چې د ټرمپ په انتظامیه کې دستخط شوې وه، نو صدر [بایډن] د حالاتو د قابو کولو دپاره هر هغه کوښښ چې په وس یې پوره و، ترسره کړ."

د امریکا خارجه وزارت تيره میاشت د سفارتکارانو د پیغامونو او د انخلا وروستو د ارزونې رپوټ په اړه د کانگرس ممبرانو ته معلوماتونه ورکړل.

مګر د ټېکساس ریاست سره تعلق ساتونکی رېپبلېکن مک کال وي او اې ته وویل چې هغه معلومات کافي نه و.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00